
نيږدې څه دپاسه ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له ا مله ښوونځېو ته نه شي تللی؛ خو بلخوا بیا ۱۰۰ زره ماشومان پر مخدره توکو روږدي دي هغه څه، چې بګنوونکي دي.
په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کوچنیان ژوند کوي، شپږ میلیونه کوچنیان یې په خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او هرکال نږدې یو میلیون ماشومان نوي زیږېږي. د دوی سالمه روزنه، روغتیا ته لاسرسی او تفریحي چاپېریال کې اوسېدنه د دوی بنسټیز حقونه دي، چې لاهم افغان ماشومان ورته لاسرسی نه لري.
جګړه د بدبختیو زېږوونکی یو داسې عمل دی چې د یو هېواد په څو نسلونو کې یې ناوړه اغېزې پاتې کېږي. افغانستان چې څو لسیزې پرله پسې د جګړو ډګر دی، دا هېواد یې له جدي اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان کړی دی. د دې تر څنګ پر له پسې جګړو د دغه هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې حالت ته دومره تاوان ور اړولی، چې زموږ هېواد ته د سولې راتګ او ټیکاو هم ټکنی کوي. جګړې که د هېواد په هر ټولنیز پړاو کي خپل اثر پرېښی؛ خو تر ټولو زیات زیانمنېدونکي قشرونه ماشومان دي، چې له یوې خوا یې جګړو له سره د سر پرست سیوری اخیستی او بې برخلیکه پاتې شوي دي او له بلې خوا یې په ښوونه او روزنه کې د اوږد ځنډ له امله د ټولنې ثبات ننګولی دی. په افغانستان کې جګړې، خراب اقتصادي وضعیت، د مکتبونو نشتون او په سختو کارونو کې د ماشومانو ښکېلتیا هغه څه دي، چې په افغانستان کې يې د ماشومانو ژوند د بحران سره مخ کړی دی.
جنګ او ناامني هغه پدیده ده چې زیاتره ماشومان یې په لومړي ځل تجربه کوي، نو په همدې خاطر یې وېره د لویانو په نسبت زیاته ده. د ماشومانو د ساتلو د ادارې د راپور په اساس، تېر کال نږدې ۴۰۰ ماشومانو په مختلفو حادثو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. همدارنګه یوازې په ننګرهار کې په لسګونه تعلیمي ادارې د مسلحو مخالفینو له خوا هدف وګرځېدلې. همدارنګه د دولت او مخالفینو تر منځ د تفاهم او پوهاوي د نشتون له امله د غزني، هلمند او اروزګان په ډېرو ولسوالیو کې حتی یو ماشوم هم پر تعلیم او تربیه نه دی بوخت او په کال کې حتی یو تن هم د کانکور په ازموینه کې ګډون نه کوي. د وروستیو راپورونو پر بنسټ، نږدې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له ا مله ښوونځي ته نه شي تللی. دا چاره په راتلونکي کې د یوې بې سواده ټولنې بد زېری له ځانه سره لري، کوم چې کېدای شي د افغانستان دښمنانو ته د خوښۍ زېری وي، خو افغانانو ته تر دې بد خبر بیا نشته.
په نوره نړۍ کې د ماشومتوب دوره د ترحم، مینې ورکولو او سرمایه ګذارۍ دوره وي. په دې دوره کی ماشومان د لویانو له خوا تقدیر کېږي، اړتیاوې یې پوره او تعلیم ته هڅول کېږی، هغوی هېڅ هم د سختیو او مشکلاتو په نوم څه نه پېژني، لویان یې کوښښ کوي چې خپله هرڅه وزغمي. مګر په افغانستان کې بدبختانه زیاتره ماشومان له لس کلنۍ مخکې د کور مسوولیت په غاړه اخلي، کار کوي او زحمتونه ګالي. د افغانستان په څو ګڼ میشتو ولایتونو کې د یوې سروې پر بنسټ، نږدې ۱.۹ میلیونه ماشومان کار کوي، لامل یې هم روانه جګړه ده. دغه ماشومان ډېر ځله د فاسدو اشخاصو د شهوت رانیولو ښکار ګرځي، په مخدره توکو معتاد کېږي، په جرمونو اخته کېږي او کله کله خو د انساني قاچاق او ترهګریزو چارو موخه هم ګرځي. زیاتره ماشومان چې کار ته مجبورېږي، د خښتو په بټیو، مال څرولو، مستري سره شاګردۍ، د ډبرو سکرو په کانونو او په بازار کې پلاستیکي کڅوړو پر خرڅولو بوخت دي. تر ټولو بد خبر خو لا دا چې د عدلیې وزارت او کورنیو چارو وزارت د راپورونو پر بنسټ، نږدې ۱۰۰ زره ماشومان پر مخدره توکو روږدي هم دي.
د افغان ماشومانو سره بل لوی زور زیاتی او ظلم چې کیږي هغه د دوی اجباري ودول دي
موږ او تاسې چې په سیمه کې وګورو، دغه چاره لا هم پای نه لري او کوچنۍ نجونې په مسلسله توګه ودېږي، دغه چاره په هغو لرې پرتو سیمو کې کېږي، چېرته چې له یوې خوا د سواد کچه ټیټه وي او له بلې خوا د دیني پوهې کچه هم ټيټه وي، ولور لا هم د پلار حق ګڼل کېږي او کله چې پلار د عاید بله سرچینه ونه مومي، نو خپله کوچنۍ لور شتمن زاړه یا هم ځوان ته په نکاح ورکوي او په دې توګه ډېر ګلالي ماشومان د لویانو له بېرحمۍ او ظلم سره لاس او ګریوان کېږي.
په نوره نړۍ کې د ماشومانو لپاره ځانګړي قوانین ټاکل شوي. لکه، که په لویه لار کې موټر ته لاس ونیسي، موټروان مجبور دی چې موټر ورته ودروي، که داسې ونه کړي، کوچنی حق لري چې د موټر ښیښې ورماتې کړي او پولیسو ته زنګ ووهي. همدارنګه ماشومان د حفاظت په خاطر په موټرو کې په لومړي سیټ کې کېناستو ته نه پرېښودل کېږي. مکتبونه او وړکتونونه جبري دي. تر ټولو ستر او پوه استادان په لومړني ښوونځي کې مقررېږي، هلته له ماشومانو سره لکه د لویانو په درنښت چلن کېږي، ټلوېزیونونه په مکرره توګه له تکړه ماشومانو سره مصاحبې کوي او سیاسیون په خپلو پروګرامونو کې له ماشومانو سره ناستې کوي او په ډول ډول پروګرامونو سره ماشومان تشویقوي. په ښوونځیو کې تقریباً ټول ماشومان انټرنېټ ته لاسرسی لري، زیاتره عملي تجربې، تاریخي ځایونه او شخصیتونه په انټرنېټ کې تعقیبوي. همدارنګه د ماشومانو لپاره جلا ټرانسپورټي سیسټم دی، په ځینو ښوونځیو کې حتی د ډوډۍ خوړلو او استراحت لپاره هم ځایونه جوړ شوي دي.
افغانستان له دې ټولو ناخوالو سره سره ډېر با احساسه وګړي او ادارې هم لري. زیاترو یې په شخصي مصرف وړکتونونه، مدرسې، د حفظ حلقې، یتیم خانې او نورې ادارې جوړې کړې دي، څو بېوزله ماشومان وروزي. په دې هکله عامې روغتیا وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نړیوال روغتیایي سازمان، یونیسف او سیف ده چلډرېن ادارې د کوچنیانو د ساتنې په هکله ګټور پروګرامونه بللی شو. د طالبانو له خوا د هغوی د کنټرول لاندې سیمو کې واکسین کوونکو ته د واکسین اجازه ورکول مثبت ګام دی. همدارنګه د افغاني سرې میاشتې له خوا په زړه کې د سوري لرونکو ماشومانو درملنه په وړیا ډول یو ستر ګام بللی شو. همدارنګه د یونیسف نړیواله اداره بیا په ټول هېواد کې کوچنیانو ته واکسین، د چینجیو ګولۍ، د کم خونۍ ګولۍ او تدریسي توکي ورکوي. همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو لپاره ځانګړو روغتونونو د ماشومانو د مړینې په کمولو کې ستر رول لرلی دی. پر دې ټولو ناخوالو سربېره چې په کمیت کې موجودې دي، د کیفیت ستونزه لا هم پر ځای او پراخه ده. له نېکه مرغه په افغانستان کې نږدې لس میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، دوی ته سالم درسي چاپېریال برابرول د هېواد د آبادۍ بنسټ جوړوي.
په هر حال
په افغانستان کې د بل هر قشر تر څنګ، ماشومان زیات ځورېدلي او کړېدلي دي، مګر څرنګه چې ماشومان د خپل ځان لپاره د لویانو په څېر اهتمام او توجه نه شي کولای، څو خپل حق وغواړي او ځان ته مناسب چاپېریال برابر کړي، په همدې خاطر باید لویان، شخصیتونه، ادارې او دولتونه د ماشومانو حقونه د خپل کاري پلان په لومړیتوبونو کې ونیسي او توجه ورته وکړي.
ماشومان د ملتونو راتلونکی او اساس دی، هر څوک چې زړېږي، باید ټولنې ته ګټور ماشومان وړاندې کړي. د اولاد روزل، د ښوونځیو او له مدرسو سره مرسته، هغوی ته مثبت نظر ورکول، د یتیمو او بېوزله ماشومانو کفالت او هغوی ته د تعلیم زمینه مساعدول د هر مسوول مسلمان او افغان دنده ده. همدارنګه د جنګ ښکېلې خواوې هم باید د دغه معصوم مخلوق حقوق ادا کړي او هغوی چې د خدای ج له خوا معاف دي، په هېڅ ډول باید مکلف نه کړای شي او نه هم ووېرول شي. دولت او مخالفین دواړه باید د روغتونونو، مسجدونو او مدرسو ترڅنګ، د ماشومانو مکتبونه او وړکتونونه هم د شنو ساحو په حیث قبول کړي او هېڅ لوری باید ترې د پوځي پټنځای یا فعالیت ځای په ډول ګټه پورته نه کړي.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو په هيله. تل دې وي افغانستان. ژوندی دې وي افغانستان.