يو څو اړين او ضروري ټولنيز آداب، نصيحتونه، نزاکتونه او مشورې

1- چي څنګ ته مو څوک په مبايل بوخت وي سترګي مه ورته کش، کش کوئ! دا په هغوی پورې اړه لري، په هر څه باندي د ځان پوه کولو هڅه مه کوئ.

2- چي کله د يو کس کور ته ورسئ د هغه په خوښه ځای باندي کښېنئ!خپله انتخاب مه کوئ.

3- کله چي ډوډۍ چمتو وي د لاس پرېولو پر مهال اخ او اوخ ، ټخ او ټوخ مه کوئ!

4- د چا ټليفون چي ستاسو څنګ ته پروت وي مه اوکې کوئ که څه هم لسګونه زنګونه ورته را روان وي.

5- کوښښ وکړئ چي تاسو ته در روان زنګ ژر اوکې کړئ د زنګ شرنګا ته مه خوشحالېږئ .
شايد مقابل لوري ته تاسو په درد وخوړل سئ!

6- د يو اړ کس کار تر خپله وسه وکړئ، مه ئې جوابوئ، او پلمې او بهانې مه ورته کوئ. شايد تاسو ئې وروستۍ هيله و اوسئ. دوستي پرته له هر نوع مطلبه وکړئ.
 

7- د اړيکې د ټينګېدا له پاره ريښتني او بشپړ صادق و اوسئ.

8- مينه وکړئ، مينه ورکړئ، د مينې لپاره وخت ضايع کړئ . زموږ تصادفي او لنډ ژوند په نفرتونو نه ارزي.

9- په لوږ غږ مه خاندئ، کېدای سي ستاسو خندا په زړه زهير او غمجن کسان نور هم زهير او غمجن کړي.

10- د روغتون، رهايشي ځايونو (د خلکو د اوسېدلو ځايونه)، هدېرې او محبس مخ ته د سندرو ږغ کښته او يا هم بېخي بند کړئ.

11- راز ساتونکی و اوسه، ځکه چي ته هم راز لرلای سې شايد يو کس ستا راز هم افشاء کړي.

12- تل کوښښ وکړه چي د نورو ملګرو درد حس او درک کړې، ځکه چي دردونه او ستونزي ټولي يو شان وي.

13- د خدایﷻ لخوا په درکړې شتمنۍ او قدرت مه مغرور کېږه، ځکه چي ډېر متکبرين نسکور سوي دي.

بلکه د هغه خدایﷻ د احسان ځان مديون وګڼه، او متقابلا يې شکر په عبادت ، او د خدایﷻ په لاره کې د شتمني او قدرت د صرف کوشش د هغه د بندګانو په خدمت سره وکړه.

14- ته د خپلي کورنۍ مسئول يې او د يو شپون حيثيت لرې . نو د خپلي کورنۍ ټول غړي مساويانه او عادلانه، مادي په خوړو، فزيکي په کالو او معنوي په پوهه سمبال کړه.

15- د اسلامي شريعت او حنفي فقه له مخې د يوې کورنۍ د د مسئول ستره دنده داده، چې د خپلې کورنۍ د غړيو ، ښه اسلامي او شرعي او د معمول عرف او عادت سره سم، چې په سيمه کې مروج وي، د هغوی پالنه، روزنه، حفاظت او ساتنه وکړي، د نړۍ ستر انسان او حق پالونکی بنده بلل کېږي.

16- په هيڅ وخت کې دي چاته د لاس او ژبې څخه ضرر مه رسوه، تل کوشش وکړه، چې يا خلکو ته ګټه ورسوې او يا پټه خوله پاته شئ.

نور بيا ...............