د سرطان (Cancer) څلور ستر لاملونه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
کنسر يا سرطان په نړۍ کې وژونکې ناروغي ده چې د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره يې د پراختيا لپاره زمينه برابريږي او په نوې بڼو راڅرګنديږي. سرطان د وجو هر برخه اغېزمن کولی شي او په همدې اساس مختلف ډولونه لري. لکه د سږو سرطان، د وينې سرطان، د معدې او کولمو سرطان، د هډوکي سرطان، د پوستکي سرطان، د سينو سرطان، د ځيکر سرطان اونور.
سرطان (Cancer) په لويه کې د څلور لاملونه لري چې بيا په خپل ځان کې په نورو فرعي لاملونو وېشل شوي دي.
۱- دننه يا بيولوژيکې لامولونه:
- عمر: سرطان عموماً د ۱۵ کالنۍ عمر وراېخوا ډېر پيدا کيږي.
- جنسيت: د نارينو په شمول په ډېری ټولنو کې په ميرمنو کې سرطان ډېر وي.
- نژاد: د ځينو هېوادونو وګړې د اقليم، اوبو او هوا په اساس ډېر په سرطان اخته کيږي.
- ارثي لېږد: دا هم ډېره شونې وي چې د کورنۍ کوم غړي په تېر کې سرطان لرلی وي نو ښايي چې د کورنۍ نور غړي پرې اخته شي، چې ارثي لېږدونه ده.
۲- خواړه او نشه:
- تمباکو: په نړۍ کې اتيا سلنه د سږو، مريو او وريو سرطان د سګرېټو او تمباکو پر اساس دی.
- شراب: الکول هم د سرطان لپاره لار پرانېزي او شونې ده چې شراب څښونکي ډېر پرې اخته شي.
- ځيني خواړه: هغه خواړه چې په لوړه کچه نيترات، فايبر او نور منرالونه ولري د سرطان لامل کېدای شي.
۳- چاپيريال:
- UV او X وړانګې: په طعبيي او يا مصنوعي ډول وجود ته د UV او X مضرو وړانګو رسېدل هم د سرطان سبب کيږي.
- ټپ: که چېرې ځيني ټپونه له خاورو، د لمر له وړانګو او نورو طعبيي څيزونو ونه ساتل شي نو په پايله کې د بکترياوو او ويروسونو مرکز کيږي او هرکله چې Gens او DNA تخريب کړي نو سرطان رامنځ ته کوي.
۴- بکترياوې او ويروسونه:
- HBV, HCV: د تور او ژيړ ژيړي ويروس چې د ډېر وخت لپاره پاتې شي د کنسر سبب کېدای شي.
- H. pylori: دغه بکتريا چې د معدې د التهاب ناروغۍ يا gastritis منځ ته راوړلي کولی شي چې د معدي سرطان ته هم لار پرانېزي.
- HPV: دغه ويروس په تناسلي سېسټم کې پيدا کيږي او يادې برخې د سرطان لامل هم کيږي.
- EBV: ويروس د هضمې او تنفسي سېسټم ویروس دی چې د تمباکو له امله پرمختګ کوي او د مرۍ سرطان پېښوي.
وروستي