د ليوني سپې ناروغي (Rabies) څه ډول ناروغي ده؟ نښې - نښانې او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال
اوس مهال کم او په تېر کې ډېر، د ليوني سپې د ناروغۍ او خوړولو (چېچلو) خبرې ډېرې وې. ډېری داسې کسان وو شتون درلود چې د ليوني سپي له خوا چېچل شوي، ليوني شوي او په بد ډول مړه شوي دي.
د ليوني سپي ناروغۍ علمي نوم (Rabies) ده. Rabies يو خطرناک ويروس دی، چې د ليوني سپي او يو بل حيوان د خولې د لاړو په واسيله لېږدول کيږي. په دغه ويروس نه يوازې انسانان بلکې نور حيوانات هم اخته کېدای شي. د دغه ناروغۍ لومړۍ نښه تبه ده. نورې نښې يې له لوبو ويره، غېر کنټرول حرکتونه، د وجود د غړو غېر نارمل حرکت، ګنګستيا او د هوش له لاسه ورکول. هر کله چې يو ځل يادې نښې راڅرګندې شي نو بيا د ناروغۍ وروستۍ پايله مرګ شمېرل کيږي.
د دغه ناروغۍ نښې - نښانې له يوې مياشتې تر درېيو مياشتو موده کې راڅرګنديږي. داسې هم شونې ده چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې يادې نښې - نښانې راښکاره شي او يا هم تر يو کال وخت ونېسي. لامل يې دا دی چې په څومره وخت کې د Rabies ويروس د عصبي رشتو له لارې مرکزي عبصي سېسټم ته رسږي.
Rabies ويروس په عمومي ډول د خوړولو يا چېچلو په اساس جوړ انسان او حيوان تر اغيز لاندې نيسي. خو که چېرې د يو ليوني سپي يا بل حيوان لاړې سترګو او يا خولې ته ورسيږي نو شونې ده چې جوړ کس په دې ناروغۍ اخته شي.
په عمومي ډول Rabies ويروس د سپيانو په اساس انتقاليږي او په نړۍ کې تر ۹۹ سلنه لامل يې سپيان دي. جالبه دا ده چې په امريکا کې دغه ناروغي ۹۵ سلنه د ماښام څکلکي يا Bat په واسيله او ۵ سلنه د سپيانو په اساس رامنځ ته کيږي.
د ناروغ انسان څخه روغ انسان ته د Rabies ويروس انتقال کم دی او تر اوسه يې په ټوله نړۍ کې يوازې څو پېښې ثبت شوې دي.
د Rabies تشخيص:
د دغه ناروغۍ تشخيص ډېر ستونزمن دی. ستونزمن په دې ډول چې په لومړيو کې د دغه ناروغۍ نښې - نښانې نورو ناروغيو ته ورته وي او نه څرګنديږي چې Rabies دی او کنه. خو هر کله چې Rabies وروستۍ پوړۍ ته ورسيږي نو ياد پړاو يې ډېر پرمختللی او ويروس په کې پوره پرمختګ کړی وي. لکه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه چې د دغه ناروغۍ د نښو - نښانو راښکاره کېدل هغه پړاو دی چې درملنه يې ستونزمنه او د مرګ مرحله ده.
که چېرې Rabies ناروغۍ ډېر پرمختګ نه وي کړی نو په لاړو او تشو متيازو کې تشخيص کيږي خو که چېرې ويروس مرکزي عصبي سېسټم ته رسېدلی وي، نو بيا يې نورې غښتلې معاينې تر سره کيږي.
د Rabies ويروس مخنوي:
غوره ده چې په کورو کې د اهلي حيواناتو او په ځانګړي ډول د پيشوګانو او سپيانو واکسين او داسې ساتنه وشي چې له سختې ګرمۍ او سخت ساړه څخه ساتل شوي وي. کله چې د يو داسې سپې له خوا چې د ليوني ګمان پرې کوی وخوړل/وچېچل شي نو د پنځو دقيقو دننه ټپ شوی ځای په صابون، پاکو اوبو او يا هم نورو ميکروب ضد درملو پرېمېنځئ. که په ټپ الکول ووهل شي نو د ويروس د لا پراختيا مخه نيسي.
تر ټولو يې غوره ده چې د پېښې له پېښېدو وروسته متخصص ډاکتر ته لاړ شئ، اړوند واکسين وکړی او اړونده درمل وخورئ.
وروستي