د درېیم نړیوال جنګ احتمال او د افغانستان سوپر قدرت کیدل

د دریم نړیوال جنګ احتمال او د افغانستان سوپر قدرت کیدل
بشپړ متن:
د ۲۰۰۱ میلادي کال او یا له دې څخه هم پخوا کله چې امریکا د اسیایې هیوادنو د استثمار، او استعمار یا نیولو هڅې پیل کړيدي ترڅو اسیایې هیوادنه ترخپل کنټرول لاندې راولي او د روسیي امپراطورۍ لمن تر یوه حده ورټوله کړي او ځان خپلو نامشروع موخو ته ورسوي نو امریکا په سلګونه زره نظامي پوځیان په مرواجو سپکو او درنو وسلو سمبال د طیارو،هالیکفټرو، زرهی ټنګونو او پرمختللي جنګې جیټ الوتکو سره د عراق،سوریه،فلسطین او اسلامي جمهوري افغانستان او نورو اسیایې هیوادنو ته تر مختلفو نومونو لاندې ولیږل.

روسیه چې په نړیوال سیاست کې ځانګړۍ ځای لري او په اوسني وخت کې دنړۍ دوهم قدرتمند هیواد دی نو د امریکا دغه خطرناکه اقدام ته یې په عراق،سوریه، فلسطین، اسلامي جمهوري افغانستان او نورو هیوادنو کې د اسلامي جمهوري پاکستان،ایران،ترکیې او نورو هیوادنو په مرسته په ماهرانه ډول غاښ ماتونکۍ ځواب ورکړ چې د امریکا متحده ایلات یې په اسیا کې په شا تګ ته اړ کړل چې په پایله کې امریکا ډیری هیوادنو پرېښودل چې افغانستان له دغې جملې څخه اوس هم د امریکا تر واک او رهبرۍ لاندې پاتې دی.

امریکا خپلو تاوانونو او نیمګړتیاوو ته په کتو اوس پدې پلمه چې په موږ په افغانستان کې سوله راولو نو غواړي چې افغانستان هم پریږدي ځکه دوی ونه توانیدل چې په اسیا کې د روسیه او مستعمرو سره یې په افغانستان کې یا له دې ځایه په مرکزي اسیایې هیوادونو کې مبارزه وکړي نو غوره یې وبلله ترڅو ددې کار ترسره کولو لپاره له سره بیا غور وکړي او د یوې قوي ستراتیژی په جوړلو پیل وکړي نو خپلې پښې یې راټولې کړلې.

امریکا ددې لپاره چې په راتلونکي کې خپل سیال ته انتقام اخیستونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي نو د خپل اقتصاد پر پیاوړي کیدو یې له هرڅه وړاندې پیل وکړ چې سږ کال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سیاسي او اقتصادي اهدافو لپاره پر ایران اسلامي جمهوریت اقتصادي بندیزونه ولږول او ددې بندیزونو له امله د ایران د نفتو صادارات د ۳.۵ میلیونه بیلره څخه په ورځ کې ۱.۱ میلیونه بیلرو ته را ټیټ شول نو ایران په کابو ۵ میاشتو کې ۱۰ میلیارده ډالره تاوان وکړ.

ایران د خپل غچ اخیستلو لپاره د روسیې په ملاتړ د برتنیا د تیل وړونکو کشتیو د درولو او نیولو ناکمه هڅه وکړه او همدارنګه یې د امریکا سره د جنګ لپاره پرخپل اتومي پرواګرام ټینګار وکړ او کارونه یې نورهم ګړندي کړل.

چین،ترکیه او روسیه درې هغه هیوادنه دي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د دوی د حکومت له پالیسیو څخه په څر ګند ډول دفاع او ملاتړ کوي.

که چیرې دغه اقتصادي جګړه او همدارنګه د روسيې،ایران، ترکیې، کوریا، چین او امریکا،برتانیا،اروپایې ټولنې ترمیځ سیاسي او اقنصادي اختلافاتو ته وګورو نو دا څر ګندیږي چې نړیوال اقتصادي جنګ ښه په تیزی سره روان دی او نړیوال نظامي جنګ ته لار هواروي ترڅو محدود شمیر هیوادنه خپلو نامشروع موخو ته ورسیږي او په ټوله نړۍ یا حداقل په زیاته برخه یې بشپړ واک پیدا کړي او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي او هم ځان سوپر قدرت جوړ یا ثابت کړي.

اوس مهمه خبره دا ده چې د افغانستان لپاره به دا ډیره ستونزمنه وي چې په دریم نړیوال اقتصادي،سیاسي،فرهنګي او نظامي جنګ کې له چا او یا له کوم هیواد څخه ملاتړ وکړي او که بې طرفه پاتې شې؟

زما په نظر د افغانستان او نړۍ تیر تاریخ ته په کتو سره افغانستان باید هیڅکله او په هیڅ وجه بې طرفه پاتې نشي او په نړیوال جنګ کې د حتمن د یوه مناسب هیواد څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي د وخت حکومت باید له تیرو او پخوانیو اړیکو څخه تیر شي او شرایطو ته په کتو له هغه هیواد او یا هیوادنو څخه ملاتړ وکړي چې په دریم نړیوال جنګ کې د بریا چانس او امکانات یې نسبت نورو ته زیات وي.

ځکه که چیرې افغانستان د خپلو پخوانیو اړیکو پر بنسټ پریکړه وکړي نو د ناکمی په وخت کې به د افغانستان حالت له اوس څخه هم څو چنده بدتر او خراب شي او که چیرې منطقي او عاقلانه پریکړه وکړي نو د وخت حکومت به د بریا ترلاسه کولو ترڅنګ افغانستان دنړۍ د عالي قدرتونو سره سیال کړی وي او افغانستان به د خپل جفرافیایې او ستراتیژیک موقعیت،پراخه ځمکنیو زیرمو، او خامو موادو، قوي ملګرو هیوادنو سره نړیوالې پراخه اړیکې او د داسې نورو امکاناتو په درلودلو سره به په نړۍ کې د ستوري په شان وځلیږي ځکه د نړۍ ډیری برخه اقتصادي ګټې به یوازې څو محدود شمیر کامیابو هیوادنو ته ور روانې شي چې یو به له هغې جملې څخه ګران افغانستان وي.

دریم نړیوال جنګ به د اټومي او خطرناکو کیماوي وسلو د استعمال څخه خالي نه وي.
نو د افغانستان د روښانه او عزتمن راتلونکې لپاره ژور فکر او عادلانه پریکړې ته اړتیا ده ترڅو یوځل بیا زموږ زړور افغانان وړیا په نورو هیوادنو ونه پلورل شي علاوه ددې نه هیڅ هیواد به پرته له مالي او ځاني قربانۍ ورکولو څخه بغیر په ارام پاتې نشې پرته له هغه شمېر هیوادنو څخه چې مخکې له مخکې تسلیمي ووایې او یا د عالي پوځي قوتونو درلونکو هیوادنو امر ته غاړه کیږدي.