که په موبايل کې مو Face App اپلېکېشن انسټال کړی وي، نو له ګټې او خطر يې خبر يې؟

که په موبايل کې مو Face App اپلېکېشن انسټال کړی وي، نو ګټې او خطر يې خبر لرئ؟
لېکنه ډاکټر نېک محمد ويال

په دې وروستيو ورځو کې د Face App په نوم د ګرځنده ځيرکو موبايلونو لپاره يو پوستغالی کارول کيږي چې انځورنه په کې اېډټ کيږي. دغه اپلېکېشن تر ډېره په داسې ډول انځور اېډټ کوي، چې د يو کس موجوده عمر له اوس څخه څو لسيزې وروسته د بوډاتوب په ډول ښيي.

د ټولنيزو رسنيو کارن لومړی په خپلو موبايلونو کې دغه آپلېکېشن راښکته کوي او وروسته د خپلې خوښې انځورنه په کې اېډټ او جوړوي. په تېرې يوې اونۍ کې تر ټولو ډېر هغه انځورنه په فېسبوک پورته شوي چې په دغه آپلېکېشن کې اېډت شوي دي.

Face App څه شي دی؟
دغه اپلېکېشن د روسي پروګرامېسټانو له خوا جوړل شوی دی، چې د انځورونو اېډټ په يوې اغېزمنې طريقې سره کوي. Face App کولی شي، چې د ځوان انځور بوډا او د يو خپه انسان انځور خوښ او موسکا لرونکی وښيي.

له يو څه وخت وروسته د دغه پوستغالي کارونکو د هغه شرطونه په اړه شکايتونه وکړل، چې د پروګرام د نصب په وخت کې غوښتل کيږي. دوی داسې اندېښنې شريکې کړې، چې Face App د خپلو چوپړونو له لارې نورې پټې موخې لري او له دې لارې غواړي چې د کارن مالوماتو يا ډاټا ته لاس رسی پيدا کړي. دغه اندېښتنو هغه وخت زور واخېست چې د دغه پروګرام جوړونکي Nozzi په ټويتر ولېکل چې Face App د خلکو له اجازې پرته په خپل سري ډول هم انځورنه پورته کوي، او په دې سره يې د آپلوډ زيرمه کمزوري او ډکه شوې ده.

بيا له بلې خوا د Face App اپلېکېشن چارواکو رسنيو او پلټونکو ادارو ته ويلي دي، چې داسې کوم څه شتون نه لري، چې ګواکي دغه پروګراک دي، په خپلسري ډل د خلکو انځورنه پورته او لاس رسی ورته پيدا کړي.

د Face App د انسټال په وخت کې يو شرط دا دی چې د کارن انځورونه به د سوداګريزو موخو لکه په خپله د Face App د سوداګريزو انځورنو په ډول وکارول شي. کابل کې د يو ويال ټېک په نوم د تېکنالوژۍ شرکت هم وايي چې په موبايلونو کې د سافټ وير شتون تر يو بريده خطرناک دی، او کولی شي چې مالوماتو ته لاس رسی پيدا کړي.

په پايله کې ويلی شو، چې که څه د Face App په اړه د سايبري بريدونو ادارو پاملرنه زياته شوې ده، خو په لويه کې د دا ډول اپلېکېشونونو جوړونکي پټې موخې لري، چې د کارن په زيان تماميږي.