ولسمشر غني شهید محمدنور وطنپال شخصیت وباله

 
د وږي په ۱۸ غیر مسوولو وسله والو په پلازمېنه کابل کې د کابل ګارنیزون بریدمل محمد نور چې د خپلې سپېڅلې دندې په ترسره کولو، د ښار د نظم او امنیت په تامین او د قانون پر تطبیق بوخت وو، غیر مسوولو وسله والو او اوباشانو په ډېره بې رحمۍ شهید کړ.
جمهوررئیس غني تېره اونۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د شهید بریدمل محمد نور د کورنۍ غړو او د وردکو قومي مشرانو او متنفذینوسره د نوموړي په شهادت غمشریکي وکړه.  
افغان ولسمشرغني د شهیدبریدمل محمدنور کورنۍ او د وردکو مشرانو او متنفذینو سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي او د وسله وال پوځ د هر سرتېري شهادت خپل غم وباله  او د هیواد د دفاع او خدمت په لاره کې یې د وردکو قوم د مشرانوکوښښونه او سرښندنې وستایلې.  د ده په وینا شهید بریدمل محمدنور وطنپال شخصیت، د ملي اردو شهید او ټولو ویاړ وباله. د هغه د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د نوموړي دکورنۍ غړو او د وردکومشرانو ته تسلیت ووایه او د خدای تعالی په دربار کې یې ورته جمیل صبر وغوښت.
ولسمشر غني وویل، د شهید بریدمل محمدنور د ګارنیزون قومندان ته دستور ورکړ چې ټول فلمونه او ویډیوګانې پیدا او دا تشخیص کړي چې پر نوموړي چا برید کړی او بیا دې د هغه د شهادت عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي، چې بیا هیڅوک د دې جرئت ونه کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د دغه ډول جنایت ترسره کولو ته زړه ښه کړي. عاملین او د دوی کورنۍ به د مجازات ترڅنګ ټول د شهید کورنۍ ته د ننواتې په توګه ورځي.
ولسمشر غني په سختو شرایطو کې د هیواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو او سرښندنو ته په اشارې وویل، هیڅ دولتي مقام ته به پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیوکې اجازه ورنه کړي او ټول باید د هغوی د سرښندنو قدرداني وکړي. د نوموړي اشاره اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته وه، ځکه نوموړي په هغه ورځ له اوباشانو څخه په ملاتړ ویلي وو چې امنیتي ځواکونو غیر مسلکي او غیر انساني چلند کړی دی.
ولسمشر غني وویل، بار بار مو د شهید اونۍ د نمانځنې پرمهال د خلکو امنیت او خوندیتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه، مګر لا هم هر کال په دغه ورځ تاوتریخوالی رامنځته کېږي او کابل ښاریان ځورول کېږي. هغه پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې او په دې برخه کې د راتلونکي لپاره واضح ترتیبات ونیول شي.
 
جمهور رئیس د شهید محمدنور اتلولۍ او سرښندنو ته په د درناوي په پار اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ترافیک څلور لاره دې د شهید بریدمل محمدنور په نوم ونومول شي. نوموړي شهید ته به د جګړنۍ رتبه، ځوی ته یې چې د کابل ګارنیزون کې دنده لري یوه رتبه او همدارنګه به یې کورنۍ او اولادونو ته د استوګنې کور ورکړل شي. هغه زیاته کړه، له خپلو شخصي پیسو څخه به د حج فریضې د ادا کولو په موخه د شهید بریدمل محمدنور مور او پلار ته څلور لکه افغانۍ ورکړي.