د کاروباري شریک ټاکل

:
ستاسو کاروبار ستاسو د د ستړیاوو پایله ده؛ نو څومره چې کولای شئ د پرمختګ او بریا لپاره یې هلې ځلې وکړئ. کاروباري شریکان او د هغوی ټاکل په کاروبار کې تر ټولو اړینه او ستونزمنه پریکړه ده او باید چې په هکله یې له پوره دقت او هوښیارتیا کار واخیستل شي. کاروباري شریک باید تاسو سره د ګډو ټکو درلودونکی وي. کومه مینه او تعهد چې تاسو د خپل کاروبار سره لری په هغه کې یې هم راپیدا کړئ. د کاروباري شریک او ستاسو تر مینځ باید د خاصیتونو ګډ ټکي وپیژنئ او هغه کس چې ستاسو په شان نظریات هیلې، لومړیتوبونه او خوی لري د کاروباري شریک په توګه وټاکئ.
د کاروباري شریک په ټاکلو کې له لاندینیو ټکو کار واخلئ:
۱. تجربې او مهارتونه:
هڅه وکړئ داسې کاروباري شریک وټاکئ چې د ګڼ شمیر مهارتونو او تجربو درلودونکی وي؛ ترڅو وکولای شئ په هغه برخو کې چې تاسو نیمګړتیاوې لرئ ستاسو ملاتړ او لاسنیوی وکړئ. هیڅوک هم په یوازې په هر څه کې پوه او استاد ندې؛ بلکې یو کس کولای شئ یوازې په یو یا څو خاصو برخو کې پوه او ماهر وي؛ حال دا چې په ګڼ شمیر نورو برخو کې بیا مالومات نلري؛ نو ځکه اړ دی تر څو له هغو کسانو چې په یادو برخو کې ماهرین دي ګټه پورته کړي. څومره چې تاسې او ستاسو کاروباري شریک ګڼ شمیر مهارتونه  ولري هومره به ستاسو کاروبار پیاوړی او بریالی وي.
۲. لرلید، ارزښتونه، او لومړیتوبونه:
لرلید، ارزښتونه او لومړیتوبونه هغه څه دي چې د کاروباري شریک په ټاکلو کې تر ټولو اړین او بنسټیز رول لوبوي. هڅه وکړئ داسې کاروباري شریکان وټاکئ چې تاسوسره ورته او د ګډو موخو درلودونکی وي؛ ترڅو وکولای شي چارې په سمه توګه تنظیم او مدیریت کړئ. هڅه وکړئ د کاروباري شریک سره مو لرلید، موخې او لومړیتوبونه شریک  اوپه ګډه لاس په کار شئ.
۳. د کاروباري شریک په ژوند کې د ستونزو شتون:
هڅه وکړئ د خپل کاروبار لپاره داسې شریک وټاکئ چې په ژوند کې د ډیرو شخصي ستونزو سره لاس او ګریوان نه وي. ځکه کوم کس چې په شخصې ستونزو او کارونو بوخت وي نه شي کولای ستاسو د کاروبار لپاره ګټور تمام شي او په پایله کې ستاسو د کاروبار د پرمختګ  مخه ډب کوي.
۴. په ټولنه کې د اعتبار او منابعو درلودونکی شریک:
دا ښه ده چې د مالي منابعو او له مالي پلوه داډمن کاروباري شریک وټاکئ؛ خو د مالي منابعو ورهاخوا ځینې نورو لومړیتوبونه هم شته چې که چیرې کاروباري شریک یې ستاسو د کاروبار لپاره وکاروي؛ نو ستاسو کاروبار به ډاډمن او بریالی وي. داسې شریک چې د یوې مطمئنې کاروباري شبکې درلودونکی په بازار کې د قوي ارتباطاتو خاوند، د تولیدي فابریکو سره اړیکې، د پیرودونکو سره اړیکې او یاهم ځانګړې تجربې او مهارتونه ولري کولای شي ستاسو کاروبار (بیزنس) ته پراختیا ورکړي او کاروبار مو د بریا په لور بوزي.
۵. د مالي پلوه ډاډمن شریک:
دا چې د مالي پلوه په پښو ولاړ کاروباري شریک به تاسو سره د کاروبار په مالي ستونزو کې مرسته وکړي که نه یو جدا بحث دی؛ خو دا چې د مالي پلوه ډاډمن کاروباري شریک به په خپل شخصي ژوند کې د مالي پلوه نه ګواښل کیږي هغه څه دي چې ستاسو د کاروبار د پرمختګ لپاره ګټور تمامیدای شي. هغه څوک چې د مالي پلوه د ستونزو سره مخ وي نشي کولای ستاسو کاروبار کې د شریک په توګه ګټور تمام شي.
۶. د غوره شخصي او کاروباري اخلاقو لرونکی شریک:
یوازې هغه څوک د شریک په توګه وټاکئ چې ستاسو لپاره د پوره باور وړ وي. د داسې کس په لټه کې شئ چې د ریښتینولۍ، غوره شخصي او کاروباري اخلاقو درلودونکی وي. دوکه باز کاروباري به ستاسو کاروباري نظريه غلا او خپله به پرې کاروبار پیل کړي.
۷. درناوی:
هڅه وکړئ داسې کاروباري شریک وټاکئ چې یو بل ته هراړخیز او متقابل درناوی ولرئ. په کاروبار کې تر ټولو اړین د کاروباري ټیم جوړښت دی؛ نو د هغه کس سره چې تر مینځ مو متقابل درناوی شتون نلري نشئ کولای کاروبارې چارې تنظیم او یا په ښه توګه تصمیم نیونه وکړئ.
لیکوال: