نوماندان دې زغم ولري

 
افغان حکومت او ولس غواړي په هیواد کې ارامي سوکالي، پرمختګ او د وروګلوي فضا رامنځته کړي، خو بل لورته یو شمېر افراد، اشخاص، ډلې، ټپلې او د ولسمشرۍ نوماندان برعکس د وضعیت لا بحراني کېدو ته لمن وهي او فکر کوي چې له دې سره به خپلې ګټې لا تامین کړي. په افغانستان کې چې اوس کوم حالت روان دی دا نه یوازې چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی، بلکې دا د هیواد پر اقتصاد بد اغېز کوي.

د افغانستان دښمنان او یو شمېر مغرضې داخلي کړۍ درګرده کوښښونه کوي چې زموږ ملي یووالی له منځه یوسي، موږ د سمت، ژبې، قوم او نورو نومونو باندې سره ووېشي، مګر دا کار ځکه امکان نه لري چې دلته هر افغان ځان د افغان ورور او وجود بولي، مګر دغه مغرضې کړئ په خپل لاس دښمن ته د دې موقع ورکوي چې په هیواد کې مو ورانکاریانې تر سره کړي، ځکه اکثره یې د سیمې د استخباراتو په لمسون په یو او بل نوم دغسې تاوتریخوالي او ورانکاریو ته لمن وهي.

بل لورته له څو ورځو راهيسې د پارلمان د څوکۍ د ریاست پر سر لانجې وې او لانجې لا همغسې روانې دي. مونږه اوس په داسې یو حالت کې یوو چې د دریم خبره هم مونږه ته خبره نه ښکاري او نه یې منو. د پارلمان دڅوکۍ پر سر لانجې لاهمغسې روانې دي. چې اوس د جمهوري ریاست پر سر هم لانجې راولاړې شوي دي. راتلونکي ریاست جمهوریت ته چې کومو نوماندانو خپل ځانونه نوماند کړي. سر له اوسه یې په هیواد کې ګډوډي رامنځته کړې د عام ولس په ذهنونو کې دا خبره وراچوي چې ښاغلی غني باید له واکمنۍ څخه لري شي. ځکه چې د غني د کار موده پای ته رسېدلې. او واک باید یو موقت یا سرپرست حکومت ته وسپاري، حال دا چې په اساسي یا کوم بل فرعي قانون کې په دې اړه هیڅ یادونه نه ده شوې او دا مطلق غیر قانوني غوښتنه ده.

خو ښاغلی غني کله کولی شي چې د هیواد واک په داسې یو اساس وخت کې بل چا ته وسپاري. د اساسي قانون او محکمې غوښتنه بیا داده چې ښاغلی غني به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې خپل کارته ادامه ورکوي. تر دې دمخه د واک سپارل بل ته به زمونږه د څلور نیمو کلونو هڅې پر اوبو لاهو کړي. او مونږه نه غواړو چې خپلې هیلې پر اوبو لاهو کړو.

هیواد مو اوس په یو داسې حساس وخت کې قرار لري چې له یوې خوا به انتخابات تر سره کېږي. او له بلې خو د هیواد دننه او له هیواد بهر د سولې خبرې روانې دي. او مونږ دې ته نیږدې یوو چې هیواد ته مو تل پاتې او باعزته سوله راشي. هغه سوله چې د افغانانو هیلې دي ورته او هر شېبه ورته په بې صبرۍ شمېري. نو څنګه ښاغلی غني د دې ملت هيلې پر اوبو باندې لاهو کړي.

افغانانو تل له خپلې سر زورۍ کار اخيستی وي. چې په پایله کې بیا پرې پښېمانه وي. د همدغې سر زورۍ له امله مو ځکه هیواد نه ابادېږي. او ورځ تر بلې خرابېږي. نور باید له داسې خوبه راپاڅېږو او یو بل ومنو تور ته تور او سپین ته سپین ووایو. هغه وخت بیا مونږه کولی شو چې پرمختګ وکړو.