ستونزه مه حل کوئ

 
انسان یو ټولنیز مخلوق دی د خپل ژوند د بقا لپاره مجبوره او مکلف دي، چې په ټولنه کې له مختلفو اقشارو سره د ژوند خوږې او ترخې وزغمي او د ژوند هوساینې لپاره تر نورو مخکې پیاوړي اقدامات وکړي.

خو دا چې ژوند د لوړو او ژور ټولګه دی او هيڅ داسې کوم کس به پیدا نه شي چې په ژوند کې خوند او غم نه وي ليدالی. بیا موږ( افغانان) تر دې دمه د غمونو له لښکرو سره مخ يو.
مالومه ده، چې هره ستونزه راولاړېږي حتمن یوه سرچینه لري. اوس سوال دا دی، چې موږ ستونزه حل کړو او که د ستونزي سرچینه پیدا او حل کړو.د معمول په څېر ستاسو ځواب به د سرچینې پیدایښت وي.

د ستونزو سرچینه څنګه پیدا کړو؟
۱ـ تاسو باید دا درک کړي، چې د ژوند په کومه برخه کې ستونزه لري.
۲ـ مهمه دا ده، چې په کوم وخت کې له ستونزو سره لاس او ګریوان کېږي.
۳ـ په څه ډول وسره مخ کېږي.
۴ـ کله، چې ورسره مخ شي تر څومره فشار لاندي راځي.
۵ـ تر اوسه مو کومو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي او څه ډول مو ورته پیدا کړي.
کله مو، چې دغه پوښتنې پیدا کړې نو ښه غور پرې وکړئ وروسته له سوچ او فکر څخه لومړي پوښتنې ته داسې ځواب موندلی شو.

د مثال په ډول سره که ستونزه دا وي چې تاسو وړتیا لري او په معیار برابر وي خو بیا هم تاسو ته دنده نه پیداکېږي کله، چې تاسو بې دندې یې تل غم او سوچ کوي چې څنګه او څه ډول دنده پیدا کړو؟
اوس یادې ستونزې سرچینه داسې پيدا کولای شو: په دې برخه باید لومړی خپل شته امکانات را واخلو او محاسبه یي کړو د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره باید د خپل ځان لپاره موخه( دنده) وټاکي . د دندې په پيدا کولو کې انسان ستړی او ستومانه کېږي. خو موږ به داسي نه چې دنده نه وي او لاس تر زنې کینو، نه داسې باید ونه کړو. تر څو چې رسما دنده پیدا کوو راځي په هغه څه ځان مصروفه کړو چې په وس مو پوره وي. او کول يې زموږ د پرمختګ مخه نه ډب کوي دا کار څو ګټې لري.
۱ـ د خلکو له بې ځایه خبرو به خوندي يې.
۲ـ وخت مو به عبس نه وي تیر کړی.
۳ـ ذهني فشار به مو کم شي.
۴ـ دندې پیدا کولو لپاره لاره هواره .
۵ـ اړیکه غښتلې کوي.
۶ـ کم تر کمه دومره عاید مو لاسته راځي، چې لومړني ضرورت پرې حل کړي.
۷ـ او ...

د دویمې پوښتنې د ځواب پيدا کولو لپاره وخت په پام کې نیول مهم دي، تاسو هغه وخت درک کړي، چې ستاسو ذهني توازن ګډوډ وي کله مو، چې یاد وخت پیدا کړو نو دا وخت په نورو کارونو مصرف کړي ( تلاوت،مطالعه، د دوستانو سره خبرې، ګیم...).
د ستونزې د سرچیني د پيدا کول مهم فکتور څه شي دی؟

مخکې مې مکرر ټول سره یادونه وکړه، چې انسان له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له دې څخه خلاصون ناممکن دي خو هغه مهم فکتور چې د یادو کړاوونو په حل کې رغنده او غښتلی رول لوبوي د مخلص ملګري ټاکنه او له هغه څخه مشوره اخیستل دي، کله، چې تاسو پوه او سالم ملګري ولري ممکن هغه تاسو ته داسې مشورې در کړې، چې ستاسو په ذهن کې به هم نه وي.
نو ویلي شو، چې بې ملګري ژوند داسې مثال لري لکه بې مالګې خوارک خوړل ، که تاسو ملګري ونه لري نه یوازې چې تاسو به ستومانه يې بلکې له هر ګړندي پرمختګ او لوړتیا څخه به پاته يې، نو ویلی شو، چې د ملګري رول د ستونزو په هواري کې د پاوړ خبره دي، که چېرته تاسو ستونزه په خپل سره حل کړي شاید هغه حل موقتي او مکمل نه وي او که موږ د ستونزو منبع پيدا کړو او پر حل يې ګډ کار وکړو نو دلته به موږ څو ګټې کړي وي:
۱ـ له ستونزو څخه په دوامدار ډول خلاصون.
۲ـ د وخت سپما.
۳ـ د ستونزو د بیا پیدا کېدلو څخه په امان.
۴ـ او ...
پای کې ویلی شو چې د ستونزې پر ځای راځئ د ستونزو سرچینې پيدا او یوه معقوله حل لاره ورته ولټولو.