د کاروبار پیل لپاره د حسابدارۍ سیستم جوړ کړئ:

 
د حسابدارۍ سیستم د یو کاروبار تر ټولو اړینو برخو څخه ده او په کار ده چې په ټاکلو او مدیریت کې یې له پوره پاملرنې کار واخیستل شي. د منظم حسابدارۍ سیستم نه شتون د یو کاروبار نظم او سمبالښت د ګواښ سره مخ کولای شي.
که چیرې په یو کاروبار کې د حسابدارۍ سیستم شتون ونلري؛ نو یاد کاروبار نشي کولای خپل هغه څه وساتي چې یاد کاروبار پورې اړه لري. دا چې یاد کاروبار څومره سرمایه لري، څومره شخصي دارایي لري، څومره له خلکو پورړوی دی او څومره پورونه یې په خلکو دي هغه مالومات دي چې د حسابدارۍ سیستم یې په هکله مسؤول دی، او په کار ده چې یو منظم کاروباری سیستم پورتنۍ ټولې پوښتنې په آسانۍ سره ځواب کړي.
د حسابدارۍ سیستم د یو کاروبار سرمایه لکه (موټر، ځمکه، کور، نغدې پیسې، د دفتر سامان او وسایل، کمپیوټرونه، او داسې نور څیزونه، د یو کاروبار قرضونه لکه (اوږدمهاله او لنډ مهاله قرضونه چې له خلکو یې اخیستي، د یو کاروبار شخصي دارایي لکه (د شریکانو د شراکت پیسې، د ګټې او توان بیلانس، د نغدو پیسو جریان او داسې نور ټول اړوند مالي راپورونه او مالي مالومات له ځان سره ثبتوي، چې بیا د غوښتنې په وخت کې یې د کمپنۍ د مدیریت ټيم او مسؤولې ادارې ته وړاندې کوي؛ ترڅو د یادو مالوماتو له مخې د خپل کاروبار په هکله تصمیم نیونه وکړي؛ نو په دې اساس ښه به دا وي چې د حسابدارۍ سیستم لپاره مجرب او ماهر کسان وټاکل شي تر څو کمپنۍ د مالي پلوه له ګواښونو سره مخ نشي.
د دې لپاره چې د حسابدارۍ یو غوره سیستم رامینځته کړئ لاندیني ټکي په پام کې ونیسئ:
۱. د کاروبار لپاره مو بانکي حساب پرانیزئ:
د کاروبار لپاره بانکي حساب پرانیستل اړین دي هغه ځکه چې پیرودونکي وکولای شي په آسانۍ سره د ماسټر کارډ یا نورو آنلاین لارو څخه پیسې پرداخت کړي او همدارنګه تاسو وکولای شئ پور ورکوونکو ته په آسانۍ سره پورونه ورکړئ. که چیرې تاسې غواړئ خپلو کارکوونکو ته په بانک کې حسابونه پرانیزئ او د هغوی تنخواه ګانې (ماشونه) د بانک له لارې ورکړئ تاسو کولای شئ په خپل بانکي اکونټ کې د کارکوونکو د ماشونو برخه پرانیزئ.
۲. هغوی چې ترې پوروړي یاست لیست کړئ:
د هغه کسانو چې ترینه مو پور اخیستی یو لیست تیار کړئ، دا لیست به ستاسو په حسابدارۍ سیستم کښې د پورونو برخه شي. دې لیست کې به ټول هغه کسان چې ترینه پوروړي (قرضدار) یاست لکه پلورونکي، بانک، پور ورکوونکي کمپنۍ او داسې نور شامل وي.
 
۳. د کمپنۍ د شته وسایلو لیست تیار کړئ:
د کمپنۍ د شته وسایلو او موادو لکه (نغدې پیسې، ځمکه، کور، د دفتر سامان او تجهیزات، موټرونه، د ګدام وسایل او مواد او داسې نورو وسایلو پوره لیست تیار کړئ. دا لیست به ستاسو د حسابدارۍ په سیستم کې د سرمایې لیست وي.
۴. د تخفیف اندازه مو مالومه کړئ:
که چیرې تاسې غواړئ خپلو پیرودونکو او یا هغه کسانو ته چې له تاسې پوروړۍ دی تخفیف ورکړئ؛ نو اړیاست د یاد تخفیف نوعیت، اندازه او وجه مالومه کړئ.
۵. د حسابدارۍ لپاره مو منظم کمپیوټري سیستم او سافټویر وټاکئ:
که چیرې غواړئ د خپل کاروبار چارې مو سمې روانې وي او د مالي اړخه مو کاروبار ونه ګواښل شي، غوره به وي د حسابدارۍ سیستم لپاره مو کمپیوټري د حسابدارۍ سیستم او سافټویر وټاکئ. داسې به وکولای شئ د اضافي لګښتونو مخه ونیسئ، د کاروبار عواید به مو کنټرول او د بودیجې بیلانس به مو لوړ کړئ، او همدارنګه به وکولای شئ د درغلیو، غلاوو او بې ځایه لګښتونو مخه ونیسئ.
تاسې کولای شئ د حسابدارۍ لپاره بیلابیل سافټویرونه لکه (QuickBooks, Peachtree, Quicken) او داسې نوروڅخه کار واخلئ. داسې سیستم چې ستاسو کاروبار سره مناسب او د ستاسو کارکوونکي ورسره بلدتیا ولري به ستاسو د کاروبار لپاره تر تولو غوره سافټویر وي.
۵. د حسابدارۍ لپاره مسلکي کارکوونکي و ګومارئ:
که چیرې پوه شوی چې به یوازې سره نشئ کولای خپل د حسابدارۍ سیستم کنټرول او مدیریت کړی؛ نو ښه به دا وي تر څو یو داسې کس چې په حسابدارۍ کې ماهر او مسلکي وي وګورمارئ؛ ترڅوستاسو دکاروبار حسابدراۍ سیستم کنټرول او مدیریت کړئ.
۶. خپل شخصي او کاروباري لګښتونه بیل کړئ:
هڅه وکړئ خپل شخصي مصارف له هغو مصارفو څخه چې په کاروبار کې ترسره کیږي بیل کړئ داسې به وکولای شئ د خالصې ګټې او توان د مقدار په هکله دفیق مالومات او نتیجه ترلاسه کړئ.