
دا، چې پدې يويشتمه پېړۍ کې زموږ په هيواد افغانستان کې، زموږ خلکو ته د ټليفون او انټرنيټ اسانتياوي نويه برابري شوې دي ، ورسره جوخت يو شمېر ټولنيزي ستونزي هم ور سره را پيدا شوې.
چې موږ اوس اړ يو ، چې ددغه ستونزو د حل او جلوګيري په موخه يو لړ اصول او قواعد وضع ، او په اصطلاح هغو ته د ټولنيزو نزاکتونو نوم ورکړو ؛ ځکه ، چې اوس وخت کې چې په ټليفون کې برسېره پردې ، چې خلک خبري کوي او اړيکې يو له بل سره ټينګوي ، ټولنيزي رسنۍ، لکه فيسبوک، مسينجر ، ټويټر، انستيګرام، واټس اپ، ايمو، ايميل او.......هم په مبايل کې استفاده کوي، نو د مبايل استعمال او اړتيا يې تر بل هر وخت اوس ډېره شوي ده، او حتی يو کس څو متعدد او متنوع قيمتي مبايلونو څخه هم مهاله استفاده کوي.
، نو اړينه ده چې تر ټولو مهم اول د مبايل څخه په مجالسو او محافلو کې، داستفادې په معقوله طريقه ځان سم پوه کړو . البته د وخت ، سيمې او شرائطو سره سم.
چې دلته په لاندي ډول ورته مختصرا اشاره کوم:
اول- دا، چې ټليفون د اړيکو د ټينګولو يوه وسيله او ذريعه ده. نو بايد يواځې ضروري خبري پکې وشي، او دضرورت څخه ماسواء اضافه خبري او بيانات بايد په ټليفون کې ونشې. اضافه خبري، نه يواځې دا چې زموږ اقتصاد ته تاوان رسوي، بلکه د مقابل لورې او زموږ دواړو، قيمتي وخت هم ضائع کوي . بله خبره داده، چې موږ له ليري ځايه څه پوهېږو؟
چې مقابل لوری، مو همدا اوس چېرته؟
او په څه حالت کې ده؟
ايا د خبري کولو لپاره مناسب فرصت او موقع لري، کنه؟
ايا زموږ د زياتو خبرو د اورېدلو لپاره کافي فرصت او حوصله لري کنه ؟ .
دوويم- که احيانا ستاسو خپل مبايل کريديت ونه لري، او ستاسو اړتياوه، چې د ملګري له ټليفون څخه بايد حتمي استفاده وکړئ؛ نو له ملګري څخه د اجازې په اخيستلو سره به خپل مطلب ډېر لنډ مقابل لورې ته ووايئ، او له زياتو تاويلو ، ماويلو بايد ډډه وکړئ.
درېيم- که چېرته موږ او تاسو په يو عادي مجلس کې هم ناست يو، اخلاقا مو بايد د ټليفون زنګ، سايلينټ (ساکت) وي، او په ويبريشن(لړزه) افشن ولاړ وي، او دخبرو کولو په وخت کې بايد خبري په داسي ډول وکړو، تر څو د ناستو کسانو مجلس اخلال نشې، او ډېر ارام (اهسته)او کراري، او ليږ خبري وکړو، که د ډېرو خبرو کولو ضرورت وي، او د مجلس د ګډون والو خوښه وه، نو بايد مجلس ترک کړو، او له مجلس څخه ليري، خپل مطلب حل کړو.
څلورم- په ټليفون کې بايد په هيڅ صورت په زوره او لوړ اواز خبري ونشې، ځکه په لوړ اواز خبري کول نه يواځې ، داچې مقابل لورې ته د صاف اواز په ليږدولو کې کومه ګټه نه لري، بلکه د مخاطب په افهام او تفهيم کې هم اخلال را منځته کوي ، او د اواز د جر او جيغ باعث هم ګرزي، او مطلب سم نه افاده کېږي .اواز هم انعکاس کوي .او د سړي شخصيت تر سوال لاندي راولي.
پنځم- په مجلس کې لويه او ستره بې نظمې او بې نزاکتي داده، چې يو څوک درته خبري کوي، ضروري مجلس روان وي ، او ته په ټليفون مصروف يې! دا مصروفيت نو د مقابل لورې خبرو ته بې اعتنائي (بې پروائي) او مخاطب ته ښکاره توهين دی . او دهغه د خفګان سبب حتمي ګرزي .بناء د مجلس او خبرو اترو په وخت کې بايد له مبايل څخه استفاده ونه کړو.