یوویشتمه پیړۍ به د افغانانو لپاره څنګه وي؟‎

له استقلال نه وروسته مو ډیر ښه پرمختګ پیل کړ، خو له فرصت څخه مو ګټه نده پورته کړي، ډیر زر له خنډ سره مخ سو. دا چې موږ هم د منځني ختیځ د نورو هیوادونو په څیر له صنعتي انقلاب نه ګټه پورته نکړه، بلکې ددي انقلاب د رهبرې او نورو مخکښو غړو پورې مو وابسته ګې درلوده، او د شوروي له یرغل وروسته مو د شلمي پیړۍ له لږ سکون څخه وروسته په وروستۍ برخه په جګړه کې تیرې کړي،کمروزي اقتصادي، نالوستي ټولنه،مذهبی افراطیت او د خلکو ټيت ذهنیت او  نورو ډيرو دلایلو تر څنګ یې تر لس ځلي زیات له واک سره په ټول دولتي سیسټم که ادلون بدلون راغي. نو نه یوازې چې د شلمي پیړۍ فرصتونه مو له لاسه ورکړو، بلکې یوویشتمي پیړۍ ته په بد وضعیت کې راغلو.  

یوویشتمه پیړۍ کې کې وړاندوینه ډيره ستونزمنه ده، متاسفانه څومره چې موږ خوشبین یو، هغسي نده، ممکن دا پیړۍ هم افغانانو ته بده پیړۍ وي که هڅه ونه کړي، او ممکن دا ځل بیخي بي فایدي سي او له کاره ولویږو، دلایل یې زیات دي خو زه دلته په لنډ ډول هغو دلایلو ته اشاره کوم چې  احتمال یې زیات دي. موږ نه پوهیږي یو یا څو لیسزې وروسته به کار او ژوند څنګه وي؟  یوازې دا ویلی سو چې نن سره به یې ډیر زیات تفاوت وي. نور نه پوهیږو. اما په شلمه او نوولسمه پیړۍ کې خلک پوهیدو چې څو لسیزی وروسته به کار او ژوند څنګه وي. نو خلک به خپلو اولادونو ته ویل چې درس ولوله،ښوونکی سه،بزګر یا به یې شپانه کړ یا بل مصروفیت او دوی پوهیدو چې وروسته به یا ښوونکي یا شپانه یا بل څوک وی او ښه خبره دا وه چې هغه کس به د ژوند تر پایه په هغه کار کې پاته کیدو. خو اوس دا هرڅه بدلون کړی، که تاسو اوس ښه ډرایور،د هوټل ګارسون یاست نو لس کاله یا ډیر زر، نور موټرونه د مصنوعي ذکاوت په مرسته ټول اټومات کیږي او هیڅ موټرچلوونکي ته اړتیا نسته. که تاسو اوس خبریال یاست نو لس کاله وروسته د مصنوعي ذکاوت په مرسته روبوټونه تر تاسو ښه خبرونه وړاندي کوي،له برښتا پرته بل هیڅ مصرف نه لری، نو تاسو دندې له لاسه ورکوي. 

همداسې هر صنعت کې د مصنوعي ذکاوت او بیوټیکنالوژي په مرسته دا بدلونونه را روان دی. روباټونه به د میلیونو انسانانو دندې واخلي، تر ۲۰۳۰ م کال پورې به تر سل  میلیونه زیاتې دندې روباټونه مخته وړي.  ممکن ډیری نوي دندي وي، خو ستونزه داده چې دا دندې هر څوک نسي کولای،ځکه ډیر لوړ مهارتونه، تخصص، سیسټماتیک تعلیمي سیسټم،ښه اقتصاد،... او د حکومت ملاتړ به غواړي.

اوس د میلیونو افغانانو ورځنی عاید شاوخوا یو ډالر دی، تر اووه میلیونه زیات بي کاره دي، تر دري میلونه زیات په نشیي توکو معتاد دي بله خوا د افغان ټولني پوره نیمایې برخه چې ښځې دي، له کاري اړخه فلج دي چې نه یوازې د کورنۍ اقتصاد یې  فلج کړي او  له ودي یې اچولی بلکي دولت ته هم اوس، هم په راتلوونکي کې لوی چلینج دی.  په یوه پیړۍ کې لس ځلي دولتي سیسټم بدل سوو. ملت جوړونه ونه سوه او ملی بنسټونه وران سو. جکړو، مذهبي او قومی ناندریو د خلک روان وځپل.

بل اړخ ته د افغانستان تعلیمي او تحصلی سیسټمونه نه یوازې د مارکیټ اړتیا پوره کوي، بلکې استعدادونه هم له ودي اچوي، چې باید په هر اړخیز ډول اپډيټ سي.

ډیری خلک اروپا، امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو ته مهاجرت د ښه ژوند لپاره حللاره بولي، یوازې امریکا متحده ایالتو کې شاوخوا اته لکه افغانان ژوند کوي. همداسی نورو اروپایي هیوادونو او اسټرلیا ته افغانان تللی دي. اکثریت په لوړو زده کړو او مهارتونو سمبال دي چې د مغزونو دا تګ هم بله اندیښنه ده.  بلخوا اوس ټوله نړۍ له ځینو بحرانونو سره مخ ده او بل په پرمختللو هیوادونو کې د مهاجرینو لمړی نسل ته د ژوند شرایط سخت دي، د کار او مهارتونو نشتوالی، لوړ ټکس،په ځینو هیوادونو کې تبعیضی چلند،د مالیکیت نه احساس،لوکلازیشن، کلتوري،مذهبي او نورې ګڼې ستونزې ددي لامل کیږي چې مهاجرینو د لمړی نسل لوی اکثریت ښه ژوند نلري، دوهم نسل هم له ستونزو سره لاس او ګریوان وي نو زما په نظر مهاجرت ښه بدیل ندی.
ً
بله خوا په افغانستان کې د مذهبي افراطیت او ترورزیم لپاره لا پوره زمینه مساعده ده، دا د افغانانو لپاره په دي پیړۍ کې یو بل لوی تهدید دی. ترڅنګ یې د اقلیم بدلون هم غټه ستونزه ده. له جنګ نه وروسته ډیری افغانان په ټرافیکي پیښو کې ژوند له لاسه ورکوي، ممکن له دي زیات خلک له  خرابي هوا او ناسمي عذا نه ژوند له لاسه ورکوي خو هیڅوک دا ستونزې جدي نه نیسي، له ټیکالوژي ناوړه ګټه اخیستنه، خوږو اوبو کمښت هم باید له پامه ونه غورځوو.

 زموږ راتلوونکی نسل چې په ۲۰۵۰ م کال کې به ژوند کوي، وړاندوینې دادي چې دا وخت به د نړۍ نفوس لس میلیاردو ته رسیږي، او د افغانستان نفوس شاوخوا ۵۰ میلیونو ته ورسیږي. افغانستان یو ټریلون په ارزښت کانونه او طبیعي زیرمي لري چې ګټی اخیستني لپاره میلیاردنه ډالر پانګه اچوني، ماهره کاری ځواک، قوانینو او مدیریت ته اړتیا لري. چې په کوردننه یې د راایستلو امکانات نشته که بهرني کمپنۍ یا بل هیواد دا کار کړي ممکن یوه غوښنه برخه هغه یوسي.

بله خوا ممکن یوه وړه کتله لویه برخه پانګه،ټکنالوژي او سیاسي واک ځان سره ولري چې بل اړخ ته یوه لویه برخه افغانان به بيکاري حتا اقتصادی، سیاسي ارزښت به لاسه ورکړي. 

د مصنوعي ذکاوت صنعت، بیوټکنالوژي او  ټیکنالوژي د خاصو خلکو او هیوادونه په لاس کې ده. نو له دې راتلونکی ثروت د هغو خاصو هیوادونو  لاس ته ورځي او دا هیوادونه خپل خلک په وخت روزې، سیسټمونه نوي کوي،ممکن هیڅ ستونزه ورته جوړه نسی، او له دي انقلاب نه ښه ګټه هم پورته کوي، خو که موږ یو قوی دولت، لوستي ټولنه، لوړ ذهیت،... ښه اقتصاد ونه لرو، نو موږ به له سخت بد وضعیت سره مخ سو، چې نه یوازې میلیونه کسان به بي کاره او بې فایدي سي، بلکې سیاسی ګټي او اعتبار به له لاسه ورکړو.