داسې ائیرکنډ یشنر چې په کالیو کې هم ځای په ځای کېدای شي

روهي( دوه نۍ/۷ د زمري )، آیا تاسې له ګرمۍ ډېر په تنګ یاست او ستاسې زړونه غواړي چې هر وخت د ائیرکنډ یشنر له تاسو سره وي؟
 
 
که ستاسې ځواب هو وي نو بیا تاسو لپاره اوس د جاپان سوني کمپنۍ یو ښه خبر لري او هغه داچې هغوي په یوې هڅه کې دي چې داسې یو ائیرکنډ یشنر جوړ کړي چې په ځانګړو کالیو کې ځای په ځای کېدای شي.
 
د دغه ائیرکنډ یشنر په کالیو کې ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړي کالي یا کمیس اوغستل کېږي چې په همدغو کالیو کې بیا ائیرکنډ یشنر هم ځای پر ځای کېږي.
 

دغو کالیو کې د ( ریون ) په نوم یو جېب جوړېږي چې دغه جېب د غاړې ( څټ ) او ملا ترمینځ ای پر ځای کېږي.
 

دغه ائیرکنډ یشنر د موبایل څخه کنټرولېږي او د ۲۴ ساعته چارج ساتلو توان به لري.
 

دغه ائیرکنډ یشنر به د یو ایس بی سی پورټ په واسطه چارجېږي او د ۲ ساعتونو په موده کې به یې چارج پوره کېږي.
 

دغه ائیرکنډ یشنر به تر ۲۰۲۰ کال پورې جوړ شي چې د هغې وروسته به په اولو وختونو کې یواځې جاپان کې استعمالېږي.
 
دغه یاد شوی ائیرکنډ یشنر به ۱۲ زره جاپاني ین نرخ لري او وزن به یې ۱۸۵ ګرامه وي چې د یو سمارټ فون موبایل په اندازه به جوړ شي.
 

ژباړن: محمد مبین هڅاند