
که د پاکستان د پوځ په لاس کې وای نو په پښتنو به يې اکسېجن هم بند کړی وای
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۱۹۴۷ز کال کې چې کله هندوستان ټوټه او د پاکستان په نوم ورڅخه يو هېواد جلا شو، نو په ۱۸۹۳ کال هغه خاروه چې انګرېز له لوی افغانستان بېلا کړې وه هم د پاکستان برخه شوه. د پاکستان په جوړښت کې ستره خاوره او وګړي د پنجاب او سند ايالتونو څخه دي چې پر دې بنسټ يې د پښتنو او بلوڅو شتون لږ کړی دی.
له قاعد اعظم نيولي بيا تر اوسني عمران خان پوري د پاکستان حکومت، پوځ، استخبارات او په لويه کې سياست د پنجاب په لاس کې دي. دوی په ياد ټول وخت کې نه يوازې د واک انحصار کړی دی او له پښتنو سره يې ټولنيز عدالت تر پښو لاندې کړی، بلکې پر دوی يې ستم، ظلم، لېرې ساتل، تشدد او تاوتريخوالي کړي.
له کالونو وروسته لومړی ځل وو چې په ډېر ستر شمېر سره د خيبر پښتونخوا ولس د پنجاب د لسيزو ستم څخه ستړی او په يو منظم او هغه هم په پوره سوله ييز ډول يې غږ پورته کړ. دوی نه د واک غوښتو هيله درلوده او نه هم د امتيازونو، خو غوښتنې يې په خپله خاوره يې يوازې د ژوند کولو حق وو. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو تر ډېر په هڅه وکړه چې دغه غږ بند کړي، خو خبره يې يو څه له وس بهر وه. پوځ او حکومت يې په بشپړ ډول د پښتون ولس غږ بند کړی او خپلو ټولو دولتي او خصوصي رسنيو ته يې امر وکړ، چې د دوی هېڅ ډول غوښتنې، حرکتونه او شکايتونه رسنيز نه کړی.
د پاکستان حکومت بايد داسې کړې وای، ځکه چې دوی له ظلم له کالونو وروسته شريره پرده پورته کېدله، خو ګيله له نړيوالې ټولنې او په نوم بشري بنسټونو وه، چې دوی هم سترګې پرې پټې او ژبې يې پرې ګونګې کړې.
د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات په دې وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې له ټول بشري او سياسي اصولو وراېخوا اقدام کړی دی. هغه کسان چې د پاکستان د شته قوانينو له اړخه مصونيت لري او د ملي جرګې غړي دي په دې جرم يې د پاکستان په تورو زندانونو کې واچول چې د خپل ولس د ژوند کولو يې غږ يې پورته کړی.
هغه يې ډېرې بلېګې لري، چې پوځ څومره او په زرګونه پښتانه وژلي، زندانونو کې اچولي او ورکړي، خو محسن دوړ او علي وزير يې تازه بلېګې دي چې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او حکومت د ستم په زندانو کې پرته دي.
له دغه وراېخوا، پوځ په وزيرستان کې داسې يو وضعيت جوړ کړی، چې د خلکو وژند يې تر محاصرې لاندی کړی. لارې بند، بنسټونه تړل شوي، د وزيرستان په کوڅو کې پنجابي سرتيري دي او وضعيت يې له بد وته بدتر کړی دی. که چېرې د خدای ځمکه، اکسيجن او اوبه هم د پاکستان ولس په لاس کې وای نو په وزير او لويه په پاکستان به يې بند کړې وای.
دوی دومره وزير ولس ډارولی چې له لارې به يې خپل هره هغه کړنه پرې ومنی چې ښايي دوی د علي وزير د عدالت په پار راپورته کړي. د نړۍ ټولنې ترڅنګ افغان حکومت او ولس ته په نره په کار ده، چې د انساني همدردۍ اړخه او همدا ډول د ستر افغانستان د ګړو د حق په پار غږ پورته کړي.