دغهبیرغمېدوجودلهوینورنګاخیستی
زرغونه برخه یې زما د تاندو هیلو رنګ دی
او توره څنډه یې زموږ د تورو شپو یاد دی
دغه بیرغ کې تکې سرې نښې ښکارېږي درته؟
د دغو سرو وینو پر مټ
د هغه تور ماښام له تورو شېبو
ما د دې ښکلي او زرغون سهار لمنې ته ځان ورساوه
نو ته هم ودانګه،
راپورته شه راوخوځېږه
د ناهیلۍ د تکو تورو زولنو له زګېروي
د نویو هیلو، منزلونو او تګلورو غېږ ته
د یوې سپېڅلې ایماني او عصري هڅې په زور
لکه د هسک د ستړي، روڼ او ښکلي ستوري په څېر
په منډه، منډه ځان راورسوه
چې دواړه مل شو،
او د سپینو رڼاګانو
پستې غېږې ته ځان ورسوو
لاسونه ټينګ کړو
او د نوي عصري ژوند پر لوري
د نویو هیلو، موسکاګانو او آرام غېږ کې
د نړیوالو سوله پالو هېوادونو تر څنګ
د خپل خواږه افغانستان کورګی بیا ورغوو
وروستي