که هند او پاکستان سره ښکر په ښکر شي نو کوم يو به مات کړي؟ د دوی پوځ ځواک ته لنډه کتنه

که هند او پاکستان سره ښکر په ښکر شي نو کوم يو به مات کړي؟ د دوی پوځ ځواک ته لنډه کتنه
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له دويمې نړيوالې جګړې او د ملګرو ملتونو له سازمان د جوړېدو را وروسته د اوسني بنګلادېش او پاکستان په شمول له هندوستان يو ستره وګړيزه او پرخوالی لرونکې برخه له له جلا شوه چې د پاکستان نوم ورکړل شو.

د پاکستان په نوم نوي جوړ شوي هېواد ته په ۱۸۹۳ز کال کې له افغانستان څخه جلا شوی پښتونستان هم د دغه هېواد برخه شوه، خو په ۱۹۷۱ کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړې وروسته په خپله پاکستان تجزيه شو او بنګلادېش ورڅخه لار بېله او مستقل هېواد شو.

له هغې لومړۍ ورځې بيا تر نن د هند او پاکستان ترمنځ کمشير د شخړو او تاوتريخوالی سيمه ده چې دواړه يې د خپلولو هڅې کوي. د کشمير پر سر هند او پاکستان درې ځلې مخامخ جګړې کړي او همدا ډول يې د همدې کشمير پر سره د دواړه هېوادونو سياسي، ډپلماټيکې، اقتصادي او فرهنګي اړيکې خړې پړې شوې دي او تازه دواړه هېوادونه سره سنګرونو ته شوي دي.

دلته د هند او پاکستان پوځي ځواک ته لنډه کتنه لرو:
۱- د پوځي ځواک لپاره ځانګړې شوې بودېجې:
هندوستان خپل پوځ ته په ۲۰۱۸ کې کې ۵۹ مېلېارده امريکايي ډالر بوديجه ځانګړې کړې وه، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ خرڅ په ياد کال کې يوولس مېلېارده امريکايي ډالر وو. هند د پاکستان په پرتله پنځه ځلې ډېر خرڅ پر خپل پوځ کوي.

۲- اټومي ځواک:
د اټومي ځواک په برخه کې بيا پاکستان له هند وړاندې دی. په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د اټومي سرګولولو شمېر ۱۵۰ او د هندوستان د اټومي سرګولولو یا Warheads شمېر ۱۴۰ وو.

۳- انساني پوځي ځواک:
هندوستان د پاکستان په پرتله دوه برابره انساني پوځي ځواک لري. د هند د پوځي ځواک شمېر يو مېلېون او دوه سوه څلوېښت زره دی، چې په دې کې يې ۶۷ زره بحري او ۱۲۷ زره هوايي ځواک هم شامل دی. بيا د پاکستان د انساني پوځي ځواک شمېر ۵۶۰ زره تنه دی چې ۲۳ زره يې بحري او اويا زره يې هوايي قوه ده.

۴- سترې وسلې:
هندوستان ۳۵۶۵ ټانکونه، ۲۷۵ چورلکې، ۹۷۱۹ توپونه، ۳۳۶ زغروال لېږدونکي ګاډي لري. پاکستان بيا ۲۴۶۹ ټانکونه، ۱۵۰ چورلکې، ۴۴۷۲ توپونه او ۱۶۰۵ زغروال لېږدونکي ګاډي لري.

بحري ځواک:
هندوستان يوه Aircraft carrier بيړۍ، ۱۶ Submarrines بيړۍ، ۱۴ ويجاړونکې يا Destroyer بيړۍ، ۱۳ Frigates بيړۍ، ۱۰۶ ګزمه کوونکې کوچنۍ بيړۍ لري. د هندوستان د بحري ځواک په مقابل کې پاکستان Aircraft carrier بيړۍ نه لري، Submarrines بيړۍ يې اته دانې دي، ويجاړونکې يا Destroyer بيړۍ نه لري، Frigates بيړۍ يې ۹ دانې دي او د ګزمه کوونکو کوچنيو بيړيو شمېر يې يوازې ۱۸ دی.

هوايي ځواک:
د هندوستان په هوايي ځواک کې د combat aircraft شمېر ۸۱۴ او د پاکستان د combat aircraft شمېر ۴۲۵ دی.

نو په پايله کې ويلی شوی، چې د پوځي ځواک په پرتله کې که چېرې هندوستان او پاکستان سره د جګړې ډګر ته دننه شي نو پاکستان نه شي کولی چې له هند بريیا تر لاسه کړي.