د چین لس متلونه چې د ژوند په اړه، ستاسو لیدلوری بدلولای شي.


                                                 


د چین خلک د نړۍ پر مخ زیاته لویه مخینه لري، او تر ټولو پخواني خلک شمېرل کېږي. د نړۍ وګړي، د چین خلکو  ته د هغو د ډېر پوهې لرلو له کبله زیات درناوی کوي؛ دوی د ډېرو شیانو په اړه پوهېږي خو زیاتره د انساني ژوند په اړه خبرې کوي. دلته ما درته لس چینايي متلونه راخیستي چې ستاسو په روان ژوند اغېز کوي او کولای شي د خپل ژوند په اړه مو ستاسې فکر درته تغير کړي او ستاسو په شخصیت کې لا ښه والی راولي.
 
۱. یوه وړه خوشحالي، زرګونه غمونه له منځه وړي.                                                                                                                              هغه شیان چې مونږ ته خفګان او درد راکوي له هغوی زیات موندل کېږي چې موږ خوشحالوي. خو خوشحالي یو ډېر پیاوړی احساس دی؛ یوه شيبه خوښي کړای شي مونږ له زرګونو غمونه تېر کړي.
 
۲. پر سر مو د خفګان مرغيو له تېریدو مخنیوی نشئ کولای خو دا کړای شی چې په خپلو ويښتانو کې ورته ځالې جوړې نه کړئ.
په یقیني ډول؛ که هرڅومره ډېره هڅه هم وکړو ځېني شیان له خپل ژوند څخه نشو لرې کولای. خو دا په دې مانا نه ده چې مونږ باید د ژوند تېرې بدې پیښې راسره وساتو او ژوند کې ورته ځای ورکړو، بلکې باید تېر غمونه شاته پریښول شي او مخکې لاړ شو.
 
۳. څوک چې د حرص لپاره خپل ضمیر قربانوي؛ یعنې د ایرو لپاره خپل تصویر سوځوي.
د کومې لویې توقع پوره کولو لپاره چې ستاسې ضمیر او وجدان له منځه ځي، هېڅکله به پوره نشي. وجدان مو درسره کومک کوي چې د خپل شاوخوا شیان درک کړئ. نو که ضمیر او وجدان مو نه درلود په ژوند کې هېڅ هدف او موخې ته نشئ رسیدلی.
 
۴. ستاسو او د هغو ترمنځ چې ستاسو په تقدیر کې دي یو نا لیدوونکي تار غځيدلی، چې وخت، ځای او حالتو پورې نه دی تړل شوی، دغه تار شاید کش شي، تاوو شي خو  هېڅکله نه شلیږي.
مونږ به همیشه له هغو خلکو سره مخ کېږو چې زموږ په تقدیر کې لیکل شوي دي. ځیني به مونږ ته له ځان سره خوشحالۍ ولري خو ځينې نور به موږ ته درد راکړي. مونږ باید حتا هغه اړیکې هم رد نه کړو چې موږ یې دردولي وو ځکه چې دوی پیاوړي کړو او درس یې راکړ؛ دا یې را زده کړل چې د ښو اړیکو په قدر باید پوه شوو.
 
۵. هغه کس چې وایي دغه کار نه کېږي باید بل چاته چې هماغه کار کوي مداخله ونه کړي.
که د کوم کار له کولو لاس په سر شوی په دې مانا چې ډېر زیار مو ونه ګاللو او یا له کوم منفي لوري بوخت وئ. تاسې باید منفي ګیری له ځان نه لرې کړئ او بیا هېڅکله اجازه ور نه کړئ چې منفي توب مو مثبت کوښښونه زیانمن کړي. که منفي ګیری پخپله په تاسې کې وي او یا هم د نورو له خوا.
 
۶. ورو تلل کومه خبره نه ده خو باید تم نه شئ.
د خپلو هدفونو پر لور په تېز سرعت سره قدم وهل مهمه نه ده بلکې اړینه دا ده چې مخ پر وړاندې روان واوسئ او پرځای ونه دریږئ. ځيني وخت په بیړه سره د کارونو ترسره کول بدې پایلي لري، خپل ځان ته وخت ورکړی او په فکر کولو سره ګام واخلئ. خو یاد ولرئ چې مخکې لاړ شئ؛ په ورو او تدریجي ډول.
۷. هغه سړی چې غرونه چپه کوي له یوې وړې تېږې یې پیلوي.
 
هېچا په لومړۍ هڅې سره لوی څه نه دي ترلاسه کړي. مونږ اکثر وخت د بریالیو خلکو هغه ناکامۍ نه وینو چې په خپل سفر کې یې خوړلي. خو هو! که غواړې یوه لویه بریا خپله کړې باید هره ورځ ډېرې لویې هڅې او کوښښونه هم وکړې. د خپل مخ ته پاتې مزل په لیدو سره باید هېڅکله ستړی نه شې.

۸. هر څوک د سیند راجمع شوي اوبو ډېروالي قوت ویني خو د هغه بند قوت نه ويني چې دا یې را درولي دی.
مونږ یوازې د شیانو ظاهري بڼې ته پام کوو، پرته له دې چې اصلي منبع او سرچینه یې ولټوو. که چېری یو سړی ډېره لویه غلطي کوي نو شاید تر شا یې هغومره لوی لامل هم پروت وي. نو تل مو خپل ماغزه او سترګې خلاصې وساتئ.
۹. ډېر لوی بادونه هم د یو ژور څاه اوبه نشي ښورولی.
 
که په رښتیني ډول له ځان سره خوښ واوسوو؛ لوی طوفانونه هم راباندې تاثیر نشي کولای او د ځان قبلولو حس مو نشي زیانمنولای.
 
۱۰. تشویش یعنې هغه څه چې غواړې واوسې، راحتي یعنې هغه څه چې اوس یې.
 
ترهغې چې په رښتیني ډول خپل ځان ونه پېژنئ چې څوک یئ؟ هېڅکله آرامښت نشئ ترلاسه کولای. که له خپل ځان بې خبره اوسئ د ټول کارونو په اړه چې ستاسې ترڅنګ پېښيږي مشوش او اندېښمن پاتې کيږئ.