
حفيظ الله غښتلي
د شنبې پر شپه د ننګرهار په شينوار ولسوالۍ كې د مخدرو موادو پر ضد د ناټو او افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كې د روسانو په ګډون د كابل ارګ جدي غبرګون څرګند كړ چې ګنې هېوادمشر حامدكرزي په دې عملياتو او په بيا پكې د روسانو د ګډون په اړه نه و خبر كړل شوي.
عجيبه كار دى، افغان ځواكونو له ناټو سره ګډ عمليات كوي او بيا هېوادمشر خبر نه وي. دغه ډول يو غبرګون دا ښيي چې د حامدكرزي اداره څومره كمزورې دې! څومره تيت و پاشان ده! څومره يې چارواكيو ملي ګټو ته شا اړولې ده! او څومره په كې هېوادمشر د ګوښه او څنګ ته ساتلو كوښښ كېږي؟! او په دې اداره كې څومره ګډوډي ده! او دې ته ورته په لسګونو نورې نيمګړتياوې او كمزورۍ او د قانون خلاف وزري، قانون تر پښو لاندې كول.
دلته په دې ليكنه كې لاندې څو ټكيو ته اشاره كوو:
• هېوادمشر حامدكرزي ولې د ننګرهار په شينوارو كې د مخدو موادو پر ضد د عملياتو په وړاندې جدي غبرګون وښود؟
• له سپټمبر ۱۱ پېښې وروسته په افغانستان كې روسانو حضور درلود، كه نه د شينواري د مخدرو ضد مواد په عملياتو كې يې حضور پيدا كړ؟
• د ننګرهار په شينوارو كې د مخدرو مواد پر ضد عملياتو په اړه د هېوادمشر غبرګون له ايران څخه د ناقانونه نغدو پيسو د ترلاسه كولو سره څومره تړاو لري؟
• د كابل ارګ ته د ايران ناقونونه نغدو پيسو د افغانستان د ادارې په څپڅپانده كولو او د افغانستان د بې ثباته كولو كې څومره رول درلود؟
د ننګرهار په شينوارو كې د ناټو عمليات په داسې وخت كې ترسره او رابرسېره شول چې له ايران څخه د كابل ارګ ته د عمر داودزي په وسيله د نغدو ناقونه پيسو د ترلاسه كولو په اړه هېوادوالو جدي اندېښنې ښكاره كړې، ولسي جرګې د وضاحت غوښتنه وكړه او د هغو خطرونو په اړه بحثونه وشول چې د هېوادمشر له دغسې تخلف او ناقونونه عمل په نتيجه كې رامنځ ته كېدى شي.
د ارګ مامورينو د ننګرهار په شينوارو كې د مخدرو موادو پر ضد د ناټو او افغانو ځواكونو سره د روسانو د حضور څخه ګټه واخېسته او ويې وغوښتل چې د خلكو په ځانګړي ډول ملي شورا اجنډا او ذهنيت بدل كړي او وښيي چې ګواكي كابل ارګ د ځمكنۍ بشپړتيا ساتندوى دى، ځاني ګټې نه پالي، بلكې د ملي منافعو محافظ دى!؟
له دې سره په تړاو څو نورو ټكيو اشاره كوو چې وضاحت يې په كار دى:
لومړى: په عملياتو كې افغان ځواكونو ګډون درلود، معنى دا چې افغان حكومت يې د دغه كار څخه خبر كړى دى، دا بيا بېله خبره ده چې هېوادمشر ولې نه دي ترې خبر كړل شوي، په بله وينا دا د افغان حكومت خپل منځي او داخلي ستونزه ده چې په بايد دې ډول رابرسېره نه شي او ناوړه او منفي سياست ونه كارول شي. له دغسې غبر د حامد كرزي د ادارې اوصاف نړيوالو ته څرګندېږي او د خپلې ګټې په خاطرې ترې اخلي.
دويم: بېلا بېلو افغان چارواكو په دې اړه ضد و نقيض خبرې وكړې: د ارګ وياند وويل چې حكومت له عملياتو او په عملياتو كې د روسانو له ګډون څخه ناخبره دى. د حكومت د يوې بلې ادارې چارواكي وويل چې پوليس خبر كړل شوي وو، پوليسو په عملياتو كې ونډه اخېستې وه او روسانو يوازې د ناظرينو په حيث په كې ګډون كړى و.
درېيم: هېوادمشر د پوځ اعلي سرقوماندان دى، خو له بده شامته چې د پوځ (ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت – په دې كې نړيوال ځواكونه هم راځي) سره د همغږۍ پروګرام نه شته، په كار خو دا وه چې هر سهار له لمانځه وروسته د هېواد د امنيت په اړه د پوځ اعلي سرقوماندان له مسوولينو رپورټ اخېستى، د مكافات او مجازات اقدامات يې كړي واي. اوس خو چې د كورنيو چارو وزير هېوادمشر ته د منفكۍ او مقررۍ پرله پسې وړانديزونه كوي، خو هېوادمشر پرته له پوښتنې ګرېوږنې دا مقررۍ او منفكۍ منظوروي. دا پوښتنه نه شته چې د څه په خاطر؟ ايا يوازې د دې لپاره چې بسم الله محمدي دې د خپلې ډلې ټپلې كسان راولي؟
څلورم: پوښتنه دا ده چې د كابو دريو لكو افغان ساتندوي ځواك په موجوديت كې ولې دغه عمليات په خپله د پوځ د اعلي سرقوماندان په لارښوونه ترسره نه شول؟
پېنځم: د ارګ په درې كيلومترۍ كې د كابل سيند او د كابل ښار نورې كنډوالې د هغو ځوانانو څخه ډكې دي چې په مخدرو موادو روږدي دي، كورونه يې پرېښي. دغه روږديو اشخاصو ته څوك مخدره مواد رسوي. هغه خبره چې وايي په اخرت كې په زما لاس وي او ستا ګرېوان، دا خو په وي چې وي به، هغه وخت هم لرې نه دي چې په دې دنيا په د خلك لاس او د ارګ د چارواكيو ګرېوان وي.
دغو ټكيو او دې ته وروته د نورو په اړه د ارګ مامورين غبرګون نه ښيي خو د هغو په اړه چې د افغانانو ذهنيت بدل كړي او د ارګ د مامورينو ګټې غوندې وساتي، د هغو په اړه غبرګون ښودل كېږي.
***
له رسنيو سره مې كار كاوه او دنده مې په كندهار كې وه. كندهار ته او بيا هغه دفتر ته چې ما كار ورسره كاوه بهرني خبريالان ډېر راتلل، كله كله به مو په يوه رپورټ ګډ كار هم كاوه. دا نو ۱۳۸۳ كال و. د سپين بولدك په لوري روان وو، د فرانسويانو د ځانګړيو پوځ له قوماندان سره مو مركه كوله. هغه وخت بې امني په دې حال نه وه لكه دا اوس، په دې لړ كې مو له د هغو طالبانو سره كتل چې ځورول شوي وو. په دې ځانګړې موضوع مو كار كاوه چې په ترځ كې يې له روسي پوځيانو سره مخ شوو. اوس راسره سند نه شته چې وښيم چې دغه پوځيان د كوم كنډك وو، قوماندان يې څه نومېده، له روسيې څخه وخت راغلي وو، چېرته مېشت وو، څومره وخت يې په كندهار كې اړولي وو. يو خو زموږ د رپورټ موضوع نه وه او بل هغه وخت بهرني خبريال ته د دې وړ و نه اېسېده چې رپورټ دې پرې وليكي، كه څه هم زما لپاره وه، خو زما سره نو بيا دا امكانات او وسايل نه وو چې په دې اړه دې ځانګړى كار وكړم.
د ارګ مامورين ايله اوس خبر شول چې په افغانستان كې روسان څه وړ حضور لري، څه كار كوي او څه كار يې كړي دي. كه نه، مخكې خبر و، اوس يې دغه موضوع ځكه رابرسېره كړه چې د ايران څخه په ترلاسه شويو د نغدو ناقانونه پيسو پرده واچوي.
***
د يادو شويو ټو ټكيو په يادونې سره ويلى شو چې د ننګرهار په شينوارو كې د مخدرو موادو پر ضد د ناټو او افغانو ځواكونو د ګډو عملياتو په اړه د هېوادمشر غبرګون له ايران څخه د ناقانونه نغدو پيسو د ترلاسه كولو له رامنځته شورو و زوږ سره نېغ او مستقيم اړيكي لري. دغه غبرګون د روسيې حكومت هم هك پك كړى چې يار دا څه دي، دا غبرګون خو موږ ته څه عجيبه شانته ښكاري. دغسې بې ځايه او بې وخته غبرګونونه - نه دا چې د هېواد دننه حالات نه شي كابو كولى، بلكې په نړيواله كچه هم د افغانانو حيثيت ته زيان اړوي. په ارګ كې ناست د هېوادمشر سلاكاران به يوه ورځ نه يوه ورځ، افغانان په بلا واړوي (كه يه اړولى يې دى) او حيثيت خو د همدغو سلاكارانو له مشورو سره ورځ تر بلې هغې پر ځمكه وهل كېږي.
***
دا د ايران پيسې څومره كاري پيسې وې؟ دغو پيسو د افغان ادارې او دولت د كاواكه كوله او بې ثباته كولو لپاره څه وړ كارونه كړي دي؟
ايران د خپلو پيسو پر زور د عمر داودزي په وسيله په ۲۰۰۵ كال كې په مهارت سره د علي احمد جلالي او حامد كرزي تر منځ درز جوړ كړ. په داسې مهارت سره چې دواړه خواوې په دې پوه نه شول چې دغه درز ولې او څنګه راوټوكېد. درز ورو لوى شو او علي احمد جلالي له دندې استعفى وركړه. عمر داودزي په دې اړه نور بسيا و نه كړه، د حامد كرزي په وړاندې د علي احمد جلالي څېره نوره هم ناوړه او بدرنګه انځور شوه او په اړه يې حامد كرزي ته داسې معلومات وركړل چې بيا هېوادمشر حامد كرزي د علي احمد جلالي د كتنې لپاره هېڅ وخت و نه درلود او ان په ځينو مجالسو كې خو يې د جلالي د تخريب او بد انځورونې لپاره پخپله هېوادمشر خبرې وكړې.
دا پيسې نه وې (نمك) و، نو دغه لږ كار چېرته ګوزاره كوله، په حكومت كې دويمه نښه اشريف غني احمدزي شو. دا دنده هم عمر داودزي ته وسپارل شوه او ورو ورو يې كار پيل كړ چې څه وړ دغه فاصلې ايجاد كړي. كار په برياليتوب ترسره شو. او اشرف غني له كاره ګوښه شو. د پوهنتون رياست وركړل شو، هلته هم پرې چاپېريال تنګ كړاى شو او د كار پرېښودلو ته اړ شو. بيا څه وشول؟
د ۱۳۸۸ كال په جمهوري رياست په ټاكنو كې چې كله اشرف غني احمدزي منډې ترړې پيل كړې، ورسره جوخت په دې هم كار پيل شو چې د اشر غني احمدزي او حامد كرزي تر منځ جوړجاړى وشي. خو د ايران ناقونونه نغدو پيسو د دغه جوړجاړي مخه ډب كړه او بالاخره عمر داودزي په زغرده هېوادمشر حامد كرزي او د ارګ نورو مامورينو ته وويل: كه اشرف غني احمدزي حكومت ته راشي زه له افغانستان څخه وځم.
افغان دولت د كمزوري كول او د حامد كرزي د كاري ټيم د تيت و پاشان كولو د لړۍ درېيمه بند انوار الحق احدي په نښه شو، د دې لپاره له بېلا بېلو اړخونه كار واخېستل شو، داسې كار چې څوك شك و نه كړي چې ګنې دغه كار هم د ايران ناقونه نغدو پيسو كړى دى. په وزارت كې دننه ورته مشكلات جوړ شو او د وزارت معين د ايران د پيسو د منډ د قدمونو اخېستلو په وسيله ځان هېوادمشر ته نژدې كړ، دومره چې پر احدي سيوري پرېوت او استعفى ته اړ شو.
تاريخ دا ټول ثبت كړي، له تاريخ څخه دغه وړ پېښې پټې نه پاتې كېږي، كه هر څومره هڅه وشي چې پېښې په بل بڼه واړوي.