
د ايران پوځي ځواک ته يو لنډه کتنه
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
۱۹۷۹ز کال کې په ايران کې اسلامي انقلاب رامنځ ته شو او د رضا شاه پهلوي شاهي حکومت يې ړنګ کړ. په ايران کې د اسلامي انقلاب وروسته اسلامي جمهوريت حاکم شو چې له لوېديځۍ نړۍ او په ځانګړي ډول د امريکا متحدو ايالتو سره يې اړيکې ورځې تر بلې ترينګلې کېدلې.
اوس مهال د بل هر وخت په پرتله د ايران او امريکا متحدو ايالتو اړيکې سره کړکېچنې دي او ايران يې له سختو اقتصادي او سياسي بندېزونو سره مخ کړی دی.
د ايران پوځي حوړښت:
د ايران ملي پوځ په درېيو لويو برخو وېشل شوی دی:
۱- د اسلامي انقلاب سپاه پاسدران پوځ يا Islamic Revolutionary Guard Corps. سپاه پاسدران په دغه هېواد کې د ۱۳۵۷ انقلاب ورووسته جوړښت وموند. په سپاه پاسدران پوځ کې لاندې برخې شاملې دي.
- ځمکنی ځواک؛
- بسيج ځواک؛
- قدس چې د سپاه پاسدران دننه پوځي ځواک دی او استخباراتي چاري هم تر سره کوي؛
- هوايي ځواک
- او بحري ځواک.
۲- د ايران د اسلامي جمهوريت پوځ يا Islamic Republic of Iran Army: دغه پوځ څلور سترې برخې لري.
- ځمکنی ځواک؛
- د هوايي دفاع ځواک:
- هوايي ځواک؛
- او بحري ځواک.
۳- پوليس يا Law Enforcement Force: د بل هر هېواد په ډول د ايران کورنی ځواک هم پوليس دي چې د هېواد دننه چارې تر سره کوي او د قانون د پلي کېدو مسووليت لري.
له پورته درېيو ځواکونو وراېخوا ايران د هغه پنځه هېوادونو له ډلې دی، چې انټرنېټي ځواک يا Cyberwarfare هم لري. ايران د خپل انټرنېټي ځواک په لارښوونه ځيني نړيوال وېب سايټونه لکه فېسبوک په خپل هېواد کې تړلي دي.
په ۲۰۱۸ز کال د ایران د پوځ خرڅ ۱۹.۶۰ مېليارده ډالر ښوودل شوی. ايران له تېرو دوه لسېزو د اټومي وسلو په غني کېدو هم پيل کړی دی چې موخې يې سوله ييزې يادوي خو امريکا بي پرې د اټومي وسلو د لاس رسي نيوکې لري.
د بالسټيک توغنديو په برخه کې ايران له ۲۰۰۶ راهيسې لېرې واټن وېشتونکو بالسټيک توغنديو ته هم لاس رسی پيدا کړی دی. ۲۰۰۶ کال کې دغه هېواد د شهاب دوه او شهاب درې په نوم بالسټيک توغندي وازمويل چې له دوه سوه کيلو مټره نېولي بيا تر دوه زره کيلو مټره پوري د واټن وېشتلو وړتيا يې درلودله.
که چېرې د ايران پوځ د نړۍ د زبرځواک هېواد امريکا سره چې سرسخته دښمني سره لري پرتله شي نو په ډېرو ټيټو پوړیو کې راځي، خو د خپل دوه نورو رقيبو هېوادونو يانې عراق او سعودي عربستان په پرتله يې څو ځلې پوځ غښتلی کړی دی او دا وړتيا لري چې په کم وخت کې د عراق او سعودي عربستان پر وړاندې بريا خپله کړي.
د يیادونې ده چې ايران د اپريل مياشتې ۱۸مه نېټه د خپل ملي پوځ د ورځې په نوم لمانځي او پوځي پارېډ وړاندې کوي.