کودتا او انقلاب

کودتا او انقلاب
کودتا:
کودتا په فرانسوي ژپه کې د دولت درانسکورولو  مانا ورکوي . ددولت هغه ناڅاپه بدلون دي چې ددولتي لوړو مقاماتو او اردو په وسيله رامنځ ته کېږي، دکودتا په نوم ياديږي . دکودتا مشرتوب هغه څوک کوي، چې په دولت کې دلوړې چوکۍ خاوند وي .په  کودتا کې دښار مهم مرکزونه لکه راډيوسټیشن ،مهم نښلونکي مرکزونه ،هوايي ډگرونه ،اوسپنيزي لارې او مهمې دولتي ودانۍ نيول کيږي . کودتا عموماً دپورته خوا څخه کښته خوا ته صورت نيسي.
 
کودتا  د يوې کوچنۍ ډلې  لخوا په سياسي رژيم کي دلوړي خوا څخه ښکته خواته کيږي ، یعنې يوه کوچنۍ ډله غواړي، چي خپله واکمنه ډله دسياسي رژيم په سر کې راولي ، نو په پټه ياښکاره ډول سره دا کار کوي  او دبريا څخه وروسته دنوې سياسي نظام بنسټ جوړوي .دانقلابونو سره په پرتليز ډول دکودتاگآنو شرايط ډيره ساده دي . دکودتا دلپاره بايد يوه ډله يا څو ډلي پريکړه وکړي ، تر څو په غيري قانوني ډول سره حکومت دپښو څخه وغورځوي، ددي  کار لپاره بايد پوره وسايل په لاس کي ولري او د بشپړې نقشې لهلارې بايد کار وکړي . کله چې ديوه حکومت پوځ يو موټى وي نو دکودتا امکان بيا کميږي . شوني ده، چې کودتا دبهرنيو ځواکونو په هڅونه او ملاتړ باندي هم وشي.
 
دکودتا منځته راتګ ديوې خوا دپوځ  ديوې برخې په غوښته او دبلي خوا په سياسي حالاتو پورې هم اړه لري . هر څومره چې دمدني ټولني ، سياسي گوندونو او سياسي کلتور جوړښت پيچلي وي په هغه اندازه دکودتاگانو پېښېدل کميږي . په دي حالت کې د‎فوځيانو پر وړاندې دسياسي رژيم ځواک پياوړى کيږي  ، په تاريخ کي زياتي داسي تجربي ليدل شويدي، چې د‎فوځیانو کودتاگانې په ډاډه ډول شنډې شوې دي. 
 
داډول اغيزي دکودتا کونکو په موخو ،ايډيالوژيو او د دوى په بهرني ملاتړ پورې اړه لري .ځيني ليکوالان پدي اند دي،  چي کودتا زيات وخت په هغو هېوادونو کي پيښيږي، چې دپراختيا او پرمختيا په حالت کې وي . په دي هېوادونو کې لومړنۍ کودتاگانې ډېرې محافظه کارانه وي ، خو وروسته دمنځني پوړ په پرمختگ سره کودتاگاني ددې پوړد گټو لپاره ترسره کېږي . په درېیم حالت کې شوني ده، چې کودتاگانې د‎فوځيانو دبيوزله او کښته پوړو په گټه هم ترسره شي.
 
انقلاب: 
هغه مثبت  او بنسټيز بدلون، چې ديوې ټولنې د ژوندانه په سياسي ،اقتصادي او ټولنيزو برخو کې په کيفي او کمي توگه مينځ ته راځي عبارت داوښتون (انقلاب) څڅه دي . دټولنپوهي له انده په ټولنه کې د زاړه نظام پرځاى دنوي او پرمختللي نظام ټينگيدل داوښتون څخه عبارت دي . انقلابونه عموماً دکښته څخه پورته خواته صورت نيسي . ټول هغه بنسټيز بدلونونه، چې داوښتون له لارې منځته راځي دخلکو او اولسونو په اراده او خوځښت سره په ټولنو کې دنا انډولي ظلم او زورزياتي پر وړاندې منځته راځي . تر څو، دوگړو ترمنځ حقوقي برابري او ټولنيز عدلت منځته راوړي.
 
اوښتونونه بايد دټولني د ذهني او عيني شرايطو سره سم ترسره شي او که چيري دټولني عینياو ذهني شرايط چمتو نه وي نو اوښتو ن  بې گټي دى او ډېر ژر ناکامه کيږي.
 
سياسي اوښتونونه او بدلونونه يوازې دکودتاگانو ،  رفورمونو او لوي بهرني يرغلونو لهلارې نه کيږي ، بلکي کيداى شي ،چي يو سياسي رژيم کمزورى شي ، خپل مشروعيت له لاسه ورکړي او په کرار کرار سره وپاشل شي . دسياسي رژيم ټينگښت او ثبات په څلورو بنسټو نو پوري اړه لري . دابنسټونه عبارت دي له : ايډيالوژي، کاري وړتيا (دعمومي گټو ساتل ) ، دځواکمن پوړ سره اړيکي (دځآني گټو ساتل ) او زور او اجبار .  که چيري ددې څلورو بنسټونو څخه په يوه کې گډوډي او بحران راشي ، نو دسياسي رژيم دپاشل کيدو او ټوټه کيدو لامل گرځي. په معمولي ډول يو سياسي رژيم هغه وخت پاشل کېږي کله 
چې مشروعيت ګراي وړتيا دخلکو پراخه ملاتړ له لاسه ورکړي . او په خپله واکمنى کي کمزوري شي . دا پاشل کيدل هغه وخت ريښتيني کيږي ، چې ددولت داسي جوړښت سره مخ شي ، چي دځانگړي پوځ او ايډيالوژۍ لرونکى وي . پر همدي بنسټ دانقلاب ياسياسي رژيم دپاشل کيدو لپاره داسي فورمول وړاندى کولاى شو ( دمشروعيت دلاسه ورکول + دکاري وړتيا نه شتون + دخلکو دپراخه ملاتړ  نه شتون + واکمني کې نيمگړتيا + دداسي جوړښت (سازمان) سره مخالفت چي دځانگړي فوځ او ايډيالوژۍ لرونکى وي = انقلاب او سياسي پاشل کيدل.) 
 
ددولت دټينګښت په مشروعيت (ايډيالوژۍ ) کي هغه وخت بحران راځي کله، چې دوګړو په منځ کي يو داسې جوړښت ددولت پر وړاندې راپورته شي ، چي ځانگړي او ټولمنلي ايډيالوژي ولري همدارنگۀ کله چې دحکومت ژمنې کوي  او کارونه کوي ، دولت ناوړه شي او دسياسي مشرانو او اولس ترمنځ واټن زيات شي و نو داټول لاملونه دي ، چي ددولت دمشروعيت دبحران لامل گرځي.
 
ددولت کاري وړتيا (دعامه گټو ساتل ) هغه وخت دبحرا او ستونزو سره مخ کيږي ، کله چي دولت دعامه نظام او ټيکاو په ساتلو کي پاته راشي او دټولني عامه او بنسټيزو غ وښتنو ته ځواب نشي ويلي . يانې دولت دعيني او ذهني لاملونو له امله کاري وړتيا دلاسه ورکوي . په ټولنه کي عيني او ذهني لاملونو له امله کاري وړتيا دلاسه ورکوي . په ټولنه کي عيني لاملونه عبارت دي له : مالي او قتصادي بحران ، جگړه او ددولتي عوايدو کمښت او داسي نور ز کله چي دولت وگړو ته زياتي ژمني ورکړي او يا هم وگړي دنورو ټولنو سره ځانونه پرتله کړي ، نو په پايله کې یې ذهني لاملونه راپورته کيږي.
 
هغه هېواادونه چې دآيډيالوژۍ دبحران سره مخ نه وي ، هغه په ډېره اسانۍ سره کولاى شي ، چي دکاري وړتيا دبحران په وړاندې ځواب ووايې . خو که چيري داولس په منځ کي ددولت ايډيالوژي ناوړه بلل شي بيا نو هر څومره ښه کاري وړتيا نشي کولاى چې دايډيالوژۍ دبحران مخه ونيسي. 
 
دا ډول بېلکې په استبدادي رژيمونو کي ښه ترسترگو کيږي ، چي دقانوني مشروعيت څخه برخمن نه دي . دانقلابونو په وخت کي تل اولس د حکومت دايډيالوژۍ پر وړاندي راپورته کېږي کله، چې دحکومت ايډيالوژي په  ولس کي ملاتړ له لاسه ورکړي ، بيا نو حکومت نشي ، کولاي چې دکاري وړتيا ، دعامه گټو ساتلو اويا هم دځاني گټو دساتلو دبنسټونو له لاري خپلي واکمنۍ ته دوام ورکړي . په دې وخت کې که دولت هر څومره دزور څخه کار واخلي هغومره د ولس غبرګونونه زياتيږي . انقلابونه د واک د لاسته راوړلو لپاره غيري سوله ييزه مبارزه ده، چې په  پايله کې په حکومت کي بنسټيز سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز او کلتوري بدلونونه راځي.