د پاکستان حکومت پښتانه نشي وېشلی

 
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د هر ورانکاري تر څنګ اوس غواړي چې د پښتنو تر منځ هم بې اتفاقي رامنځته کړي. دوی غواړي چې پښتانه سره داسې جدا کړي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتانه له دې غاړه پښتنو سره کومه رابطه ونه لری. دوی غواړي چې دواړه داسې سره جدا کړي چې هېڅ د یو بل په درد دردمن نشي. خو پښتون قوم هېڅکله هم سره نشي بېلولی، ځکه چې د پښتنو مینه، وینه او مېنه سره شریکه ده، د دوی دودونه، ارزښتونه او ګټې ، غم او ښادۍ سره مشترکې دي او پښتون یو تن او وجود دی او هیڅوک یې هم د وېشلو وس نه لري.

په پښتو ژبه کې وتلی او منلی متل دې چې اوبه په ډانګ نه سره بېلېږي. همدا شان پښتون هم هېڅ وخت له یو بله نه جدا کېږي او نه به جدا شي. که پاکستان حکومت هر څومره په دې کې کوشش وکړي چې پښتانه سره جدا کړي خو دا ارمان به یې هېڅکله هم پوره نشي. په دې وروستیو کې که چېرته مونږه وګورو پاکستان حکومت له پښتنو پسې راخېستې ده. غواړي هغه پښتانه چې د لر او بر پښتانه سره یو کړي. هغوی نه پرېږدي چې ژوندي پاتې شي او قوم ته خدمت وکړي او هغه پښتانه سره یو کړي کوم چې مونږه غواړو سره د تل لپاره جدا کړو.

لکه په دې وروستیو کې چې په کوزه پښتون خوا کې دوه داسې زلمي شهیدان کړل چې هېڅ د مرګ ځوانان نه ول. خو دوی بې وجدانو دا ځوانان شهیدان کړل. چې لومړۍ یې د نقیب مسید او وروسته له ده په دې لنډ وخت کې ارمان لوڼی په نوم دواړه ځوانان یې راشهیدان کړل. کله چې پاکستان حکومت نقیب مسید شهید کړ. د کوزې پښتونخوا پښتانه په دې باندې پوه شول چې نن یې دا راشهید کړ سبا مونږه شهیدانوي. په همدې خاطر په کوزه پښتونخوا کې یو څو زلمي راپاڅېدل او د پښتون د حق غوښتلو ناره یې اوچته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ایجاد کړ. چې نن په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې په میلونونو ملاتړي لري او دغه ناره ورسره بدرګه کوي.

پاکستان حکومت هم ترې وېره لري چې په ريښتیا سره مونږه پښتانه نشو جدا کولی. ځکه چې په کوزه پښتونخوا کې یوه زلمي د پښتون د حق غوښتلو ناره اوچته کړه. چې اوس مونږه ګورو به لر او بر کې دواړه خواوې پښتانه ترې ملاتړي دي. د پاکستان حکومت په زړونو کې ترس پیدا کړی. دوی غواړي چې له پاکستان حکومت خپل حق وغواړي او د هغه زور او زیاتي پوښتنه وکړي کوم چې له کلونو راهيسې پر پښتنو باندې یې دوی کوي.

پښتانه په خپلو کې سره په جنګ اچوي. په پښتنو کې د سر سړی نه پرېږدي. هم دا شان کومې ورانکاریانې چې دوی تر سره کوي پړه یې دوی پر پښتنو باندې اچوي.

خو اوس ټولې نړۍ ته دا معلومه شوې چې پاکستان حکومت څه کوي او څه کول غواړي. د نړۍ ټول هیوادونه پر پاکستان باندې پوه شوي چې د خپل هیواد په داخل کې وسلوالو مخالفینو ته پټن ځایونه ورکړي او له هغوی سره هر ډول مرسته کوي. او د افغانستان پر وړاندې جنګوي.