ته ډېر ظالم يې!!

رفيع الله روشن
ته ښه نه يې ته ډېر ظالم يې تاموږ ته د وصل يوه موقع هم رانکړه تا ولې داسې وکړل ، نه داولې! اخرولې ؟
موږخوپه تاپورې خپل ډېر اميدونه تړلي وو،ستا پر سر به مې تل هرچاته د خپل ځان دبريا وړاندوينه کوله هېڅ څوک مې نه شول زغملى چې زما دماتې خبره يې له خولې راووځي خو تا څه وکړل له ماسره ماخوستا ډېر صفت هغې ته کړى وو، ورته به مې تل ويل که د خداى رضاوه نو موږ به ډېرې داسې موقع په لاس راوړو چې ديدنونه به وکړو، سيل ته به ولاړ شو،نورو مئينوته به د وصال د ښکلو شېبو د په لاس ورتللو زمينې برابرې کړو،هغوى به هم سره يوځاى شي ،مېلې به وکړي ،موږ به ډېر وستايي اوموږ به دټولو مئينودټولګي په سر کې يو ټول به راته د احترام او تعظيم سر ټيټوي ولې چې موږ ددوى دمينې او ارمان د پوره کېدو وسيله وګرځېدو کنه نو تاته خوبهتره معلومه ده چې دلته څوک مينې او محبت ته هېڅ ارزښت هم نه ورکوي او څوک چې دمينې نوم په خوله اخلي نودهغه سزا هم مرګ دى ا وته پوهېږې چې داهرڅه موږ ستا په ډاډ او ستا له نوم څخه په ګټې اخستوسره تر سره کول او ددې هرڅه د انجام وسيله موته ګرځولى وې،ولې چې هرڅه په عمل کې پلي کيږي ستادپه لاس ورتللو په وخت کې به کېږي کنه هېڅ هم امکان نلري،خوتا زموږ دواړو په ټولو هغو ارمانونو او هيلو باندې چې په زړونوکې مو ول خاورې واړولې ، اوکومې خيالي دنګې ماڼۍ اوقصرونه موچې په فکري قوه دځان او ټولو مئنانو لپاره جوړول غوښتل دهغې تهدابونه اونقشې دې هم راته په سيند لا هوکړې ،نه دانو تاولې داسې وکړل موږ خوتانه داسې تمه نه درلوده چې داسې کار به وکړې، تاموږ هرچاته دروغجن ،فراډيان،چل بازان،په دام کې غورځوونکي معرفي کړو، موږ خپل اعتباردتل لپاره دخلکوپر وړاندې له لاسه ورکړ، موږته اوس خلک د مينې،محبت،ښکلا او عشق توهينوونکي وايي!
خو ددې هرڅه مسؤول موږ نه بلکې ته يې، ته يې،ته يې!!!!
اوس يې بايد ځواب هم ته ووايې.