برګودر

د بــرګــودره راغلـــــــه ســاه نـيولي غونــدي وه
په وخت د مازيګر کښي چا ژړولي غوندي وه
گيلي يي له ورايه راڅرګندي په سپين مخ شوي
روانــه ورخطــا وه چـــــــــــا رټلــي غـونــــــــــدي وه
تپوس مي ترينه وکړ خير دي حال خو راته ووايه
معصــومه پـه ژړا شــوه چــا شــړلـي غـونـدي وه
منـزل يي معلوم نه وو وه په کومـه لـور روانـه
په غـم کښـي مبتــلا وه چا کنځلي غوندي وه
(غورځنگه) تا دي ميني امتحان ته غاړه ايښي
زبيښلي يي ښکلا وه چا سکونډلي غوندي وه
صداقت غورځنگ
١٣٨٩.٨.٥
خپل کلي