د خولې د بدبويۍ د درملنې لپاره (لس) کورنۍ درملنې
ډاکټر نجيب ويال
د اسلام په مقدس دين او ټولنيز ژوند کې پاکوالی او نظافت اړين جز شمېرل کيږي. ډیری کسان په ظاهري بڼه د ځان نظافت ساتنه کوي خو د ځينو ناروغيو، خواړو او يا په ځانګړي ډول د خولې د پاکوالي د نه پاملرنې له امله يې خوله بد بوي کوي، چې په ټولنيز ژوند يې بد اغېز لويږي.
په دې لېکنه کې لس هغه اسانه او کورنۍ لارې درته په ګوته کوو، چې په پايله کې يې هغه کسان چې د خولې د بدبوۍ ستونزه لارې په اسانه سره يې درملنه او مخنيوی کولی شي.
۱- د غاښونو بورس کول:
د خولې د بدبويۍ تر ټول ستر لامل په خپله د خولې د نظافت نه ساتل دي. که چېرې په ۲۴ ګړيو کې دوه ځلې (سهار له خوب وروسته او شپه له خوب وړاندې) خوله بورس شي نو نه يوازې د خولې د بدبوۍ ستونزه له منځه ځي، بلکې د غاښونو، اوريو او په لويه کې د خولې نظافت هم ساتل کيږي. غوره ده چې د fluoride يا مالګې لرونکي کريم څخه د خولې د مېنځلو پر وخت استفاده وشي او لږ تر لږه د غاښونو کريم د دوه دقيقو لپاره په خوله کې وساتل شي.
د يادونې ده چې ځيني کسان ټېنګار کوي چې له هرې ډوډۍ او خوارک وروسته دې خوله بورس شي، چې په دې سره هم د خولې بدبوي له منځه ځي او هم د مضرو د بکترياوو لپاره د فعاليت ځای نه پاتې کيږي او غاښونونه به د سوري کېدو څخه ساتل شوي وي.
۲- د ژبې بورس کول:
د ډوډۍ له خوراک وروسته پر ژبه يو قشر پيدا کيږي چې مضرې بکترياوې بيا د دغه قشر په شتون کې ځای پر ځای کيږي او د خپلو خواړو لپاره دلته فعاليت کوي. د بکترياوو د فعاليت په اساس د خولې بدبوي رامنځ ته کيږي. د درملنې لپاره يې اړينه ده چې د غاښونو د بورس کولو پر مهال د ژبې پاسنۍ برخه هم په ارام ډول سره بورس شي، د ډوډۍ په اساس جوړ قشر چې د بکترياوو د فعاليت ځای دی له منځه لاړ شي.
۳- ګشنيز:
دغه بوټۍ چې خام خواړل کيږي ښه بوی لري او د نورو ګټو ترڅنګ د خولې بدبوي هم له منځه وړي. ګشنيز په ارزانه بيه ډير او هر چېرې پيدا کيږي. که چېرې له هر خوراک وروسته د ګشنيزو پاڼو وژول شي، نو لېرې نه ده چې هم په لنډمهاله او هم به په دايمي ډول د خولې د بدبويۍ ناروغي له منځه يوسي.
۴- اناناس او يا يې جوس:
ډېری خلک باور لري چې د خولې د بدبويۍ لپاره تر ټولو ژر اغېز کوونکې لار د اناناس ميوه او يا ورڅخه را اېستل شوی جوس دی. که چېرې له هر خوراک وروسته د اناناس اوبه وځښل شي او يا هم په خپله د اناناسو ميوه وخوړل شي، نو اغېز به يې ژر او مثبت وي.
۵- اوبه:
څېړنو ښوودلې ده چې د خولې د بدبوۍ يو ستر لامل د خولې وچوالی دی. په خوله کې لاړې د خولې په پاک ساتنه کې ستر رول لري. هر کله چې خوله وچه وي نو لامل کيږي چې بدبوي وکړي. د بېلګې پر ډول، د خوب پر مهال خوله وچيږي، نو سهار وختي بيا د بل هر وخت په پرتله خوله بدبوی کوي، چې لامل يې د لاړو کمښت دی. د دغه ستونزې د مخنيوي لپاره اوبه، د څېړونکو له خوا غوره او اړينه درملنه بلل شوې ده. که د شپې پر مهال له ځان سره اوبه ولری، هر ځلې د خوب په منځ کې د بېدارېدو پر مهال يې وڅښئ، نو د خولې د وچ والي مخه نيسي.
دلته ټېنګار په دې دی، چې د خوږو او نورو اوبو پر ځای يوازې ساده سپنې اوبه وڅښئ.
۶- مستې:
مستې د lactobacillus په نوم سره ګټورې بکترياوې لري چې د مضرو بکترياوو سره د وجود په هره برخه ځانګړي ډول په خوله کې مقاومت کوي. هغه کسان چې په دوامداره ډول د خولې د بدبوۍ ستونزه لري، نو که چېرې د اتو اونيو لپاره په ورځ کې دوه - درې ځلې مستې وڅښل شي، نو د خولې د بدبوۍ له ناروغۍ به خلاص شي. مستې د خولې د بدبويۍ وراېخوا نورې ګټې هم لري. د وجود د پوستکي د نرم ساتلو لپاره مستې غوره کورنۍ درملنه شمېرل کيږي.
نور بيا په دويمه برخه کې.........
وروستي