لوړې زده کړې او مهارتونه

د افغانستان د ښوونځي ۱۲ کلنه دوره او نصاب زما خوښ ندی، او نه د کورنۍ کوم غړۍ دي ته اړباسم چې حتمن دي په ښوونځي کې اولنمره وي یا دی لوړي نمرې ترلاسه کړي.

که څه هم زه د ښوونځي په ډیری ټولګیو کې اولنمره وم، د لیسې دوري اوسط فیصدی مې ۹۷٪ وه. هغه وخت خوشحاله وم خو اوس پوهیږم چې لویه تیروتنه وه. ځکه نه یې د پوهنتون په لوستلو کې ډیره مرسته وکړه او نه د کار او نورو مهارتونو په برخه کې،بلکې یو عالم زحمتونه او خوارۍ مې تیری کړي.

د ښوونځي د نصاب په څرنګوالی بحث ډير اوږد دی، او نه په یوه لیکنه کې او نه دومره سطحي بحث سره دا نقد ممکن دی او نه زه ددي برخې متخصص یم ولي غواړم دلته خپل فیډبک ولیکم او په دي لنډ بحث وکړم چې موږ باید لمړیتوب څه ته ورکړو؟ او څه ویل په کار دي؟ د نن ورځې اړتیا څه ده؟

دوولس کلونه ډير وخت دی، خو ډیرو هڅو سره مې له دي دوولس کلونو نه ډیر کم څه زده کړو. یو خو د ښوونځی د کتابونو حجم ډير زیات دی او بل یې هڅه کړي کابو د ټولو علومو اساسات په زده کوونکو ولولي، فکر کوم چې مناسب ندي ځکه موږ ټول علوم نه لولو او نه یې لوستلای سو. بل محتوا یې ډیره سره ګډوډه ده، مثلاً د تاریخ یوې موضوع ته په اووم ټولګۍ کې اشاره سوی، بیا د لسم ټولګې تاریخ په نیمایې کې په هغه موضوع تفصیل بحث سوي. همداسې په ریاضيات کې یو زده کوونکي له یوولسو کلونو وروسته لا په ساده لوګارتیم،طاقت،مشتق یا د هندسي قضیو په حل فصل نه پوهیږي. بیولوژې،کیمیا هم ورته،کمپیوټر او مدني په نوم مضمونونه مو په ډیرو ټولګی کې ازمونیو ته ساتل. ټولنیزو مضامینو سره زه او ملګري ډير ستړی وو. د کانکور ازموینې ته اړ وو ډیر څه وچ مخانیک زده کړو، ما د لسم، یوولسم ټولګي تاریخ او ددی صنفونو دینی علوم تر کانکور پوري شاخوا ۱۰ ځلي تکرار کړ خو بیا مې هم په کانکور ددی برخې سوالونه غلط کړو.
یوازې د نصاب ستونزه هم نده، د میتود،ښوونکو د زده کړو او تجربې کچې، سیمې او نورې ستونزې او عوامل هم سته.

همدا علت وي چې زموږ ډیری زده کوونکي چې له ښوونځی فارغیږي،ګنګس وی او نه پوهیږي د پوهنتون کومه رشته ووایې؟ یا که پوهنتون هم ووایې د پوهنتون په نیمایې کې وپوهیږي چې دې رشتي ته جوړ نه وو،که بهر ته د زده کړو لپاره ولاړ سي نو له ډیرو ستونزو سره مخ وي او ډیری چې دلته فارغ هم سي بیا هم ښه کار او دنده نسي موندلای او نه هم ښه وده کوي.

زه چې پوهنتون ته ولاړم، په لمړی سمسټر کې زما فیصدې لوړه وه زما زړه وو چې اولنمره سم خو وروسته پوه سوم چې دا حللاره نده، باید یو متوسط محصل یم او کارونه او مهارتونه زده کړم. نو ۵۰٪ وخت مې پوهنتون ته ورکړ او ۵۰٪ نور د کار، مهمو مهارتونه زده کولو او له هم مسلکه کسانو سره اړیکو او مشورو ته ورکړ.

هم دا وو چې له درېیم سمسټر نه وروسته مې نه مالی او کاری وابسته ګي درلوده او نه مې لیسانس ته د یو سرنوشت ساز سند په سترګي کتلی، نه په دی هیله چې سبا به زه په دي سند دنده او روزي پیداکړم، همدا فکر ددی باعث شو چې په محصلی او وروسته څو ښې دندې راته پیشنهاد سوی خو نه مې غوښتلي. زه اوس خپلواک کار لرم هغه څه مې زده کړو چې خوښیدو مې ،ممکن تر بل هر چا اسانه ماسټرې هم وکولای سم.

وروسته خبر سوم هغه مضمونونه چې موږ دلته د پوهنتون په څلورم سمسټر کې لوستل، د سیمې هیوادونه د ښوونځی په لسم او یوولسم ټولګې لوستل کیدل او عملي کاریدل او د اورپایې هیوادونو د ښوونځی په اتم او نهم ټولګي کې.

د افغانستان له پوهنتونو څخه چې په لوړو نمبرو فارغ هم سي نو زه باور لرم ۴۰٪ هم د کاري مارکیټ په معیار برابر نه وي.

زما یو کشر ورور دی، دی اوس په نهم ټولګي کې دی، ورورمې له غرمي وروسته ما سره دفتر کې کار هم کوي، کمپیوټري پروګرامونه په دفتر کې ولولي او انګریزې ژبه په کورس کې.

زه ورته وایم هرڅه چې دي خوښ وی هغه ووایه، حتا که دی هر مسلک خوښ وی موږ دی مخالفت نه کوو.

تر راتلوونکی کال پوري د نورو اړینو مهارتو ترڅنګ ښه اپلیکشنونه ډیزاین کولای سي او زه باور لرم هیڅ دیته اړتیا نه لری د دندي لپاره پوهنتون ووایي.

څو کاله مخکې معیارونه دا وو چې د دندې موندولو په وخت دا چې یو کس کوم پوهنتون لوستي، او د یو کس د نمبرو فیصدی،چانس،ناکامیدو ته او د ماسټرې لوستلو لپاره هم د نمبرو فیصدې،چانس ته لمړیتوب ورکول کیدو.

خو اوس دا معیارونه ډير له منځه تللی دی، حتا ډیری نړیوالې کمپنۍ هم د یو کس سند،نمبرو،پوهنتون او لوړو زده کړو ته اهمیت نه ورکوي، بلکې دا غواړي چې کوم مهارتونه دی زده دي او څه سره علاقه لري.

یو ځای مې لوستي وو چې څومره یو کس علوم لولي هغومره يې محافظه کار کوي. تاسو به ډير کم کسان پیداکړي،چې دوي ماسټریانې یا دوکټوراوې کړي وي او ډير اختراعات دی هم کړي وي. ډیری هغو کسانو چې زیات اختراعات او نوښتونه یې کړي لوړې زده کړي یې ندي کړي. بلکې ښه مهاتونه یې زده وو او خپلو مهارتونو او کارونو سره یې مینه وه، لکه انشتاین،بیلګیټس،ریچارد برانسون،سټوی جابز، مارزوکربرګ،جک ما،... ما د لسګونو داسې کسان په اړه ولوستل چې دوی پوهنتونونه ندي لوستی خو لوی بدلونونه یې رامنځته کړي. دوی کې داسې کسان هم سته چې تر ۳۰۰ پورې اختراعات یې په خپل نوم ثبت کړي او په لسګونه زره کسانو ته یې دندي رامنځ ته کړي او سلګونه د دوګټورا خاوندان ددوی کارکوونکي دي.