د افغانستان واردات او صادرات د څو لسیزو لپاره د پاکستان په بندرونو پورې منحصر او محدود وو. دغه محدودیت له سیاسي شرایطو څخه د هېواد اقتصادي اغېزمنتیا ډېره کړې او اقتصادي تکیه یې لا ژوره کړې وه. ډېری پر دې باور وو چې له دغه محدودیته خلاصون ناشونی دی؛ لکه څرنګه چې د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ هوکړهلیک (APTTA) اغېزناک ثابت نهشو چې باید کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو ته یې د افغانستان د لاسرسي زمینه برابره کړې وای؛ د ملي یووالي حکومت بېدرېغه او هدفمندو هڅو دغه معادلات بدل کړل او دا مهال نه یوازې دا چې له دغو بندرونو سره د افغانستان مطلق پیوستون له منځه تللی، بلکې برعکس له مرکزي آسیا سره د پاکستان په نښلولوکې رول لوبوي.
د ولسمشر غني د هلو ځلو، طرحو او برنامو له برکته دا مهال د افغانستان مسیرونه، شریکان، بازار او وارداتي سرچینې په بشپړ ډول بدلې شوې دي او د مرکزي آسیا هېوادونه، هندوستان، چین، ترکیه، اروپا، ایران او د خلیج حوزې هېوادونه د افغانستان مهم سوداګریز شریکان دي؛ د بېلګې په توګه له ازبکستان سره زموږ د اقتصادي راکړې ورکړې حجم په ۱۳۹۷ کال کې تر شاوخوا اووه سوو میلیونو ډالرو رسېدلی دی.
د چابهار بندر د هوکړهلیک لاسلیکول: د چابهار بندر کارونه پخوا په ټکني او بې اغېزې ډول مخ ته تلل، خو د ملي یووالي حکومت په راتلو سره د هوکړهلیک د نهايي کولو او لاسلیک او د ګټې اخیستنې لپاره د دغه بندر د چمتو کولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوې. د 1395 د غبرګولې پر 3مه د هوکړهلیک تر لاسلیکېدو وروسته چابهار بندر د درېیو هېوادونو د مشرانو له لوري په رسمي توګه پرانیستل شو. د 1397 په لړم میاشت کې له افغانستان سره د هند د غنمو مرستې لومړی لېږد له دغه مسیره تېر شو او همدارنګه هند ته د افغانستان لومړی صادراتي لېږد د همدغه کال په مرغومې میاشت کې وشو.
د لاجوردو لارې د هوکړهلیک لاسلیکول: د ریکا د اوومې سیمهییزې ناستې په څنډه کې د 1396 د لړم پر 24مه د لاجوردو لارې هوکړهلیک د افغانستان، ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان تر منځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې لاسلیک شو. دغه هوکړهلیک د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې د استازو تر څلورو تخنیکي ناستو وروسته د (1395 په لړم میاشت) کې په باکو کې بشپړ شو. د لاجوردو لارې لومړنی ازمایښتي لېږد د 1397 په لېندۍ میاشت کې له هراته ترکیې ته ولاړ او را وګرځېد.
له هوايي دهلېزونو سره د سوداګرۍ وده: حکومت له وچې سره د افغانستان د محدودیت د ستونزو او په ځمکنیو پولو د تکیې ماتولو د اړتیا په درک کولو سره د هوايي دهلېزونو د جوړولو او ګټې اخیستنې د همکاریو د جلب لپاره اقدام وکړ. دغه دهلېزونه چې دا مهال د افغانستان له څو ښارونو څخه له هند، متحدو عربي اماراتو، قزاقستان، ترکیې، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې سره پرانیستل شوي، له لرې او نږدې هېوادونو سره یې د افغانستان د ارزښتلرونکو محصولاتو د صدور زمینه برابره کړې ده.
دوهاړخیز اقتصادي کمیسیونونه: د سیمهييز پیوستون بهیر د پراختیا او د آسیا او نورو هېوادونو تر منځ، افغانستان د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ پر مرکز د بدلولو په موخه له 11 هېوادونو ایران، پاکستان، چین، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، آذربایجان، متحدو عربي اماراتو، سعودي عربستان، ګرجستان او روسیې سره دوهاړخیز اقتصادي کمیسیونونه جوړ شوي. دغو کمیسیونونو د هېوادونو د پرمختیایي مرستو د اغېزناکو کارېدو تر څنګ د سیمهييزې انرژۍ، اوسپنې پټلۍ، سیمهييزو سړکونو، د وچو بندرونو جوړولو، د سوداګریزو مالونو د لېږد او معدني توکو پر پروژو د پانګونې په برخه کې فعالیت کړی
وروستي