د نړیوال روغتیا سازمان: هرو۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي

روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي )، په نړۍ کې په هر ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي چې دا شمېره د هغې زیاته ده چې په نړۍ کې په جنګونو کې وژل کېږي.
 

د مرګ دا نوې شمېرې د نړیوال روغتیا سازمان لخوا په نوي راپور کې ویل شوي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د ځان وژنې نړیوالې ورځې (سپټمبر ۱۰) په حواله راپور خپور کړ چې وړاندیز یې کړی چې ځړول ، مسمومیت او د ټوپک کارول د ځان وژنې ترټولو عامې لارې دي.
 

نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې پر حکومتونو غږ کړی چې د ځان وژنې مخنیوي لپاره په بېلابېلو برنامو کار وکړي او له خلکو سره مرسته وکړي چې رواني فشار باندې بریالي شي.
 

د راپور په وینا ، په اوسط ډول په کال کې ۸ لکه خلک ځان وژنه کوي.
 

دغه راپور کې راغلي دي چې که هغه دواګانې له مینځه یوړل شي چې د خلکو مسموم کول کولی شي نو د ځان وژنې کچه تر ۷۰٪ پورې راټیټ کړي.
 

راپور وايي ، "ځان وژنه د نړۍ د عامې روغتیا ستونزه ده ، چې د هر عمر ، کسان او مذهبونو خلک متاثره کوي ، او دغه زیان خورا لوی دی."
 

په راپور کې راغلي چې ځان وژنه د ۵ څخه تر ۲۹ کلونو تر منځ د تنکي ځوانانو تر منځ او د ۱۵ څخه تر ۱۹ کلونو تر منځ د انجونو د احساساتي ستونزو دوهم لامل دی.
 

ځان وژنه د هلکانو لپاره د مرګ دریم لوی لامل دی ، د دې عمر هلکانو ترمنځ ترافیکي پیښې او جنجالونو هم د ډېرو ځوانانو عمر ته د پای ټکی ږدي.
 

نړیوال سازمان وايي چې په کال کې ۸ لکه خلک ځان وژنه کوي او دا شمیره د ملاریا یا د سینې سرطان ، جګړو یا وژنو څخه لوړه ده.
 

په نړیواله کچه ، د ځان وژنې کچه په وروستي کلونو کې۹.۸ سلنه راټیټه شوې ، مګر دا ارقام پیچلي دي ځکه چې په متحده ایالاتو کې د ځان وژنې کچه پدې موده کې ۶ سلنه لوړه شوې.
 
راپور وايي چې د ځان وژنې ستونزې مخنیوی ممکن دی ، په ساده ډول حکومتونه باید پدې برخه کې ستراتیژي غوره کړي او دوی یې د روغتیا او زده کړې ملي برنامو کې شامل کړي.
 
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند