د شانګهای سازمان غونډه په څه شي متمرکزه وه؟

 
ولسمشر محمد اشرف غني تل همدا غواړي چې د هیواد لپاره د نړۍ هر هیواد ته سفر وکړي او د افغانستان د ښه استازیتوب ترڅنګ د هغوی پام او همکارۍ جلب کړي. تر ننه یې چې کوم سفرونه کړي دي یو یې هم بې نتیجې نه و. په هر سفر کې د هیواد لپاره په جلا جلا برخو کې لاسته راوړنې لري. او لا هم دې ته لېواله دی چې د خپلې واکمنۍ تر وروستۍ ورځې خپلو سفرونو ته ادامه ورکړي. او د هیواد لپاره د خپلې واکمنۍ په دوره کې ښې لاسته راوړنې ولري. چې په راتلونکي تاريخ کې به یې نوم په زرینو کرښو ولیکل شي او راتلونکو ولسمشرانو لپاره یو ښه درس واوسي. چې تر څو هغوی هم د خپلې واکمنۍ په دوره کې د ځان لپاره نه بلکې د هیواد لپاره کار وکړي.

ښاغلي غني او ورسره یو شمېر نورو دولتي چارواکو د قرغزستان په پلازمینه بېشکېک کې د شانګهای سازمان په غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د نورو هیوادونو له مشرانو سره د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وکړي. د هیواد شته ستونزې او فرصتونه یې له هغوی سره شریک کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو له افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي. په یاده غونډه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترورېزم او د مخدره موادو پر ضد په مبارزه، اقتصادي پرمختګ او بشري مرستو خبرې وکړې. چې د دې تولو ستونزو لپاره په ګډه سره مرسته کوي. او یادې شته ستونزې به له مينځه وړي.

د شانګهای د غړو هیوادنو په نولسمه ناسته کې د سيمې هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني چې د دې سازمان ناستې ته یې خبرې کولې وويل په افغانسان کې د سولې توافق رامنځ ته کېدل له سيمه ايزې اجماع پرته ستونزمن دی.او د سولې د خبرو د بریا لپاره باید د سیمې له یو شمېر هیوادونو سره د طالبانو اړيکې پرې شي او حتا بېخي له مینځه لاړې شي.

ښاغلي غني همدا شان وویل چې تروریزم او نشه یي توکي یوازې د افغانستان په تاوان ندې بلکې د شانګهای سازمان د ټولو هیوادونو په تاوان کېدلی شي. باید په دې برخه کې عملي اقدام وشي. او باید له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره داسې یو منظم چوکاټ جوړ شي چې د سیمې ټول هیوادونه پکې شامل وي. د سازمان غړو هیوادونو هم له ښاغلي غني سره دا خبره ومنله. او د افغانستان د شخړې پر سیاسي حل یې ټينګار وکړ او ملاتړ یې وکړ چې په ګډه به سره ټولې ستونزې حلوي.

ولسمشر د یادو هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل، افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه د اقتصادي همکاریو او راکړو ورکړو په برخه کې ښه همکاري کولی شي او موږ په دغه همکارۍ د ستراتیژیکو شریکانو په توګه په تاسو حساب کوو، مګر دا همکارۍ هغه مهال لا ښه نتیجه ورکوي چې موږ او تاسو د سیمې د ستونزو د حل لپاره که هغه تروریزم دی، که جنګ او ناامني ده او که د نشه یي توکو قاچاق او کاروبار دی یوه ګډه ټلواله رامنځته او په دې برخه کې خپلې همکارۍ همغږې کړو.