آيا چين به د امريکا زبرځواک ختم او له منځه يوسي؟

آيا چين به د امريکا زبرځواک ختم او له منځه يوسي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا په نړۍ کې د زبرځواک هېواد په توګه را څرګند شو. هغه وخت نړۍ دوه قطبي وه، ځکه چې پخوانی شوري يووالی هم د نړۍ غښتلی هېواد وو. دا چې روسيې په دويیمې نړيوالې جګړې کې ستر مالي او ځاني زيانونه لېدلي وو، نو په سړه جګړه کې د امريکا سره له مخامخ کېدو وروسته يې ماته وخوړه او زبرځواک يې په ګنډو شو. که څه هم د ولسمشر ولادميير پوتيين په مشرۍ، مسکو يو ځل بيا په نړيوال انځور بدل شوی دی، خو د امريکا متحدو ايالتو سره يې توپير شته دی.

اوس مهال د نړۍ هجمونيک يا زبرځواک امريکا متحدو ايالتو په لاس کې اخېستی دی. زبرځواک هغه هېواد کېدای شي، چې د نړۍ په هېوادونو اغېز ولري، ډپلماسي، پوځي ځواک، اقتصادي وړتيا، نړيوالو ستونزو ته دننه کېدل، له غريبو هېوادونو سره د خپلو موخو په پار لاس نيوی او نړيوال سازمانونه يې تر اغېز لاندې وي. چې دا چارې اوس مهال له امريکا سره دي.

له روسيې وراېخوا، چين هم د زبرځواک کېدو د بحث وړ هېواد دی. بيا له بلې خوا چين په اقتصادي ډول سره د نړۍ بازارونه خپل کړي دي د نړيوال اقتصادي ځواک په توګه پېژندل کيږي. له ۲۰۱۳ را وروسته چين د امريکا متحدو ايالتو څخه په اقتصادي ډول وړاندې تګ کړی او GDP يې پورته شوې ده.

دا چې چين به رېښتيا هم د امريکا ځای ناستی او زبرځواک هېواد جوړ شي، ډېر شنې او سروې ګانې پرې شوې دي. يو شمېر چنيايي سياسي، اقتصادي او پوځي شنونکي په دې اند دي، چې چين نه شي کولی په دې راتلونکې يوې لسيزې کې زبرځواک شي، خو دا شونتيا شته، چې تر ۲۰۲۳ پوري به چين په اسيا کې زبرځواک ځواک هېواد جوړ شي او د امريکا زبرځواکي به په اسيا کې ور ماته کړي.

په پوځي ډول د چين د پوځ لګښت د روسيې په پرتله درې برابره ډېر دی، خو له امريکا سره يې توپير هم توپير ژور دی. نو پايله کې ويلی شو، چې د امريکا متحدو ايالتو اوسنی زبرځواک تر يو وخته دوام کولی شي، خو روسيه او چين هغه دوه هېوادونه دي، چې د امريکا متحدو سپر پاور يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د امريکا متحدو ايالتو د سپرو پاور د ړنکېدو پر وړاندې بل څرګند لامل د ياد هېواد توند او تهاجمي پوځي سياست دی، چې د نړۍ هېوادونه ترې واټن نيسي.