مينه ای جانانه مينه مينه يې
ګل می دپيکی که چې شرينه يې
زړونه په منګول وړی دشاهين په شان
سوم لمبه لمبــــه چی ګلورينه يې
بيادتورو زلفو شامار ګير کړمه
مرمه سامی خيږی نازنينه يې
ډيرو کړو سرپه دار ستادشائست لمبو
بيالکه سپوژمئ دواوری سپينه يې
بيا لکه لړم په زړه چيچل کوی
بياغزل غزل چی ماجبينه يې
تل په سرکو شونډويې نغمه نغمه
ګل سوی سری غوټی څومره حسينه يې
بيا يې سرپه دارالکوزی کړمه
مسته په ټپو والله سنګينه يې
منان الکوزی کوټه
وروستي