افغاني سوله او نامعلوم برخلیک!

خلیلزاد یو څرګند حقیقت له پامه غورځولی؛ ځکه خبرې بې پایلې پای ته رسیږي!
په قطر کې د طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوومه پړاو ګونګې او خودسرې خبرې افغانستان يوې بلې انزوا او ناسم لوري ته کش کولی شي، ځکه چې د افغان سولې لپاره د خلیلزاد پلان له ډېرو نیمګړتیاوو ډک دی. خلیلزاد د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه د لاس اخېستلو د ژمنې په بدل کې طالبانو ته مشروعیت ورکوي. خلیلزاد د دغه کار په بدل کې د افغانستان د منتخب حکومت مشروعیت کم رنګه کوي او د ژمنو ماتولو او د طالبانو د ناکامه کړنلارو اوږد تاریخ له پامه غورځوي. 
 
د افغان سولې لپاره د خلیلزاد د پلان تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې یو څرګند حقیقت یې له پامه غورځولی. په افغانستان کې تر هغه وخته سوله نه شي راتللی، چې پاکستان له ترهګرو د ملاتړ لاس نه وي اخیستی، ځکه چې پاکستان د همدغو ډلو په حمایه کولو سره افغان ثبات ګواښي. د خلیلزاد د تګلارې بله بنسټیزه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د سولې د پروګرام د بریا لپاره د پاکستان د مهارولو پلان نه لري.
 
پاکستان هيڅکله نه غواړي، چې په سیمه کې د يو قوي او باثباته افغانستان په نوم يوداسې قووت رامنتځه شي، چې بیا د پاکستان لپاره سرخوږی جوړ شي، ځکه پاکستاني چارواکي  باور لري چې پیاوړی او باثباته افغانستان کولای شي، چې په پاکستان کې پښتون اقلیت له افغانستان سره د پیوستون لپاره وهڅوي. په افغانستان کې د ثبات راوستل، د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او له دوی سره د پاکستان  نه همکاري هغه مهال شونې ده، چې پر پاکستان فشار ډېر شي.
 
 د شوروي له یرغل وروسته پاکستان د ملتپاله افغان ډلو پر ځای اووه مذهبي بنسټپالو ته امریکايي مرستې ورسمې کړې. امریکا بله لار نه درلوده، ځکه افغان جنګیالیو ته د مرستو لېږد یوازې د پاکستان له لارې ممکن و، ځکه هغه مهال ایران د مذهبي خوځښتونو څپو اخیستی و او د منځنۍ اسیا هېوادونه د شوروي تر اغېز لاندې وو.
 
پاکستان لومړی د ګلبدین حکمتیار ملا وتړله، نوموړی يو اسلامپاله پښتون وو، چې د افغانستان په ویجاړۍ او بربادۍ کې يې د پاکستان په بدرګه ستر رول لوبولی دی. سره له دې چې د بوش ادارې حامد کرزی واک ته په دې هیله ورساوه، چې د افغانستان ګڼې پرګنۍ، اقلیتونه، قومونه او ګڼ شمير داخلي وسلوال ګروپونه به سره یو ځای کړي، خو پاکستان له پيل راهیسې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ګواښلو په موخه له طالبانو ملاتړ پیل کړی و. د پاکستاني چارواکو او ډیپلوماټانو د څرګندونو برعکس، د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان او امریکا پر ضد له طالبانو او نورو اسلامپاله ډلو  خپل ملاتړ ته ادامه ورکړه. هغه څه چې اوس هم دوام لري او په سیمه کې يې وضعيت له ناورین سره مخ کړی.
 
نه ډونالډ ټرمپ او نه امریکایان غواړي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې تر اخره پاتې شي؛ ځکه پردې چاره هر کال دېرش میلیارده ډالره لګښت راځي، خو دا  د دې مانا نه لري چې له طالبانو سره خبرې اترې یو بد کار او همدې ډلې ته تسلیمېدل ښه کار دی. امریکا په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري، چې له همدې ځایه القاعده او نورې وسلوالې ډلې پر امریکا برید ونه کړي. له دې امله داسې ډلې ته د افغانستان ورسپارل، چې  له القاعدې سره همکاري لري، پر ټولو هغو قربانیو اوبه اړول دي، چې په تېرو څو کلونو کې شوې ده. 
 
که امریکا په رښتیا غواړي چې د افغان سولې پروسه په ښه توګه بشپړه شي، نو باید پر پاکستان پوره فشار راوړل شي او له هغو ټولو لارو چارو کار واخلي، چې  پاکستان د  طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او په دې اړه تضمین هم ورکړي.
 
امریکا پر پاکستان د فشار لپاره ډېرې لارې لري، خو تر اوسه یې ترې په بشپړه توګه ګټه نه ده پورته کړې، چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه را وګرځوي .پاکستان تراوسه هم د امریکا  په مرسته د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک څخه مالي مرسته او پورونه تر لاسه کوي، چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ اقتصاد ستونزې پرې هوارې کړي. پاکستان تازه د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه څه باندې شپږ میلیارده ډالره پور تر لاسه کړی. په داسې حال کې چې پاکستان یوه اندازه بهرنۍ مرستې د ترهګرو په ملاتړ مصرفوي. نو پکار ده، چې په راتلونکي کې باید امریکا د دا ډول ټولو مرستو د دوام مخالفت وکړي یا لږ تر لږه دغه مرستې د طالبانو له ملاتړه په لاس اخیستلو پورې منحصرې شي.
 
دا ښایي مناسبه نه وي چې د پاکستان ټول سیسټم د دا ډول اقداماتو هدف وګرځول شي. په حقیقت کې یو څو ځانګړې پوځي او استخباراتي کړۍ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چې امریکا ته مالوم هم دي. دا مشخص کسان او چارواکي باید د ایران د قدس ځواکمشر قاسم سلیماني په څېر په نښه کړل شي.
 
د ټرمپ اداره کولای شي چې په شخصي توګه  پاکستان  له ترهګرۍ په ملاتړ، په تور لېست کې شامل کړي؛ ځکه پاکستان د دې مستحق دی، چې په تور لېست کې واچول شي. سپینه ماڼۍ باید پاکستان ته څرګنده کړي، چې طالبانو ته د پټنځایونو برابرول څومره زیان لري. امریکا باید پاکستان ته وښیي، چې په سویلي اسیا او افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې په ډګر کې په پاکستان کې طالب اډې له هدف ګرځولو څخه معافیت نه لري. په دې سره به په عامه توګه د ترهګرۍ په ملاتړ د حامي په توګه اعلان ټول پاکستان ولړزوي.
 
ښایي پاکستان یو اټومي هېواد وي، مګر هندوستان د همدې ډول ګام اخیستو په مټ پاکستان ته ثابته کړه، چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ عواقب څه کېدای شي؟
 
دا هم یو حقیقت دی، چې هر څه د زور له لارې نه تر لاسه کېږي. د افغانستان ثبات تر ډېره په اقتصادي پرمختګ پورې هم تړلی دی، خو له  هند سره اقتصادي اړیکې  د پاکستان زیان اړوونکي رول د افغانستان هڅې بې اغېزې کړې او د دې لامل شوې، چې کابل له تهران سره نږدې شي. د اقتصادي همکاریو په برخه کې تر ټولو غوره لار ښایي دا وي، چې هند ته د سوداګریز لاسرسي په بدل کې باید منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی د یوه هوکړه لیک له لارې تضمین شي. سویلي اسیا د اقتصادي پیوستون په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې سیمه ده، د سولې  لپاره د دې سیمې اوسنی وضعیت بایدتغیر وکړي.
 
په افغانستان کې تر ډېره وخته پاتې کېدل په نظامي او اقتصادي توګه سمه پرېکړه نه ده. ډیپلوماسي کولای شي رول ولوبوي، ډیپلوماټیک ګامونه باید تګلاره جوړوونکي د حقیقت په اړه ړانده نه کړي. پاکستان د امریکا ائتلافي ملګری نه دی او باید د ملګري په سترګه ورته ونه کتل شي. که پاکستان د افغانستان په اړه ناسمه پالیسي نه درلودی، اوس به افغانستان یو باثباته هېواد و. د ثبات او افغانستان ته د ترهګرو ډلو د را ګرځېدو د مخنیوي لپاره باید له پاکستان څخه د تروریستي ډلو د نه ملاتړ هوکړه لیک واخیستل شي. له دوو لسیزو وروسته د دې مانا دا ده چې له پاکستان څخه د دوستانه غوښتنې پر ځای باید دغه هېواد تر کلک فشار لاندې ونیول شي. دا اقدام خطر هم لري. ښایي متحده ایالتونه اندېښمن وي چې دا ګام به یې پاکستان د چین لور ته نږدې کړي، مګر حقیقت دا دی چې پاکستان پرته له دې هم چین ته خورا نږدې شوی دی. له دې امله، متحده ایالتونه باید د فشار پر لارو چارو غور وکړي. د فشار لارې چارې کولای شي پاکستان سمې لارې ته سیخ کړي. د فشار پر لارو چارو له غور پرته، د خلیلزاد پلان یوازې د تسلیمېدو او امریکایي خاورې ته د نورو ترهګرو خطراتو د زیاتېدو مانا لري. نو پکار ده، چې په پاکستان په سیمه ايزه او نړيواله کچه بندیزونه او فشارونه زیات شي، ترڅو د ترهکرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
په هرحال د ودان، په ځان بسیا او سوله ايز افغانستان د جوړيدو په هیله!