
د يكشنبې ورځې د نيويارك ټايمز رپورټ په افغانستان كې غوغا جوړه كړې ده. هر څوك په همدې خبره كوي، رنګا رنګ تبصرې پرې كېږي، خو دغه ټولې تبصرې او خبرې د حامد كرزي د ادارې په فساد پاى ته رسېږي. ځينې خو لا حامد كرزي هم په دې كې ښكېل ګڼي. خلك ډېر په غوسه دي. خلك له ايران څخه كركه لري او وايي چې ايران په افغانستان كې مداخله كوي. ان دا دي دغه مداخله اوس تر دې بريده رسېدلې ده چې په ارګ كې ناست حامد كرزي او د هغه د دفتر رئيس عمر داودزي هم رشوت اخلي او د نورو هېوادونو لپاره كار كوي.
يو بحث دلته رانقلوم، په ګډ تكسي موټر كې له بازاره كور ته روان وم، ټكسي چلوونكي او سورلى ټولې په غوسه وو. ټكسي چلوونكي ويل: ملي خيانت څه ته وايي؟ تور وي كه سپين كه سور؟ همدا ملي خيانت دى چې كرزى له ايران څخه پيسې اخلي، له كوم قرارداد او رسمي كاغذونو د تبادلې پرته دې پيسې واخلي. حامد كرزى كه له ماليې وزارت څخه پيسې اخلي نو د پيشنهاد ليكلو، د تخصيص او بودجې په اساس يې اخلي. او دغسې كار له حساب او كتاب پرته نه شي كېداى.
يوې سورلى وويل: هو، كه ايران پيسې د ماليې وزارت له لارې د افغانستان دولت ته وركړي نو د هغو خو بيا حساب كتاب كېږي او كرزي يې د ايران د ګټو لپاره نه شي كارولي. دغسې پيسې چې حامد كرزي يې له ايران څخه اخلي ماليې وزارت ته له پيشنهاد ليكلو، تخصيص او د وزير له منظورۍ او له حساب كتاب پرته چې په څه يې وغواړي په هغه يې مصرفوي.
بلې سورلۍ ورته وويل: هو، كرزي كه دغه پيسې په جومات هم لګولي وي، غريبانو ته يې هم وركړي وي، خو په سياست او حكومتدارى كې دغه ډول كار كول له ملي خيانت سره تشبيه كېدى شي، ځكه له قرارداد او رسمي او قانوني لارو چارو پرته له بهرني هېواد څخه پيسې ترلاسه كول، ډېر تعبيرونه او خطرونه لري.
لومړي كس ورغبرګه كړه: هو، د ايراني حكومت د چارواكيو خو ماغزه نه دي خراب چې له قرارداد پرته پيسې دې د خداى لپاره وركړي، پيشې د خداى لپاره موږك نه نيسي.
دويم كس بېرته په خندا ورته وويل: ياره سبا په يې قانوني هم له ايران څخه پيسې اخلي او وايي به چې ما د ولسي جرګې مامورينو ته معاشونه ترې وركول. حضرت صبغت الله مجددي به يې هم اخلي هغه به هم وايي چې ما د مشرانو جرګې غړيو ته معاشونه وركول، ځكه قيمتي ده او دغه معاشونه يې كفايت نه كوي چې د ماليې وزارت يې وركوي.
قاضي القضات به هم پيسې اخلي، وايي به چې فساد له منځه يوسم، نو ځكه مې له رسمي او قانوني مراجعو پرته پيسې اخېستي چې قاضي ته يې وركړم چې له خلكو لږ رشوت واخلي.
***
د اكتوبر پر ۲۳مه د نيويارك ټايمز يكشنبې ورځې ګڼې رپورټ خپور كړ چې به ارګ كې د حامد كرزي د دفتر رئيس عمر داودزي ته ايران د دې لپاره پيسې وركوي چې په افغانستان كې د ايران د ګټو ساتندوي او ملاتړ وكړي. حامد كرزي به دۍ اړه د اكتوبر پر پېنځه ويشتمه د دوشنبې ورځ غبرګون وښود او ويې ويل: هو، كله په كال كې يو ځل كله دوله ځله پيسې راكوي، كله پېنځه لكه يورو وي كه شپږ كه اوه لكه يرو وي. رپورټ ډېر په زړه پورې ليكل شوي، د ارګ له مامورينو، د ايران سفارت له كاركوونكيو سره هم خبرې په كې شوي دي. هغو پېښې ته يې هم اشاره كړه چې د عمرداودزي او د حامد كرزي په غاړه كې د كړۍ څرك په كې لګېږي.
كه پوښتنې مطرح شي چې ايران دغه مرستې ولې د مالي وزارت له لارې نه كوي، ولې دغه مرسته د قانون مراجعو له لارې نه كوي؟ ولې دغه مرستې د كاغذ پر مخ له افغانانو سره نه كېږي؟ ولې د ارګ مامورينو دغه خبره پټه ساتلې وه؟
ځكه دغه مرستې د ماليې وزارت او قانون مراجعو له لارې نه كېږي چې بيا يې لګښت كې د ارګ مامورين خلاص مټ نه لري، هلته دم او قدم دواړه په حساب دي او د دې، دم او قدم د حساب له څخه د تښتې او د فساد او ملي خيانت په واټ د اسانې ځغاستې لپاره د ارګ مامور په تور بكس كې يورو وركوي.
دغه يوه منحوس كار په افغانستان كې په فساد كې ښكېلو اشخاصو ته لا زړه وركوي چې، حساب كتاب نه شته، ځكه په ارګ كې ناست حامد كرزي هم په كې ګډ دي.
د ارګ هېڅ يو مامور حق نه لري چې له قانوني مراجعو پرته له بهرنيو هېوادونو پيسې واخلي. ځكه له قانوني لارو ګودرو پرته پيسې ترلاسه كوله د پردي هېواد د ګټو له ملاتړ پرته بله هېڅ معني نه وركوي.
دغسې يو كار چې حامد كرزي يې په ارګ كې كوي او په ارګ كې د ده نژدې مامورين په لنډ تنګ وخت كې پانګوال شوي او د نژدي خپلوانو په نامه يې لوى كار و بار شروع كړى دى.
ملي شورا او قضا بايد دغسې پښې په دقيق ډول وڅېړي او هغه پوښتنې چې له خلكو سره پيدا كېږي د هغو په ځوابولو كې راوړاندې شي. دغه كارونه د ملت اډانې څپڅاندې كوي او ملت د پاشېدنې لوري ته بيايي او په حكومت او ان په وطن باور له لاسه وركوي.