غزل

طايرځلاند
انعام دمحبت دي دې کوڅو کې زنځيرونه
راوړي مې دي خدايګو په لاسو کې زنځيرونه
ماداو کړل پرې په يو ځل دځوانۍ برکتونه
خو تا راته ساتلي وو کمڅو کې زنځيرونه
اظهار چې دالفت دسپين سبا دناوې غواړم
شرنګيږي مې دخيال په تورو شپو کې زنځيرونه
دوي حق دبيدارۍ دشعورونو مونږ نه اخلي
رااچوي ملګرو چې فکرو کې زنځيرونه
ګواه دي ستا دمينې دجنون په انتها ټول
طايره په لاسونو او په پخو کې زنځيرونه
2004/8/12کوهاټ