د هندوستان د لنډمهالو تعلیمي بورسونو په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې


د وزیرانو شورا د پرېکړي پر اساس د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په مشرۍ د دوست هېواد هندوستان له لوري د دولتي کار کونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د نړیوالې همکارۍ (ITEC) برنامې په ترڅ کې د  ۲۰۱۹ کال د مرسته شویوبورسونو د ارزونې کمیسون غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې چې د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، مالیې، پوهنې، مخابراتو ، اقتصاد وزارتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون استازو ګډون درلود، د لنډمهاله تعلمي بورسونو په څرنګوالي، ستونزو او حل لارو چارو هراړخیزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو د ریاست مرستیال صفت الله صافي وویل: د بهرنیو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمیسیون سره په ګډه هڅه کوي چې د دغو بورسونو د جذب او ویش په برخه کې د ټولو مرسته شویو بورسونو څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي.
 
د اداري اصلاحاتو کمیسیون د ملکي خدمتونو د انستیتیوت رئیس سید مددي د هند لنډ مهاله بورسونه ګټور وبلل او ويې ویل: مونږ هڅه کوو چې بورسونه ټولو ادراتو ته نظر په اړتیا سره ولېږو ترڅو د دولت ټول کارکونکي ورڅخه ګټه پورته کړي.
 
نوموړي زیاته کړه: په تېرو کلونوکې د بورسونو په ویش کې ستونزې وې او له بل لوري یاد بورسونه د هېواد د اړتیاوو خلاف په داسې څانګو کې و چې ډېرو کسانو ته د علاقې وړ نه و، خو موږ کوښښ کوو چې په راتلونکې کي نه یوازې د هند بلکې د ټولو هېوادونو له لوري د مرسته شویو بورسونه څخه په ښه توګه ګټه واخستل شي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان وویل: لنډمهاله بورسونو څخه باید په ښه توګه ګټه واخستل شي او داسې کسان باید ورته ونومول شي چې د ملکي خدمتونو د لارښونې او د بورسونو له قوانینو سره برابروي.

لومړي مرستيال انجنیر محمد خان زیاته کړه: لومړی باید د تېرو کلونو ستونزې په ګوته شي او په راتلونکې کې د بورسونو په اړه ادارو او ولایاتو ته مخکې له مخکې  لارښونې او معلومات ورکړل شي تر څو و کولی شو چې وړ کسان، پر وخت او سمه توګه ور وپېژندل شي. 
 
لومړي مرستیال د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله تر څو د بورسونو د وېش او د یادو بورسونو څخه د سالمې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د دولتي کار کونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د نړیوالې همکارۍ (ITEC) برنامې له مسؤلینو سره په همغږۍ ستونزې حل او پایلې یې د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته وسپاري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
مطبوعاتي دفتر