
د افغانستان په نېږدې ۱۸ کلنه جګړه کې امريکا ته رسېدلي تلفات دلته ولولئ
لېکنه: داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
۲۰۰۱ز کال کې چې جورج ډبيلو بوش د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر وو، د دغه هېواد په واشنګټن او نيويارک د ۱۱ سېپمتبر پېښه وشوه. دا چې د سېپتمبر ۱۱ پېښې استخباراتي، سياسي او نورې موخې څه وي او ياده پېښه چا او ولې وکړه، بشپړ استخباراتي مالوماتو ته اړتيا لري، خو د ظاهري بڼې پر بنسټ وويل شول، چې پېښه د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده ډلې کړې ده.
په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ وه او اسامه بن لادن هم چې له خپل هېواد (سعودي عربستان) څخه ناراضه وو؛ افغانستان ته راغلی وو او دلته د مېلمه په سترګه ورته کتل کېدل. امريکا په دې بهانه چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت دې ورته اسامه بن لادن وسپاري، پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو نظام يې چپه کړ.
له ۲۰۰۱ يو بيا تر نن پوري امريکا په سياسي او پوځي ډول په افغانستان کې شتون لري، چې د لوېدېځو رسنيو او د شمېرنو يو شمېر ادارو د مالوماتو پر اساس درنه مالې او ځاني زيانونه ورته رسېدلي دي.
که څه هم امريکا د استخباراتي او پوځي اصول پر اساس خپل ډيری تلفات له رسنيو لېرې ساتلي دي، خو په لويه کې ځيني تلفات يې رسنيز شوي هم دي. د iCasualties.org په نوم يوې ادارې د امريکا متحدو ايالتو د سرتيرو د تلفاتو شمېر د يو کال دننه په لاندې ډول ښوودلی دی:
په 2001 کې 7 امريکان وژل شوي؛
په 2002 کې 30 امريکان وژل شوي؛
په 2003 کې 33 امريکان وژل شوي؛
په 2004 کې 49 امريکان وژل شوي؛
په 2005 کې 93 امريکان وژل شوي؛
په 2006 کې 88 امريکان وژل شوي؛
په 2007 کې 111 امريکان وژل شوي؛
په 2008 کې 153 امريکان وژل شوي؛
په 2009 کې 310 امريکان وژل شوي؛
په 2010 کې 496 امريکان وژل شوي؛
په 2011 کې 412 امريکان وژل شوي؛
په 2012 کې 301 امريکان وژل شوي؛
په 2013 کې 120 امريکان وژل شوي؛
په 2014 کې 54 امريکان وژل شوي؛
په 2015 کې 22 امريکان وژل شوي؛
په 2016 کې 14 امريکان وژل شوي؛
په 2017 کې 17 امريکان وژل شوي.
چې تر ۲۰۱۷ز کال پوري په افغانستان د امريکايي ځواکونو د وژل شوي ځواکونو شمېر 2,297 ورسېد.
د the balance په نوم وېب پاڼې په پورته شوي مالوماتو کې د امريکايي هغه پيسې چې په افغان جګړې يې خرڅ کړې په لاندې ډول دي.
2001 $23 مېليارده
2002 $23 مېليارده
2003 $17 مېليارده
2004 $15 مېليارده
2005 $21 مېليارده
2006 $19 مېليارده
2007 $31 مېليارده
2008 $39 مېليارده
2009 $56 مېليارده
2010 $94 مېليارده
2011 $107 مېليارده
2012 $101 مېليارده
2013 $86 مېليارده
2014 $77 مېليارده
2015 $58 مېليارده
2016 $50 مېليارده
2017 $54 مېليارده
2018 $52 مېليارده
2019 $52 مېليارده
چې د ۲۰۱۹ کال په شمول ټول - ټال $975 مېلېارده امريکايي ډالر شوي دي.
په افغانستان کې د امريکا له خوا په پيل شوې جګړې په ګن شمېر د ياد هېواد پوځي مهمات لکه الوتکې، چورلکې، ټانکونه او نور هم له منځه تللې دي. که څه ولسمشر ټرمپ د يوې اوونۍ دننه د افغان جګړې د ګتلو ويلي دي، خو ويل کيږي چې امريکا په تېرو ۱۸ کالونو کې هم په پور زوره سره جګړه چې ستر انساني او مالي تلفات ورته په کې رسېدلی او بريالۍ شوې نه ده چې تر نن ورځې دغه جګړه وګټي.