د (iPhone 11) يوولس ځانګړې او بيه؛  دغه ځيرک موبايل نهه ورځې وروسته مارګېت ته راځي

د (iPhone 11) يوولس ځانګړې او بيه؛  دغه ځيرک موبايل نهه ورځې وروسته مارګېت ته راځي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
آپل ټېکنالوژۍ شرکت له خپل نوي توليد ايفون ۱۱ (iPhone 11) څخه پرده پورته کړه او د روانې سېپټمبر مياشتې په شلمه نېټه به يې مارکېټ ته وړاندې کړي. د iPhone 11 بيه ۶۹۹ امريکايي ډالر ټاکل شوې ده. دغه موبايل د آپل کمپنۍ په ګرخنده موبايلونو کې وروستی ورژن دی.
 
 
iPhone 11 دوه کمرې لري، د اوږد وخت لپاره د چارج ذخيره کوونکې بټري په کې ځای پر ځای شوې ده او همدا ډول د اوبو پر وړاندې پر مقاومت کوونکي سېسټم سره جوړ شوی دی.
 
د دغه موبايل په کمره کې د ultra-wide angle lens يا ډېر پراخه کېدونکی لېنز هم نصب شوی چې د لېرې واټن انځور په ښه کيفيت سره اخېستلی شي.
 
آپل شرکت د دغه ايفون ترڅنګ iPhone 11 Pro او iPhone 11 Pro Max چې پراخه ښېښې يا سکرين لري بازار ته وړاندې کوي. د iPhone 11 Pro بيه زر امريکايي ډالر او د iPhone 11 Pro Max بيه ۱۱۰۰ امريکايي ډالر ده. دغه دوه نوي ډولونه به هم له ايفون ۱۱ سره يو ځای د سېپټمبر په ۲۰ نېټه د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.
 
ايل شرکت په خپلو نويو موبايلونو کې تر اوسه د پنځم نسل يا 5G سېسټم نه دی ځای کړی، بلکې د انټرنېټ لپاره 4G په کې ځای پر ځای شوی سېسټم دی.
 
ځانګړنې:
۱- کارېدون (Hexa Core :(Performance
۲- ښوودنه: (D 6.1” (15.49 cm
۳- ذخيره:  64 GB
۴- کمره: 12 مېګا پېکسل
۵- بټري: 3110 mAh
۶- رام: 4 GB
۷- Operating System:iOS v13.0 
۸- د انځور لېدنه: 4000 x 3000 Pixels
۹- د ګوتې بايومټريک يا Fingerprint Sensor نه لري
۱۰- اِف اِم راډيو نه لري
۱۱- د اوبو پر وړاندې مقاومت کوي يا واټر پروف دی