هغه چارواکي چې له دندې تر ګوښه کېدو وروسته را ويښېږي!

د اداري اصولو له مخې په اداراتو کې د مسوولیتونو په ښه توګه د ترسره کیدو، نویو کسانو ته په اداراتو د کار کولو د چانس برابرولو او په همدې ډول د ځینو نورو نزاکتونو په نظر کې نیولو سره، د برحاله چارواکو پرځای نوي اشخاص په دندو ګمارل کیږي، چې په اداراتو کې دا ادلون بدلون یوه عادي پروسه ګڼل کېږي او په هر نظام او هره اداره کې یو معمول دی ترڅو د چارو پر مخ بیولو کې یو مثبت بدلون راشي او د ولس ستونزو ته په سمه توګه پاملرنه وشي. اما په تېرو  څو کلونو کې اوس یو بد رسم را پیدا شوی چې کله نا کله تر دې ډول بدلونونو وروسته، ځیني کسان چې په هر دلیل له له دندو ګوښه شوي وي، دا بدلونونه ورته ته د منلو وړ نه وي او پر خپله اداره یا پر هغه لوړ پوړو چارواکو چې دی یې له یوې دندې بلې ته بدل کړی، ډول تورونه پورې کوي او پدې توګه غواړي له خپلې دندې څخه د لرې کیدو غچ واخلي. په داسې حال کې چې د یوه ملک او نظام د جوړښت او سمون په خاطر باید د نظام ټول ارکان که هغه لوړ پوري چارواکي دي او یا ټېټ پوړي کارکونکي، په دې پوه شي چې دنده میراثي نه ده چې دوی به تر ابده په همدې دنده کې اوسي.
 
له بده مرغه په افغانستان کې دا څو کاله له دندو د لوړ پوړو چارواکو ګوښه کول هيڅ چا ته د منلو وړ نه وي، کله دغه ډول ګوښه شوي چارواکي د خپلې دندې د بیا ترلاسه کولو لپاره لارې او کوڅې بندوي او کله بیا د حکومت د چارواکو په هکله ضد او نقیص تبلیغات کوي او پرحکومتي چارواکو ډول ډول تورونه پورې کوي چې دا تورونه بیا له مالي فساد څخه نیولې تر اخلاقي فساده پورې ګڼ اړخونه لري.
 
بل خوا ته کله چې د همدې تورونو لپاره له دا ډول اشخاصو نه ثبوتونه وغوښتل شي، نو بیا ثبوت هم نشي وړاندې کولای او کله چې ترې وغوښتل شي چې خپل ثبوتونه او اسناد دي له رسنیو سره شریک کړي، هغه کار هم نشي کولای او هسې په هوایي تورونو غواړي خپل کسات له چارواکو او خپلو رقیبانو واخلي یا پدې توګه خپل له لاسه تللي امتیازات بېرته ترلاسه کړي.
 
پدې کې شک نشته چې په افغانستان کې په تېرو څه کم دوه لسیزو کې د اداري فساد او اخلاقي فساد ډېرې کیسې تېرې شوې دي او دا هم لیري نده چې پدې کیسو کې تر ډیره غټ پوړي او ټېټ پوړي چارواکي دخیل و، خو پوښتنه داده چې ولې دغه له دندو ګوښه کړای شوي دوستان هغه مهال پر حکومت او برحاله چارواکو تورونه پورې کوي چې له دندې ګوښه شي او یا یې پر ځای کوم بل وګړی مقرر شوی وي؟ همدارنګه دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې دغه دوستانو ولې د دندې پرمهال د دې چارواکو د فساد او بد اخلاقۍ اسناد او شواهد له ولس او رسنیو سره شریک نکړل چې اوس یې وړاندې کوي؟ دا مسایل څرګندوي چې زمونږ ډیری چارواکي یوازې د دې لپاره له ولس سره ریښتیا نه شریکوي چې خپله دنده او چوکی له لاسه ور نکړي، چې بیلګه یې پر ارګ وروستی نندارې وي، چې ان تر فحشا او نورو فسادونو پورې تورونه پرې پورې شول.
 
که څه هم ارګ د مخالفینو دا تورونه رد کړل او هغه کسان یې چې دا تورونه یې لګولي وو لويې څارنوالی ته یې معرفي کړل، تر څو خپل اسناد وړاندې کړي خو روان وضعیت او په هیواد کې د چارواکو او حکومت ترمنځ وروستیو ناندریو دا په ډاګه کړه چې ډیری چارواکي یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي نه د خپل ولس او هېواد لپاره دا ځکه چې هغه مهال چې دوی پر دندو وي په خوله ګونګ، په غوږو کاڼه او په سترګو ړانده وي او هغه څه چې باید له ولس سره شریک کړي نه یې شریکوي، بلکه هغه مهال همدا چارواکي بیا تورونه او اسناد د حکومت پروړاندې کاروي چې له دندې ګوښه کړل شي.
 
ولس اوس نو پدې نظر دی، چې حکومت باید د دا ډول موضوعاتو په اړه ډیر دقیق وي او چاته دا حق ورنکړي چې له دندې تر ګوښه کیدو وروسته پر حکومت بې ځایه تورونه پورې کړي او همدا ډول ټول چارواکي چې په حکومت کې په لوړو دندو ګمارل شوي دي که ریښتیا هم غواړي چې خپل ولس ته ریښتیني پاتې شي نو که کوم د قانون خلاف عمل سره مخ کيږي باید سم د لاسه یې له ولس او رسنیو سره شریک کړي، نه دا چې هغه وخت خپل غږ پورته کړي چې له دندې لرې شي. دا ډول تورونه چې پخواني چارواکي یې پر حکومت پورې کوي د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیانمن کوي او د ولس او چارواکو ترمنځ واتن زیاتوي چې په پایله کې د ټول نظام راتلونکي له ګواښ سره مخ کولای شي.