بي نفاقه چي مي وليدو جانان بيا
په مستي راغلو زړه زما نادان بيا
لکه وريځي په اسمان باندي خورې شي
داسـي واچـول په مـخ بـاندي زلفان بيا
د رقـيب او غمـازانـو شيطانت دي
په غصه يي چي نيولي دي چشمان بيا
په ژوندون چي رانه لري لري ګرځي
پس له مرگه چي مي ونګړي پرسان بيا
حسن داره دا ستا حسن وار چي تير شي
چي غورځنگ پسي به وګړي ډير ارمان بيا
صداقت غورځنگ
وروستي