ژمنتیا

ژوند د ژمنې په بناء پیلیږي، چې ورسره ذهني چاپېریال ځان عیاروي. له همدې ځایه د فردي ژمنتیا تیږه هم اېښودل کیږي، چې څنګه د دې شته ننګوونو او تاثراتو تر اغېز لاندې رانشي. موږ ورځنۍ چارې ترسره کوو؛ خو فکر پرې نه کوو، یعنې د نوښت توښه مو د نشت سره مخ وي، چې له همدې سره بیا فرد د خپلو فردي تاثراتو ښکار کېږي او له هغې ژمنتیا بې برخې کېږي، چې د ده د ذهني او فزیکي نړۍ د بدلون زېری ورسره تړلی وي. اصل کې د انساني خوځښتونو په چاپېریال باندې د اصلیت له مخې کتل پکار دي، چې ارزښتونه هم په همدې بناء بیا ټاکلی شو. دا په فردي افکارو پورې هم اړه لري. کله مو داسې تصور کړی؟

چې کوم فرد د خپلې کورنۍ په سطحه فکر کوي هغه تر نورو ګران وي او که د کلي په سطحه وي د کلي تر سطحې ګران او یادیږي. که د څو کلیو او یا ولسوالۍ تر سطحې پورې وي همداسې او که په ټوله کې له دې ټولو زاویو راوتی ملي والي ته ژمن وي؛ نو هم به یې فکر پراخ وي او هم به یې د ملت پالنې ژمنتیا په عمل کې ثابته کړې وي، چې له دې سره انساني ژمنتیا د فرد ګرایۍ څخه ملت ګرایۍ لوري ته پل ږدي.

فرد د ژوند په چارو کې له دریو مسوولیتونو تېریږي، چې هر فرد باید له دې شته مسوولیتونو څخه په اګاهانه توګه ګټه واخلي.

یو فردي مسوولیت دی، چې د لوستنې او ځان رسونې مرحله ده، بل کورنی مسوولیت دی، چې د لوست له پای ته رسولو وروسته کورني مسوولیتونه ور سپارل کېږي او درېیم یې ټولنیز مسوولیت دی، چې له دې سره د ټولنیزوالي او ملي ګرایۍ ژمنتیا تړلې ده.

له دې سره بیا د انساني افکارو په پراخوالي کې د فرد او ټولنې ترمنځ پر ټولنیز نظم او فکر باندې کار کول پکار دي.