
ځوانان په ټولنه کې د بدلونونو، انقلابونو، غورځنګونو او تاریخي پیښو اصلي لوبغاړي بلل کېږي او د نړۍ په هر هېواد کې ورته ځانګړې پاملرنه ځکه کېږي چې د ټولنې دا برخه د یو فعال ځواک په توګه پیژندل کېږي چې په همدې بنسټ یې په ښې روزنې ډېره پانګونه هم کېږي.
افغانستان هم چې د نړۍ په نقشه کې یو تاریخي او د تاریخ په پاڼو کې د ځواکمنو هېوادونو او غورځنګونو د زور آزماینې مرکز پاتې شوی دی د وګړو ډېره برخه یې له ۳۵ کلونو د کم عمر خلک جوړوي، خو دلته د ټولنې د نورو برخو په څېر د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو هر څه ځپلي چې ځوانان هم د همدې ځپلې ټولنې یوه برخه جوړوي.
د نړۍ په کچه دویم ځوان وګړي لرونکي هېواد افغانستان کې ځوانان تر هر چا ډېر د ناخوالو او کړاوونو ښکار دي. په هېواد کې د حکومت او وسلوالو ترمنځ په دوامداره جګړو کې دواړو خواوو ته ځوانان له منځه ځي. له فقر، بېکارۍ، بې سوادۍ، ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي ستونزو کړیدل، په مناسب وخت کې د واده کولو توان نه درلودل، د مجبوریت پر بنسټ په سختو لارو نورو هېوادونو ته تلل او بلااخېره د پټ او وژونکي دښمن (نشه يي توکو) په پنجو کې غورځیدل په افغانستان کې د ځوانانو لپاره ګواښوونکي او وژونکي ټکي او برخې دي.
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم که نظامونه بدل شوي، انقلابونه رامنځته شوي، او یا هم د آزادۍ لپاره سرونه ورکړل شوي خو لویه برخه یې ځوانانو په ځان منلې، خو په مقابل کې بیا ورته د هر مشر او سیاستمدارانو له خوا ژمنې ورکړل شوې او یوازې د ژمنو په کچه پاتې شوې چې هیڅکله یې هم عملي بڼه نه ده خپله کړې، هغه څه چې ډېری ځوانان یې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په هکله هم څرګندوي.
د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو کمپاینونو کې د ډېرو نورو ژمنو تر څنګ د ځوانانو د ژوند ښه کېدو، ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو، نشه يي توکو پر وړاندې د کلکې مبارزې او په حکومت کې ورته د ډېرې ونډې ورکولو ژمنې کړې وې. سره له دې چې په ملي یووالي حکومت کې تر یو بریده په بېلابېلو څوکیو ځوانان ګمارل شوي او ځینې یې په بهرنیو هېوادونو کې هم د دیپلوماتانو په توګه ماموریت تر سره کوي خو نیوکه دا ده چې اوس هم ځوانان په ادارو کې له فساد، له نشه يي توکو، بېکارۍ او نا امنیو له سترو ګواښونو سره مخ کړي دي.
اوس دا دی چې د ملي يووالي حکومت لومړۍ دوره په ختميدو باندې ده او د دوهمې دورې لپاره دواړو مشرانو( ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رئیس عبد الله عبدالله) ترڅنګ اوولس نورو سیاسیونو ځانونه نوماند کړي. نو پکار ده، هغه ډله چې واک خپلوي او د افغانستان مشرتوب او رهبرۍ په لاس کې اخلي د ځوانانو ستونزو او مشکلاتو ته په ښه ډول رسیده ګي وکړي او د حل په موخه يې کوټلي ګامونه واخلي.
دا چې ځوانان په افغاني ټولنه کې ستره کتله ده او له ډېرو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي له دې ستونزو د وتلو لپاره او د خپلو حقوقو لاسته راوړلو لپاره خپله ځوانانو تر کومه خپل مسؤولیت اداء کړی او تر منځ یې همغږي شتون لري؟
وروستیو ۱۵ کلونو کې د ځوانانو ډیرې ټولنې ثبت شوي دي، خو له ۵۰ سلنه ډیرې یې فعالیت نه کوي او ځوانان تر ډیره د اړونده ننګونو په تشخیص او د حل لپاره یې د پاملرنې او مرستو جلبولو کې پاتې راغلي دي.
د ځوانانو د ټولنو تر منځ د لازمې همغږۍ کموالی او یا هم مخالفتونه د دې لامل شوي چې د ځوانانو په برخه کې د یوې لويې اجنډا پر ځای کوچنیو او شیندلو موضوعاتو ته کار وشي چې دا بیا د ځوانانو د ستونزو په حل کې ډېر اغېزمن نه ثابتېږي. همدارنګه ددې ټولو ټولنو ترڅنګ د هېواد په سطحه د ځوانانو د ستونزو د حل او ځوانانو ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه د ځوانانو معینیت رامنتځه شو، چې واګې د داسې چا په لاس کې ورکړې، چې د ځوانانو د ستونزو څخه د خبريدو او حل کيدو په تړاو چندان مواثر تمام نه شو. علت يې دا وو، چې په ګمارنه کې يې مسلکيتوب ته پام نه وو شوی. نو حکومت ته پکار ده، چې د ځوانانو معینیت او د ځوانانو د نماینده ګۍ لپاره وړ او مسلکي کسانو په کمارنه غور وکړي.
ځوانان تر ډېره د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي او غواړي ځانونه ورسوي تر څو د سبا ورځې لپاره ټولنه رهبري کړي او د دې ښکاره بېلګه د بهرنیو هېوادونو له خوا د اعلان شویو تحصیلي بورسونو پسې ګرځیدلو ترڅنګ په خپل هېواد کې تعلیمي برخې ته زیات پام او په همدغې برخې زیات غور کول دي.
په داسې حال کې چې ځوانان ستونزې ګالي او ځانونه د هېواد خدمت ته چمتو کوي، خو که د مشرانو له لوري ورته پام ونشي، امکان لري ځوانان نا هیلي شي او د خپلو دیپلومونو او تحصیلي سندونو سره نورو هېوادونو ته کډه شي، او یا هم د یونان په اوبو کې غرق شي او یا یې هم برخلیک يې د پل سوخته او نورو پلونو لاندې پورې ورسېږي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د نا امنیو او بېکاريو د زیاتیدو له کبله لسګونه زره ځوانان له افغانستان څخه ځینو اروپايي هېوادونو ته په خطرناکو لارو ځانونه رسولي دي. ځينې په همدغه لاره روان دي. خو ځینې یې بیا په اوبو او ځنګلونو کې د ماهیانو او ځناورو خوراک هم شوي دي، چې پړه يې په موجوده حکومت او ادارې اچولی شو. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د شمېرو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې دوهم ځوان هېواد دی.
د حل په موخه!
دا چې په ټولنه کې ځوانان ځانګړی ارزښت لري او له بلې خوا له ګڼو ستونزو او کړکیچونو سره هم مخ دي د یو ځوان په توګه خپله ځوانان او حکومت باید څه وکړي؟
ځوانانو ته پکار ده چې د ښه راتلونکي لپاره د کار کولو په ترڅ کې خپلې وړتیاوې درک کړي، د ځوانانو اړوند مسئلو څخه خبر وي، د مسئلو په اړه د ځوانانو افکار سره یو کړي، یوه لویه ډله جوړه کړي او د مثبت ټولنیز بدلون لپاره په دوامداره توګه تدریجي کار وکړي.
حکومت هم باید د ځوانانو لپاره د با کیفیته روزنې او زده کړو زمینه برابره کړي او په بېلابېلو سکتورونو کې ورته په مختلفو کچو د مشارکت او ګډون لار هواره کړي.