۲۲ ساده کارونه چې ستاسې ژوند ښکلی کوي


۱. له خاموشۍ څخه خوند واخلئ
خاموشي تاسو ته په زړه پورې ارامښت راوړي. په خاموشه فضا کې فکر کول، تاسو سره د فکر په ښه والي کې مرسته کوي چې دا د بریالیتوب له غوره لارو څخه ده. 


۲. قدم وهل پیل کړئ 
 په خپل بڼ،ګاونډ او یا په نږدې پارک کې ډېر عادی قدم وهل کولای شي چې تاسې ته انرژي دروبښي او همدارنګه درته د آزادۍ احساس درکړي. دغه کار ډېر کم وخت نیسي خو ستاسې لپاره ډېرې زیاتې ګټې له ځان سره لري.


۳. منظم غذایي ريژیم برابر کړئ
د غیرصحي خواړو په وسیله د خپل بدن زهري کولو پرځای، تازه سبزیجات او میوې وخورئ او مه هېروئ چې خپل بدن ته مو په کافي اندازه اوبه ورکړئ. که تاسو غواړئ چې مغزه مو سالم اوسي، لومړی باید د خپل بدن تندرستۍ ته پام وکرئ. 


۴. نورو ته خوشحالۍ ورکړئ
خوشحالۍ زیاتره وخت ساري دي. کله چې ته نور خلک وینې چې خاندې؛ نو ته هم خوشحاله کېږې، او همدارنګه کله چې ته وپوهېږې چې ستا په د ډېرو کوچنیو کارونه له امله یو څوک خوشحال شول ستا هم خپل ځان ته هیلې پیدا کیږي، د خوښۍ او خوند احساس کوې. 


۵. خپله انرژي مو وساتئ 
هېڅکله خپله انرژي په داسې شیانو مه مصرفوئ چې له منفي ګیری پرته بل څه نه درکوي، لکه د خپل تېر وخت او بې اساسه خبرو په اړه فکر کول. که دا کار کوئ نو تاسې یوازې په بې ګټو کارونو خپل وخت ضایعوئ په داسې حال کې چې دا وخت باید د خپل ژوند په ښایسته کولو مصرف کړئ. 


۶. با ارزښته تګ لاره وڅارئ
قیمتي تګلاره مونږ ته راښیي چې سهارنۍ ځانته، غرمنۍ له ملګرو سره او ماښامنۍ ډوډۍ له خپلو مخالفینو سره وخورو. دغه د روحي سکون ساتلو او په منظم ډول د ټولنیز ژوند پر مخ بېولو غوره لار ده. 


۷. نفرت کول پریږدئ
کرکه کول یوازې خپل ژوند ته د بېځایه غوصې را ګډولو باندې وخت ضایعول دي. نفرت او کینه کول ستاسو پر ژوند منفي اغېز غورځوي. که تاسې کرکه کول پریږدئ، ژوند به مو نور هم خوندور شي او وبه پوهېږئ چې ټول هغه غېر اړینې هڅې چې د نفرت کولو لپاره یې تاسې کوئ، هېڅکله یوه ښه پایله نشي درکولای. 


۸. د خپل ژوند اوسنی حالت مو قبول کړئ
ژوند له اوله ښه دی او تاسو باید د ټېټو او جېګو د  شتون سربېره هم قناعت پرې وکړئ. کله چې تاسې په دې وپوهېږئ چې تاسې به په سختو حالاتو کې هم د خپل ځان قدر وکړئ او تل به له خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوئ. نو په همدې سره به د تېروتنو له تکرار څخه مخنیوی وکولای شئ.


۹. یوه دمه واخلئ
یو څه وخت دمه وکړئ تر څو آرام شئ، د خپلو ورځنیو چارو ترسره کولو ته بېرته تیار شئ او اندیښنې مو راکمې شي. تاسې باید د داسې کارونو کولو لپاره چې ستاسې فزیکي او مغزي انرژي وچوي، پر ځان فشار رانه وړئ.


۱۰. هر وخت ګټل نشته
په ژوند کې به ځينې وخت بریا ته رسیږئ، خو بعضې وختونه به ناکامیږئ هم، تاسې باید ماتې خوړلو ته تیار واوسیږئ. که ماتې ونه خورئ نو د خپل بري پر ارزښت هم نه شی پوهیدای.
هره ناکامۍ تاسې ته یو درس درکوي او تاسې کولای شئ چې د خپلې بلې هڅې په کامیابولو کې ترې ګټه واخلئ.


۱۱. له نورو سره د خپل ځان پرتله کول پریږدئ
د هر چا تېر وخت او د ژوند سفر له یو بل څخه توپیر لري نو تاسې باید هېڅکله خپلې ناکامۍ او بریاوې د نورو له هغو سره پرتله نه کړئ. که دا نامناسب عمل ترسره کړئ هېڅکله به مو پر خپلو لاسته راوړنو قناعت حاصل نه کړئ.


۱۲. پر خپل تېر وخت پورې مو، مه نښلئ
تاسې تېر ته نشئ تللای او هغه څه چې پیښ شوی دي، نه یې شئ بدلولای. نو ښه دا ده چې قبول یې کړئ او مخکې لاړ شئ. مه پریږده چې ستاسې تېر ژوند ستاسو روښانه راتلونکی وران کړي. با خبر اوسئ چې تاسې د کارونو سمولو او د خپل ژوند پرمخ بیولو وړتیا لرئ.


۱۳. د خپلو کړنو مسوولیت پر ځان ومنئ
د خپلو تېروتنو لپاره بل څوک په اور مه سوځوئ. تاسې باید وپوهېږئ چې چېرته درنه غلطي شوي وه او دا هم باید درک کړی چې د تېروتنې اصلاح کول سم کار دی. د خپلې ماتې قبلول ستاسې د بریا حس زیاتوي.


۱۴. هر څه د وخت په تېریدو سره ښه کېږي
هيڅ خبره نه ده چې یو څه درته اوس مهال څومره دردوونکي دي، دغه درد به مو په وخت سره ناڅاپه پای ومومي. هرڅومره چې تاسې وخت تېروئ، په هماغه اندازه به مو بدې ورځې هم شاته پاتې کېږي او تاسې به نور هم د ښو ورځو پر قدر پوهېږئ. 


۱۵. څوک چې درته ګران دي، مرسته ورسره وکړئ
چاسره چې مینه لرئ ملاتړ یې وکړئ، په دې سره نه یوازې تاسې د دوی ژوند ښه کوئ بلکې ستاسې هم پرځان باور زیاتیږي ځکه چې د داسې چا لاس نیوی مو وکړ چې تاسو ته یې اړتیا لرله. کله چې تاسې اړ یئ نو دغه کسان به بیا تاسو سره درسره وي نو هېڅکله له هغه چا مخ مه اړوئ چې ستاسو همکارۍ ته ضرورت لري. 


۱۶. د خلکو د خبرو په اړه تشویش مه کوئ
خلک د هر سم یا ناسم کار په اړه خامخا یو څه وایي. نو یوازې هغه څه ترسره کړئ چې تاسې خوشحاله کوي، او تاسې دا هڅه هم مه کوئ چې څوک دردمن کړئ. په خپل ژوند کې مو مخکې لاړ شئ او د نورو پر خبرو غوږ مه ګروئ.


۱۷. سخت وختونه د تل لپاره نه پاتې کېږي
تر هغې چې سختې ورځې ونه وینوو د ښو ورځو ارزښت په کافي اندازه نشو پېژندلی. پیاوړي واوسئ، ښه وختونه په لاره دي. 


۱۸. بدلون حتمي دی
هر څه بدلون مومي، دا معمولي ده. بدلون ډېری وخت یوڅه ښکلي له ځان سره راوړي او ښایسته وي. په څرنګ چې بدلون پېښیږي په هماغه ډول ورته هرکلی هم ووایئ. 


۱۹. له هغو سره نږدې پاتی شئ چې مینه ورسره لرئ
د خپلو ښو ملګرو او د کورنۍ غړو سره يوځای اوسیدل ډېر مهم دي ځکه چې تاسې د ښه او بد  وخت په جریان کې د یو او بل ملاتړ ته اړتیا لرئ. 


۲۰. بخیل توب پریږدئ
بخیلي یو بل داسې عمل دی چې ستاسو پر ژوند یوازې منفي اثر غورځوي. دغه عمل تاسو د حقیقت لیدلو لپاره ړاندوي او ستاسې مثبت فکرونه په منفي بدلوي. 


۲۱. همیشه راضي او ممنون واوسئ
پر خپلو کمیو د تمرکز پرځای هر وخت په ژوند کې د ښو شیانو قدر وکړئ. 


۲۲. نورو ته یې ور وښایئ
خپله پوهه او علم له نورو سره شریک کړئ، په دې سره به تاسې هم نوي څه زده کړئ. 


دغه وې ۲۲ سپارښتنې چې تاسې یې په اسانۍ سره په خپل ورځني ژوند کې پلي کولای شئ او تاسې ته د خوښۍ په درکولو سره، په پوره ډول ستاسو په ژوند کې بدلون راوستی شئ.