یوازې شوی ولسمشر!

جرګه د پښتو یو لرغونی لغت دی، چې معنی يې د یوه هدف، سلا او مشورې لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل او یوځای کېدل دي. د راټولیدنو اصلي موخه يې د یوې شخړې او ستونزې په تړاو غوڅې پرېکړې، فیصلې او کوټلي تصمیمونه نیول دي.
 
افغاني ټولنه یوه طبیعتاْ دیموکرایتکه ټولنه ده. په دې ټولنه کې د مشرتابه حق او نورې لویې وړې خبرې د مشورې، سلا او ټاکنې له لارې ترسره کېږي.
 
متل دی چې وايي: کار چې په سلا وي بې بلا وي.
جرګه هغه وخت راغوښتل کېږي، چې د ټولنې ټولنیز نظم، سیاسي، اقتصادي، فکري، کلتوري او یا هم کوم بل اړخ له ګواښ او تهدید سره مخامخ شي.
 
د لویې جرګې د جوړېدو اړتیا له بېلابېلو عواملو نه را زېږېدلې، کله بهرنی یرغل او تېری، کله کورنۍ شخړې او جنګونه، کله د قدرت تشه او کله د قانون جوړولو او د نړیوالو او ملي پېښو په وړاندې د تصمیم نیولو له مخې لویه جرګه راغوښتل کېږي.
 
په جرګه کې ګډون کوونکي افراد معمولاْ د قومونو او خېلونو مشران وي، چې ګډون یې له انفرادیت سره سره د جمعیت معنی لري یعني دوی ظاهراْ یو فرد وي، خو بالقوه یو قوم، یو خېل او یو ټولګی وي، چې په جرګه کې د ټولو نماینده ګي کوي. ژبه او ژمنه یې د خپلو ورسره تړلو پرګنو ژبه او ژمنه وي او د هغوی په بشپړ ملاټر ترسره کېږي. دوی د ولسونو ګوډې ماتې په پوره تدبیر جوړولی، درک کولی او ټولنیزې ستونزې له منځه وړلی شي. 
 
د جرګې پرېکړې بې له دې، چې په کتاب کې ولیکل شي یا د اسنادو ثبت دفتر ولري په همغه شفاهي او کړني ډول د کاڼي د کرښې بڼه لري او عملي کول یې حتمي او لازمي دي. جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خان خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیانوي:  
بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي
چې خبر وي د جرګې په برکت.
 
خو اوس خبره دلته ده، چې پخوا کومې جرګې رابلل شوي ټولې د لويې جرګې په نوم یادې شوي او قاطع دريزونه او تصمیمونه به په کې نيول کيدل. خو اوس لويې جرګې ته د مشورتي نوم ورکول شوی دی، چې دا د افغاني عنعنوي لويو جرګو او تصمیمونو سره ستره جفا ده.
 
که مونږ په لویه کې د افغانانو او پښتنو تاریخ  ته يو ځغلنده نظر واچوو نو په هغه وخت کې جرګې مشورتي نه؛ بلکه قاطع پرېکړې  يې کولې او عملي جنبه يې لرله.

میرویس نیکه لویه جرګه د ګورګیني تاړاک خلاف را وغوښته. احمد شاه بابا د ایرانیانو خلاف. امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو خلاف. حبیب الله او شیر علی خان نړیوالو جنګونو کې د بیطرفۍ. غازي امان الله خان د انګریزي استعمار خلاف. وزیر محمد ګل خان مومند د پښتونخوا په اړه. د ټولو پایلې وګورئ چې د وخت حاکمانو  بیا د ولې او څنګه پرته یادې پرېکړې عملي کړي.
 
د امریکا له راتګ سره جرګې هم مسخره شوې نوم یې پرې مشورتي جرګې کېښودې کومې چې مشوره الزامي بڼه نلري مانا که پرېکړه د ولسمشر په خوښه وي مني يې او که یې خلاف وي نه یې مني ځکه مشوره خو الزام نلري. مطلب دا چې خلک په جرګو نه؛ بلکې د چارواکو پر ارادو مطلق بې باوره دي.
 
اوس چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د سولې په برخه کې کومه لويه مشورتي جرګه راغوښتل کیږي. ګډونوال به يې تر ديره حده پورې د افغانستان د روان وضعیت او طالب وسلوالو سره د خبرو اترو په تړاو پوښتل کیږي او نظر به اخيستل کیږي. نور منل او نه منل يې بیا د ولسمشر په لاس کې دي، ځکه چې جرګې ته يې يوازې د مشورتي نوم ورکړی او بس.
 

دغه مشورتي جرګه کې به دا خبرې د اجنډا برخه وي چې خلک وپوښتي چې د امریکایي اشغال خلاف او پای په اړه یې مشوره څه ده. همدارنګه د وسلوالو طالبانو سره که خبرې کیږي، د چا په منځګړیتوب. بل مهمه پوښتنه به دا وي، چې ایا د طالبانو سره سوله غواړئ او که غواړئ يې څه ډول سوله. البته ددغې موضوع په تړاو به د جرګې ګډونوال يوازې مشورتي او نظریي حق ولري. نور کارونه او عمل يې بیا ولسمشر ته پاتې کیږي، چې د ګډونوالو نظرونه عملي کړي او کنه.
 
خلک د ډاکټر اشرف غني وروستیو سوله ضد دریځونو ته په کتو پر دغه فرمایشي جرګه هم بې باوره دي او فکر کېږي چې ډیری ګډونوال به یې د حکومت په فرمایش را ټول او د سولې تخریب لپاره هغو ساختګي وهمونو او اندېښنو ته به د تبر لاستی شي چی پایله کې به یې د ده د واک بقا او دلته د جګړې ضد دریځ نورهم پیاوړی کړي.
 

ویل کېږي په دغه جرګه کې ديرش سلنه ونډه ښځو ته ورکړل شوې او له شک پرته دا به ډیری د لومړۍ مېرمنې بی بی ګل غني پروژه يې ټیکادارنې وي. کومې چې د بي بي ګل غني له لوري په تیرې غونډه کې د ښځو حقونو په پلمه راټولې شوې وې، چې دریځ يې يوازې د سولې ضد وو.
 
د احمد شاه بابا، امیر شیرعلي خان، امیرحبیب الله خان، امیر عبدالرحمن خان، غازي امان الله خان او وزیر محمد ګل خان د جرګو راپدیخوا ځينې نورې جرګې هم شوي دي، چې ټولو يې اجرايه وي بڼه لرلې ده. د بیلګې په توګه زه دلته د طالبانو د حکومت د ړنګيدو راپدیخوا د حامد کرزي حکومت د څو مهمو لویو جرګو یادونه کوم، چې په ټولو کې قاطع دریزونه او تصمیمونه نیول شوي دي.
 
د ٢٠٠٢م کال په جون مياشت کې چې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو اووه مياشتې تېرې شوې وې، ښاغلى کرزى د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې غونډه کې د افغانستان د مشر په توګه وټاکل شو، چې د ولسمشر په توګه يې په همدې لويه جرګه کې لوړه وکړه. چې دې جرګې د هغه کابينه هم تاييد کړه. 


د ٢٠٠٤م کال په جنورۍ کې د افغانستان ځينو سياسينو د همدې لويې جرګې له لارې د افغانستان اساسي قانون تصويب کړ. 


ټاکل شوې  ده چې د سولې مشورتې لویې جرګې د دایریدلو څخه مخکې په نیږدې وخت کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له افغانستان څخه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو یو نیږدې سل کسیز مقتدر پلاوی قطر ته لاړشي.
 
دا پلاوی به هلته د طالبانو له پلاوي سره د بین الافغاني مذاکراتو په نوم ناسته کوي. له دې سره هم مهاله په کوردننه او بهر د سولې د تامین لپاره ځینې اړخونه په افغانستان کې د موقت حکومت جوړیدل اړین ګڼي. دا وړاندیز هم د پاکستان صدراعظم عمران خان او هم په کوردننه د ولسمشر غني مخکیني ملګري او سرسخت مخالف حنیف اتمر کړی دی.
 
 غني د سولې په روانو هڅو او تقریباً ټولو مسئلو کې د افغانستان د ځوان نسل، ښځو، روښانفکرانو او دیموکراتانو ملاتړ له ځان سره لري. خو اوس دغه ملاتړ ترپخوا په کميدو دی ځکه چې غني د واک په انحصار او د نورو په څنډې ته کولو تورن دی. هغه له دې کبله د افغانستان د اکثریتو مشهورو سیاسي څېرو او بانفوذه جریانونو له مخالفت سره دی.
 
په حکومت کې دننه هم غني د ارګ له نیږدې حلقې پرته یې نور د ډېرو له ملاتړه بې برخې ښکاري.    د ده د حکومت شریکوال او اجرایه ریس ډاکټرعبدالله هم په وروستیو کې ان د سولې په موضوع کې له ده سره هم نظره نه ښکاري.
 
هغه کله په مشروط ډول د موقت حکومت ملاتړ کوي او کله اوازه خپریږي، چې له حامد کرزي سره دی هم قطر ته له طالبانو سره جوړیدونکې ناستې ته روان دی.
اوس افغان حکومت په ډانګ پېیلو اوبو په منځ کې پروت دی. یو خوا د سولې مشورتي لویه جرګه او بله خوا د غني ضد سیاسیونو، مرور ملګري امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر ناسته ده. دا چې لوبه به بالآخره چېرته رسیږي او له سیاستوالو ور اخوا افغان ملت ته به یې پایله څه کیږي، نه ده معلومه.
 
څه چې عام خلک باور ورباندې لري او غوښتنه یې کوي، د سولې ترڅنګ د اوسني نظام د لاسته راوړنو خوندیتوب دی، چې باید د سولې مشورتي لویه جرګه ګډونوالو ته یاده برخه د کاڼي کرښې وي او په همدا ټکی د خپلو مشورو او نظرونه د اجنډا په سر کې ونیسي.
 
زیات خلک باور لري، چې موقت حکومت جوړول او طالبانو سره د سولې په نوم معامله دا ارزښتونه او لاسته راوړنې نابودولای شي. نو د جرګې ګډونوالو ته پکار هم ده، چې یادې برخو ته اولويت ورکړي او ځان لپاره يې سرې کرښې وګڼي.