غز ل

طايرځلاند
ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکـــــوه ګلابه
داخو ژوندون دی په خــــــــندا يې تيروه ګلابه
چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم
نو ګل مې هيرشي ته مې زړه کې شې تازه ګلابه
هغه مـــــــوسم سره بدلیږي نـــــه هم هغسې ده
تشبیه اوس څنګــــــــه کړمه تاسره هغه ګلابه
دیاد رڼادې لــــــــــــه لمرونو نه بیزاره کړمه
را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه
تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې
ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه