يو څو اړين او ضروري ټولنيز آداب ، نصيحتونه، نزاکتونه او مشورې .

    ۱- چي څنګ ته مو څوک په مبايل بوخت وي سترګي مه ورته کش، کش کوئ! دا په هغوی پورې اړه لري، په هر څه باندي د ځان پوه کولو هڅه مه کوئ . ۲- چي کله د يو کس کور ته ورسئ د هغه په خوښه ځای باندي کښېنئ!خپله انتخاب مه کوئ . ۳- کله چي ډوډۍ چمتو وي د لاس پرېولو پر مهال اخ او اوخ ، ټخ او ټوخ مه کوئ! ۴- د چا ټليفون چي ستاسو څنګ ته پروت وي مه اوکې کوئ که څه هم لسګونه زنګونه ورته را روان وي. ۵- کوښښ وکړئ چي تاسو ته در روان زنګ ژر اوکې کړئ د زنګ شرنګا ته مه خوشحالېږئ . شايد مقابل لوري ته تاسو په درد وخوړل سئ! ۶- د يو اړ کس کارضرور تر خپله وسه وکړئ، مه ئې جوابوئ، او پلمې او بهانې مه ورته کوئ . شايد تاسو ئې وروستۍ هيله و اوسئ. دوستي پرته له هر نوع مطلبه وکړئ،  ۷- د اړيکې د ټينګېدا له پاره ريښتني او بشپړ صادق و اوسئ! ۸- مينه وکړئ، مينه ورکړئ، د مينې لپاره وخت ضايع کړئ . زموږ تصادفي او لنډ ژوند په نفرتونو نه ارزي. ۹- په لوږ ږغ مه خاندئ ، کېدای سي ستاسو خندا په زړه زهير او غمجن کسان نور هم زهير او غمجن کړي.  ۱۰ د روغتون، رهايشي ځايونو  (د خلکو د اوسېدلو ځايونه)، هدېرې او محبس مخ ته د سندرو ږغ کښته او يا هم بېخي بند کړئ! ۱۱- راز ساتونکی و اوسه ، ځکه چي ته هم راز لرلای سې شايد يو کس ستا راز هم افشاء کړي. ۱۲- تل کوښښ وکړه چي د نورو ملګرو درد حس او درک کړې ، ځکه چي دردونه او ستونزي ټولي يو شان وي. ۱۳- د خدایﷻ لخوا په درکړې شتمنۍ او قدرت مه مغرور کېږه ، ځکه چي ډېر متکبرين نسکور سوي دي. بلکه د هغه خدایﷻ د احسان ځان مديون وګڼه، او متقابلا يې شکر په عبادت ، او د خدایﷻ په لاره کې د شتمني او قدرت د صرف کوشش د هغه د بندګانو په خدمت سره وکړه . ۱۴- ته د خپلي کورنۍ مسئول يې او د يو شپون حيثيت لرې . نو د خپلي کورنۍ ټول غړي مساويانه او عادلانه ، مادي په خوړو، فزيکي په کالو او معنوي په پوهه سمبال کړه. ۱۵- د اسلامي شريعت او حنفي فقه له مخې د يوې کورنۍ د د مسئول ستره دنده داده، چې د خپلې کورنۍ د غړيو ، ښه اسلامي او شرعي او د معمول عرف او عادت سره سم ، چې په سيمه کې مروج وي، د هغوی پالنه، روزنه، حفاظت او ساتنه وکړي،  د نړۍ ستر انسان او حق پالونکی بنده بلل کېږي . ۱۶- په هيڅ وخت کې دي چاته د لاس او ژبې څخه ضرر مه رسوه ، تل کوشش وکړه، چې يا خلکو ته ګټه ورسوې او يا پټه خوله پاته شې . نور بيا ............... #سوله