د حکومت د واک تنده!

څنګه چې پوهیږئ، د ملي وحدت حکومت په یوې امریکايي پرېکړې سره رامنځته شوی او واک د دوه لورو ترمنځو پنځوس ـ پنځوس سلنه وېشل شوی دی. د دې واګې پر غزېدو خبره نه کوو. راځو ددې ته چې حکومت په اصل کې د حکومتولي د تعریف په درشل کې څنګه خپل واک غزولی او یا اوس مهال څنګه په ملي مسایلو کې چلند لري.
 
د امريکايي توافق له مخې، د نظام پایښت لپاره په ډېرو ملي مسایلو کې د امریکايي نظر دخیلېدلو موضوع ډېره برعلی ده ځکه له کابینې، پارلمان او له هېواد څخه د باندې له سیاسي استازولیو ښکاري، چې اکثره یې غربي فکر او واک حاکم دی.
 
دا موضوع په یو نا یو ډول طالبانو، د حکومت سیاسي مخالفینو او حتی عام ولس ته د یو بل چا تر ناسم اغیز لاندې راتللو په معنا ښکاریږي.
 
ولسمشر تل د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان د نا تکمیل شوي فصل د بشپړېدو خبره کوي مګر په عمل کې یې بیا د دې فصل واقعي بشپړېدو په پلمه د یوې بلې دورې غزېدو په پار د ملت له بدویجې د ځان په ګټه ممکنه کمپاینونه ترسره کوي.
 
په دا ډول مسایلو ولس، طالبان او نور مخالفین اوس د ولسمشر په کړنو او عمل ډير شکي دي او په هر نیت یې غلط ګمانونه کېږي.
 
بل خوا په سوله کې د حکومت د نظر له ټینګار بیا معلوميږي چې دوی د طالبانو له راتګ سره ځکه خوښ نه دي، چې ښايي د بیا واک تر لاسه کېدو موقع ترلاسه نه کړي. اخوا طالبان بیا مستقیماً په مسایلو کې د برحاله حکومت پر ځای له امریکایانو سره خپلې خبرې د خپل سیاست لپاره غواړي ترڅو خپل شان و شوکت وښيي.
 
دواړه خواوې د خپلو دعیو د حق ثابتولو لپاره ولس بیا ـ بیا وژني او نړۍ ته ښيي چې د دوی مخالفت د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره دی مګر په اصل کې اوسنی ملي وحدت حکومت د استخبارتو او امریکايي نظر منلو لپاره په هېواد دننه او بهر په ځینو مسایلو کې د یوې خپلواکې پرېکړې پر ځای له مصلحت او مشورې کار املي او غواړي چې طالب مات کړي.
 
که یو څوک رښتیا د ملت او د هېواد د بهبود غم وړی وي نو ولې مستقیماً په جوړ جاړي خبره نه کېږي او رضایت نه ترلاسه کېږي ترڅو مخالفې ډلې را شي او د هېواد لپاره ګډ کار وکړي خو ښکاره ده چې د حکومت په اوړو کې شګه ده.
 
هېوادوال نور نه د حکومت او نه د طالبانو په استخباراتي مسایلو غولیږي او نه به یې څوک تېر باسي خو دا خلک مجبور دي چې هر ورځ د یادو ډلو په اخ و ډب کې ووژل شي.
 
ستونزه ټوله د واک غوښتونکو ته منسبوب ده. ولس په ډېرو سختو شرایطو کې را وواته او رایه یې وکاروله ترڅو نور یې ژوند بدلون وکړي خو متاسفانه د ولسونو د رایې پر برخلیک څه وشول خو اوس د خدای لپاره، یو څوک خو دې د ولس درد ته وګوري او له دغې تندي دې په شا شي ترڅو ولس چې څه غواړي هغه دې رامنځته شي.