موري نور غلي اوسيدلي نشم
د څـه ويــلو اجــــازت راکــړه
ما چي ليدلي هيرولي نشم
د حق ويلو اجازت راکړه
موري په تا باندي خزان راغلي
ستا په بچو باندي طوفان راغلي
زمونږ بيړي د سمندر په منځ کښي
وتلـــــي نشــــي امتــــحان راغـــلي
موري د چا ځيني پوښتنه وکړم
چا لره ورشم چي تاوان راغلي
ستا د زخمونو چه ټکور نشومه
غوټي غوټي پاتي شوم خور نشومه
نو يي پخپل وطن ليدلي نشم
نور يي دا سختي زغملي نشم
مور يي له تا نه دا پوښتنه کوم
يو څه ويل درنه غوښتنه کوم
موري بچو دي نوم نښان ګټلي
بري يي تش پخپل ايمان ګټلي
مور جاني اوس ورباندي څه شوي دي
ددي حالاتو يي خفگان ګټلي
هدف يي پريښوده په بله لاړل
بري يي تش پخپل ايمان ګټلي
موري ستا برخه کښي سپرلي نشته
تا د سپرلي په ځاي خزان ګټلي
راته بدبخته يي ازلي يي موري
که نه دا هر څه د ازاله راځي
موري ستا غوږ کښي ناره کومه
ستا شاوخوا ته اشاره کومه
موري بچو ته په ډالرو باندي
د ورور په وينو جنازه جگه وم
موري دا زړه زما تنور ښکاري
د جهنم د کندي سور ښکاري
د محبت ملهم ټکور پکار دي
ورور ته د ورور پشاني ورور پکار دي
موري پخوا به دي بچو ويلي
زه مي د پلار خبري نه غورځوم
موري بچو نه دي ماران جوړ شوي
اوس د اغيار خبري نه غورځوم
موري غيرت له دوي نه چيرته لاړو
نو د خپل يار خبري نه غورځوم
مور يي ډالر ته نڅاگاني کوي
په قسم قسم اداګاني کوي
موري دا څرنګه کاني وينمه
موري داڅرنک تماشي وينمه
موري افسوس دا ستا په حال ژړيږم
ستا تکليفونو په بد حال ژړيږم
موري يتيم او خوار غريب بچي دي نن
د خان درگاه د دړي وړي گوري
د لوږي موري ورته څوک غږ نه کوي
د سترگو حال يي دړي وړي گوري
بي هوشه پريوځي له ډيري ولږي
د چا د پښو لاندي بيا ډډي گوري
موري دا څرنگه زغملي شي ته
پخپل وطن دا حال ليدلي شي ته
موري له تا ځني طوفان جوړيږي
موري له تا ځني عرفان جويږي
صداقت غورځنگ
کنړ
وروستي