غزل

بيامی دی جانان په سترګو سترګوکې
ګل دارغــــوان په ستـــرګوسترګوکې
نه وځـــــي دفکره خــومــې نه وځي
سومه سرګردان په سترګوسترګوکې
زموږ دوير شپيلی کړ زخمــــي زخمي
يم ډير پريشان په سترګوســــترګوکې
ډيرکړوليونـــی ســــتا دښائست لمبو
بيالعلومـــرجانان په ستــرګوسترګوکې
بيادازادی خال په تنــــدي غـــــــــواړي
جوړملي کاروان په سترګوســترګوکې
ښکلــــــی دی نګار دچاپــــروا نه کړي
يم ورته حيران په ســـترګوسترګو کې
زه الکوزی څــــيري ګــــريوان په سې
بيامـــــې قدردان په سترګوسترګوکې
 
منان الکوزی کوټه