اي رقيبه
زړګي نه مي اشنا نور دا ستا غم وشرميدو
ژړا پــه ژړا سترگــــــــو نه مـي نــم وشرميدو
تر مرگه پوري نوم به دي په خوله وانخلم ياره
که زما په شانــتي يو ځل ټول عالم وشرميدو
چه غوږ د اوريدلو ړرته څوک په قلار نه نږدي
نور ځکـــــه مـــــي غزلـــــو نه قـــــلم وشرميــــــدو
نور مه وله په غشو زما زړه خداي ج ته گوره
زيـاتــــي مي پرهـــــارونونــه ملهــم وشرميدو
رقيب خبري مه منه په مثل د شيطان دي
خطــا چي کــړو شيطان بابا ادم وشرميدو
روان وو جان غورځنگ په لور ديدن د يار ته
واپس له نيـــــــمي لاري شو صــنم وشــــرميدو
صداقت غورځنگ
لره پختونخواه
وروستي