يوه پیړۍ؛ چې افغانستان يې بدل نه کړ!

د نن څخه پوره سل کاله وړاندې افغانستان د وخت  ښکیلاکګر انګریز څخه خپله خپلواکۍ د غازي امان الله خان تر قیادت او مشرۍ لاندې ترلاسه کړه.
 
د زمري اته ویشتمه د افغانستان لپاره د ميړانې ډکه ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې د افغانستان په تاریخ د بلې هرې ورځې په نسبت خلکو ته د احترام او درناوي وړ ده، د دې ورځې له یادیدو سره سم افغانانو ته د هغه چا نوم او خاطرې هم ور یادیږي چې د دې ویاړلې ورځې قهر مان دی او د هغې تر لارښوونې لاندې افغانانو خپله ازادي واخیسته. دا ستر او ملي قهرمان غازي امان الله خان دی، چې د ټولو افغانانو په زړونو کې خاص ځای لري او ټول ورته خورا زیات درناوی لري.
 
غازې آمان الله خان د ا میر حبیب الله خان دریم ځوی وو چې د پلار له شهادت نه وروسته يې د افغانستان واک تر لاسه کړ. غازي آمان الله داسې یو شخص وو چې د وطن، ازادۍ او خلکو سره يې بې کچې مینه لرله. همدا علت دی چې افغان ولس هم له هغه سره مینه لري او د هغه نوم په ډیر عزت او درناوي سره یادوي.
 
 کله چې غازي امان الله خان پاچا شو نو په اوله اونۍ کې يې په خپل لومړني پیغام کې خلکو ته د وطن د خپلواکۍ زیری ورکړ، غازي په یوه لویه غونډه کې چې د عیدګاه په جومات کې جوړه شوې وه خلکو ته په وینا کې داسی وویل ( زه خپل ټول نجیب ملت او وطنوالو ته دا زیری ورکوم چې ما د پاچاهۍ تاج د دې لپاره په سر باندې ایښی دی چې افغانانو ته کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي تر لاسه کړم. زه به دا خپله نظامي دریشي تر هغې وخته له خپله تنه و نه باسم تر څو مې چې خپل مورني او پلارني وطن ته د خپلواکۍ جامې نه وي اغوستي. زه به دا خپله توره تر هغې وخته په پوښ کې کینږدم تر څو چې مې د ملت د حقوقو غصب کوونکي په ځای نه وي کینولي).
 
 په همدغه وخت کې غازي امان الله خان د خلکو نه وغوښتل چې د دې مقدس ارمان د پوره کولو په لاره کې له ده سره مرسته وکړي. کله چی امان الله خان ولیدل چې انګریزان د هغه د مکتوب په ځواب ورکولو کې چې په هغې کې له انګریانو غوښتل شوي وو چې باید ژر تر ژره دافغانستان خپلواکي په رسمیت و پیژني ځنډ راولي نو د ۱۹۱۹ کال د اپریل د میاشتې په ۱۳ نیټه يې په یوه لویه غونډه کې چې په هغې کې د برطانیې سفیر هم ناست وو داسې وویل(( ماځان او خپل هیواد په ټولو کورنیو او بهرنیو پریکړو کې خپلواک اعلان کړی دی. وروسته له دې زموږ هیواد د نورو خپلواکو هیوادونو په څیر خپلواک دی اود نړۍ هیڅ یوه طاقت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه هم اجازه ورنکړم چې زموږ په کورنیو او بهرنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي او که چا مداخله وکړه نو سر به يې په همدې توره ووهم.)).
 
 غازي ددې خبرو څخه وروسته مخ د برطانیې سفیر ته واړاوه او ورته يې وویل چی پوه شوې او کنه. د برطانیې سفير په ډیر احترام سره ځواب ورکړ چې بلی صاحب پوه شوم. 
 

ولې ځينې کړۍ ددغې ورځې د نمانځلو مخالفت کوي؟

ځينو ځايونو کې ليدل  کیږي چې يو شمېر خلک او کړۍ د دې ورځې د نمانځلو مخالفت کوي. دوی چې اوسنی حالت ګوري، ګرم نه دي؛ خو دوی ته بايد وويل شي چې د دې ورځې نمانځل په دې مانا نه دي چې موږ په نننيو ستونزو سترګې پټوو. دا اوسنی حالت چې تاسو څومره ځوروي، له دې زيات موږ هم ځوروي؛ خو موږ اړ يو چې د هغه وخت ياد راتازه کړو چې موږ په کې بشپړ خپلواک وو، سوله او ورورولي وه، د پرمختګ پر لور ګامونه اخيستل کېدل او په ټوله لسيزه کې حکومت هېڅوک د سياسي نظر د مخالفت له امله بندي نه کړ.

دا ورځ ځکه نمانځو چې موږ د خپلواکۍ د ورځې ياد او د خپلواکۍ له پاره يو ځل بيا خپلې ژمنې را تازه کړو.
دا هغه ورځ ده چې سياستوالو، روحانيونو، خانانو، بزګرانو، پوځيانو، لنډه دا چې د ټولنې د هرې طبقې وګړو د دې وطن د خپلواکۍ لپاره سره لاسونه يو کړي وو. څوک په کې غازيان شول او څوک شهيدان.
هغه چا چې د دې وطن د خپلواکۍ لپاره يې مبارزه کړي، ايا دوی پر دې نه ارزي چې د دوی ميړانه وستايل شي او یادونه يې وشي؟.

دا ورځ د ملت ده او هغه ملت چې په خپل مهال کې يې خپلواکي اخيستې وه، پر لمسيانو يې حق دی چې ياده او مننه ترې وکړي ددغې ورځې اصلي اتل غازي امان الله خان دی. خان نه يوازې خپل هېواد ازاد کړ بلکې ځينو هېوادونو ته يې دا زمينه مساعده کړه، چې د خپلواکۍ غږ پورته کړي.
 
د افغانستان خپلواکي د ورځې څخه را وروسته بیا په هند، اسیا او د افریقا په ځينو هیوادونو کې د خپلواکۍ جنبشونه را منځته شول او د همدې ورځې څخه په الهام ورو ورو هیوادونو خپلې خپلواکۍ تر لاسه کړې.
 
کله نا کله انسان اړ شي چې خپل تېر ته پنا يوسي. داسې تېر ته چې له لاسته راوړنو او وياړونو ډک وي.
هغه ملتونه چې اوس مهال په ستونزو کې وي، د خپل وياړلي تاريخ په غېږ کې ځان غورځولو ته ډېره اړتيا لري. دوی خپل تېر زرين او وياړلي ماضي ته په ورتللو ځان ارام احساسوي او سکون ترلاسه کوي. د تاريخ فلسفه هم وايي چې تېر ته د انسان د ورتللو، پر ماضي باندې تکيه او وياړلو يو مهم لامل د يوې ټولنۍ اوسنی ناوړه او ستونزمن حالت وي چې انسان اړ باسي تېر وخت ته رجوع وکړي.

موږ افغانان چې له تېرو نېږدې څلورو لسيزو راهيسې په پرلپسې ډول په ستونزو کې يو، ښايي له نورو ډېر خپل تېر ته د ورستنېدو له پاره اړ يو. زموږ تېر تاريخ له خپلواک ژوند او وياړونو ډک دی. دا خپلواک ژوند او وياړونه هغه څه دي چې پرې وياړل یې موږ ته يو ډول ذهني او روحي سکون راکولای شي.

اوس مهال چې زموږ ټولنه د بلا ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ ده، اړه ده چې خپل تېر زرين تاريخ کې د وياړونو يادولو ته رجوع وکړي او د هغو پېښو ورځو او اشخاصو يادونه او یاد راتازه کوونه وکړي چې دوی ته يې په تېر کې خوښي ورکړې ده. ددغې خوښۍ اصلي لوبغاړی غازي امان الله خان دی.

د خپلواکۍ د ورځې نمانځل موږ ته دا را په زړه کوي چې يو مهال موږ په خپل يووالي د نړۍ له داسې يوه زبرځواکه خپله خپلواکي واخيسته چې د نړۍ ډېر ملتونه يې تر ولکې لاندې وو.د دغې ورځې د نمانځلو موخه دا ده، څو د خپلو غازيانو او شهيدانو څخه مننه وکړو چې د خپل سر په قيمت يې هغه مهال زموږ ولس ته خپلواکي، وياړ او غرور بخښلی و.

د خپلواکۍ د جګړې او دغازيانو يادول ډېر اړين دي. هغه ملت چې تېرو څو لسيزو کې او اوس هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، همدا ورځ هغه ورځ ده چې دوی کولای شي په نمانځلو سره يې خپل روح ته سکون ورکړي. هغه روح ته چې د خپلو او پرديو له لاسه ناارامه دی. 
 
دا ورځ په دې هم د وياړ او يادولو ورځ ده چې له دې ورځې وروسته نېږدې يوه لسيزه موږ د پرمختګ بېلابېل پړاوونه ووهل، د سياسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو سربېره مو اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړې وه. د يوه پرمختګ خوښوونکي او ځوان پاچا په مشرۍ د ملت د هر اړخيز پرمختګ لپاره چټک ګامونه اخيستل کېدل.

د دې ورځې په نمانځلو او ياد راتازه کولو سره به نن موږ دا يو ځل بيا زده کوو چې رښتيا هم خپلواکي يو لوی نعمت دی چې له بده مرغه موږ يې، هغه ډول چې لازمه ده، نن يې نه لرو.
هو! له بده مرغه، زموږ تاريخ د خپلواکيو په اخيستلو او له لاسه ورکولو ډک دی. مونږ افغانان باید د تير څخه په الهام اخیستلو د هېواد د ازادۍ ساتلو، لمانځلو او د هېواد هراړخيز پرمختګ او پرځان بسیاينې ته تر نورو هېوادونو وګړو ډیر ځيرک او قاطع و اوسو. ترڅو بيرته د ملت د بابا احمدشاه امپراطورۍ ته ځان ورسو!.
 
د انګریزي ښکیلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمه کلیزه مو مبارک شه!.